تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د بني قَينُقاع د غزا سبب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 10, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۵۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د بني قَينُقاع د غزا سبب

 

موږ مخ کي د هغه عهد او معاهدې مادې درته بيان کړې کومه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يهودو سره کړې وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو د هغو شيانو د عملي کولو ډېر کوښښ کاوه کوم چي په هغه معاهده کي ذکرسوي  وه او واقعاً هم د مسلمانانو څخه هيڅ داسي کار نه سو پېښ چي هغه دي د هغي معاهدې د مادو څخه يو حرف مخالف وي، مګر يهود! هغه يهود چي د دوى تاريخ په غدر او خيانت، وعده خلافي او چمو ډک دى، هغو خپل ځانونه نه سواى ټينګولاى چي د هغه خپل پخواني خائنانه طبيعت سره موافق عمل و نه کړي. 

نو يې د مسلمانانو په صفو کي د چم او دسيسو، تشويش او اضطراب پارولو او خطا ا يستلو په عملي کولو شروع وکړه چي اوس به د يهودو د شيطانتو او اور بلونکو دسيسو د جملې څخه يوه نمونه درته بيان سي: 

 

ابن اسحاق رحمة الله عليه  وايي:شاس بن قيس چي يو سپين ږيرى يهودي ؤ لوى کافر او متعصب شخص ؤ، د مسلمانانو سره يې ډېر حسد او عداوت درلودى، يوه ورځ پرلاري رهي ؤ وې ليدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  انصار او اصحاب چي د أوس او خزرج د قبيلې څخه وه په يوه مجلس کي سره ناست دي او خبري سره کوي، د دغه يهودي دغه د دوى اُلفت او محبت، د دوى صلحه او پر اسلام سره يو ځاى کېدل، د دوى اتحاد او اتفاق نه سوه خوښ، يهودي ته دا ور معلومه وه چي د جاهليت په وختو  کي د دغو قبيلو په منځ کي څومره عداوت پروت ؤ، نو يې د ځانه سره و ويل: (بني قيله) چي مقصد يې د أوس او خزرج قبيلې وې، نو ويل: بني قيله په دې وطن کي سره متحد او متفق سوه؟ او که دوى په اتفاق او اتحاد سوه بيا نو موږ د دوى سره د آرامۍ او قرارۍ ژوند نه سوکولاى.

 

(نو دغه يهودي د دوى د اختلاف او جنګولو دپاره څه وکړه؟) 

يو ځوان يهودي چي د ده سره ملګرى ؤ هغه ته يې و ويل: ورسه د دوى سره کښېنه او هغه د بُعاث د جنګ خبري شروع که. 


وروڼو! (د بُعاث جنګ) يو ډېر لوى او شديد جنګ دى چي تر هجرت د مخه د مدينې منورې د دوو قبيلو چي أوس او خزرج وې په منځ کي تېر سوى ؤ چي د دواړو طرفو ډېرکسان پکښي و وژل سوه او دواړو طرفو ته ډيري خرابۍ او بربادۍ پکښي ورسېدې، نو دغه يهودي هغه بل يهودي امرکړی چي ورسه د دوى سره کښېنه او د بُعاث د جنګ خبري شروع که او ځيني هغه بيتونه وايه چي دغو دوو قبيلو به يو د بل پر ضد د هغه جنګ په وخت کي ويل. يعني: هغه زوړ او وژل سوى اور پکښي تازه که، دغه ځوان يهودي هم ورغلى او دا کار يې وکړی، سبحان الله! خلک نوي مسلمانان سوي دي تر اوسه لا شيطان خپل شيطانت پر عملي کولاى سواى د يهودي د خبرو په سبب په قوم کي د اختلاف او فخرخبري شروع سوې، تر څو چي دوه نفره يو د بل په مقابل کي پر ځنګنو سره کښېنستل او آوازونه يې لوړ سوه او بيا يوه و هغه بل ته و ويل: که دي خوښه وي بيرته به د سره هغه جنګ شروع کړو، يعني: د دغه اهلي جنګ دپاره بيا تيار او آماده يو، په کرار کراره دواړي ډلي په قهر کېدلې او ويل: سره معلومه به يې کړو، زموږ او ستاسي د معلومېدلو ځاى (حَرّه) دى، نارې سوې: اسلحه! اسلحه! خلک و حَرِّې ته سره و وتل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دا خبر ورسېدى، کوم مهاجر اصحاب چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وه د هغو سره و دغو انصارو ته ورغلى او ويل:


«يا معشر المسلمين! الله الله، اَ بِدعوْى الجاهليةِ و أنا بين اَظهُرِ کُم؟».


يعني: اې مسلمانانو! آيا بيا هم د جاهليت کارونه کوى او زه ستاسي په منځ کي يم؟  پسله هغه څخه چي الله جل جلاله  و اسلام ته هدايت کړاست او په اسلام يې مکرمه کړاست، دکفره څخه يې خلاص کړاست د جاهليت کارونه يې درڅخه ايسته کړل، ستاسي په زړو کي يې الفت او محبت در واچاوه، اوس بيرته هغه د جاهليت وکارو ته رجوع کوى؟ 


قوم پوه سو چي دا شيطاني وسوسه او د دوى د دښمن د طرفه چم ؤ نو په ژړا سوه. 
د أوس او خزرج د قبيلو خلک يو د بل سره غاړه په غاړه سوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوامرو اورېدونکي او منونکي رهي سوه، نو الله جل جلاله  د عَدُو الله شاس بن قيس چم او خيانت ناکامه کړی، دا د هغو اعمالو يوه نمونه وه چي يهودو د مسلمانانو په صفو کي د تفرقې او جنګولو دپاره عملي کول او نن ورځ هم د دغسي اعمالو ډېر مثالونه د يهودو د طرفه په ډيرو اسلامي ملکو کي ليدل کيږي، چي یهود د خپلي کاميابۍ دپاره اسلامي امت، يا جنوب او شمال ته سره ويشي، يا يې و شيعه او سُنّي ته سره ويشي، يا يې د ژبي او قوميت پر اساس سره ويشي، خو بد بختانه مسلمانان د خپلي بېخبرۍ يا د يوې طمعي په سبب دغه تفرقې قبلوي، بالمقابل وکفري او خارجي قواوو ته تسليميږي او د ځانه څخه د هغو نوکران او خدمتګاران جوړوي.  


دا خو يوه نمونه وه بلکه تر دې زيات نوري هم ډيري نقشې او دسيسې يهودو د دې دپاره عملي کولې چي د اسلامي دعوت مخه ونيسي.
 مثلاً: د درواغو آوازې يې په مسلمانانو کي نشرولې يا دا چي په سهار کي به مسلمانان سوه په ماښام کي به بيرته د اسلامه څخه واوښتل، دا د دې دپاره چي د ضعيف الإيمانه مسلمانانو يا هغو کسانو چي نوى يې ايمان را وړى ؤ په زړو کي شک او ترديد پيدا کي او د دوى متابعت وکړي، په مسلمانانو کي يې پر هغو کسانو د ژوند او معيشت لاري تنګولې کوم چي د دوى به يوه مالي رابطه ورسره وه، هغه داسي: 


هغه کسان چي مسلمانان سوي وه که به پر دوى د يهودو پور باندي ؤ يهود به سهار او ماښام د پور غوښتلو دپاره ورته ولاړ وه اوکه به بيا د مسلمان پور پر باندي ؤ هغه يې ځني خوړى او نه يې ورکاوه، هغو ته به يې ويل: ستا پور هغه وخت صحي او راباندي ؤ چي ته د خپلو پلرو پر دين وې مګر دا چي ته اوس د دينه واوښتې نو ستا پر موږ هيڅ حق نسته، يهودو دغه کارونه ټول تر بدر د مخه کول، سره د دې چي دوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره هغه معاهده هم درلودل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  او اصحابِ کرامو پر دغو ټولو مخالفتو په دې اميد صبر کاوه چي ممکن يوه ورځ يهود و سمي لاري ته راسي او په منطقه کي أمن او سلام موجود وي، خو اوس چي يهودو وليدل چي الله جل جلاله  و مسلمانانو ته د بدر په ميدان کي پوره نصر او برئ ورکړی او اوس مسلمانانو عزت او شوکت، هيبت او دبدبه پيدا کړه، د يهودو قهر او غضب، عناد او حسد نور هم زيات سوه، نو يې هغه خپل شر او عداوت ښکاره کړی، بغاوت او آزارونه يې زيات کړه. 


په يهودو کي يو سړئ ؤ چي کعب بن اشرف نومېدی او دغه سړئ په حسد او عناد، شر او عداوت کي تر نورو يهودو زيات ؤ چي قصه به يې لږ وروسته په تفصيل سره درته بيان سي. 


لکه څرنګه چي د مخه درته و ويل سوه: د مدينې منورې يهود و درو قبيلو ته وېشل سوي وه چي يوه يې د بني قينقاع قبيله وه او دغه قبيله دننه په مدينه منوره کي په يوه کلي کي اوسېدل چي هغه کلى هم د دوى په نامه سره يادېدى او دغه يهود کاسبان، زرګران، آهنګران او د لوښو جوړونکي وه، چي د دغو کسبو په سبب دوى مالداره او د قسم قسم اسلحو خاوندان هم وه، اووه سوه نفره جنګي ځوانان يې درلودل، د مدينې منورې د يهودو هغه قوي او دلاوره قبيله هم دوى وه او اول هغه څوک چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو سره يې عهد او وعده مات کړه همدغه د بني قينقاع يهود وه. 


کوم وخت چي الله جل جلاله  و مسلمانانو ته په بدرکي برئ ورکړی دغي قبيلې په خپل طغيان او سرکښي کي شدت وکړی، داسي کارونه يې کول چي مسلمانان په قهرکړي، 


په مسلمانانو يې پسخندونه وهل، څرنګه چي دوى د کسب او صنعت خاوندان او تجاران وه، دا خو تاسي ته معلومه ده چي د يهودو اصلي کار او پېشه تجارت او صنعت دى نو دوى يو بازار درلودى، د مسلمانانو څخه چي به هرڅوک د دوى بازار ته د شي د رانيولو يا خرڅولو دپاره ورغلى دوى به آزاراوه، حتّْی پر مسلمانو ښځو يې تعرضونه کول، کوم وخت چي د دوى دغه کارونه ډېر سوه او سرکښي يې زياته سوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوى سره را ټول کړه نصيحت يې ورته وکړی، صلحي او سمي لاري ته يې را وبلل، د دوى د دغه سرکښۍ نتيجه يې ورته بيان کړه، خو په عوض د دې چي یهود اصلاح سي شر او عداوت يې نور هم زيات سو. 


ابو داوُد او نور د احاديثو امامان د عبدالله بن عباس رضی الله عنه  څخه روايت کوي او وايي: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و قريشو ته د بدر په ورځ ماته ورکړه او بيا مدينې منورې ته راغلى نو يې د بني قينقاع په بازار کي  يهود سره را ټول کړه او وې فرمايل: يا معشر اليهود! د مخه تردې چي داسي حال درته پېښ سي لکه قريشو ته چي پېښ سو اسلام قبول کړی، يهودو و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم ته په دې مه خطاوزه چي د قريشو څخه دي يو څو داسي بې تجربې نفر  و وژل چي په جنګ نه پوهېدل، که ته زموږ سره  جنګ وکړې ته به پوه سې چي خلک موږ يو او زموږ په مثل به د هيچا سره مخامخ نه سې، الله جل جلاله   د يهودو د دغو خبرو په جواب او مقابل کي د سورة آل عمران 12، 13 نمبر آياتونه نازل کړه چي فرمايي: 


(قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ ۚ وَبِئْسَ الْمِهَادُ )


يعني: اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم و دغو کفارو ته و وايه چي ډېر ژر به په دنيا کي مغلوبه سى او په آخرت کي به و جهنم ته و شړل سى او دغه جهنم د استوګني دپاره ډير بد  ځاى دى. 

 

(قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا ۖ فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُم مِّثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ ۚ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَن يَشَاءُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُولِي الْأَبْصَارِ ﴿١٣﴾ )

يعني: اې کتونکو! تاسي ته په هغو دوو ډلو کي چي په بدرکي د جنګ دپاره سره مخامخ سوې ډېر لوى عبرت دى، يوه ډله وه چي د الله جل جلاله  په لار کي يې جنګ کاوه او بله ډله وه چي کافره وه، دوى به هغه ډله دوه چنده ليدل او الله جل جلاله  په خپل نصرت سره د هغه چا تاييد کوي چي د ده جل جلاله  خوښه وي، بېشکه چي په دغه ډېر ليدلو کي د بصيرت د خاوندانو دپاره عبرت دى. 


 د دغه آيات شريف د ترجمې د ښه پوهېدلو دپاره مجبوره يو چي بيرته د بدر وغزاء ته ولاړ سو، د بدر په غزاءکي د مشرکانو شمېر تقريباً و زرو کسانو ته رسېدى چي د سپرتيا او حلالولو دپاره پوره شمېر اوښان او آسان او پوره اسلحه ور سره وه او بل طرف ته د اسلامي لښکر عدد تر درو سوو لږ څه زيات ؤ چي اويا اوښان، دوه آسه او لږ اسلحه ور سره وه، خو د تعجب ځاى دا ؤ چي په ځينو وختو کي هر لښکر ته هغه بل مخامخ لښکر د خپل ځان په حساب دوه چنده معلومېدى، چي د هغه نتيجه دا سوه: چي د کافرانو په زړوکي د مسلمانانو د ډېروالي په سبب بېره ور ولوېدل او مسلمانانو ته د کافرانو د دغه دوه چنده شمېر په سبب پر الله جل جلاله   اعتماد او توکل پيدا سو او و خپل رب ته نور هم متوجه سوه، نو الله عزوجل  په دغو مکرمو آياتو کي سربېره پر دې چي یهودو ته په مغلوبیت او د جهنم په اور وعده ورکړه دغه موضوع ته یې هم اشاره وکړه.


 خير بيرته د بني قينقاع د يهودو و قصې ته راسى: د يهودو د دغه جواب څخه دا معلومه سوه چي دوى و رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو ته په جنګ سره اعلان وکړی چي موږ ستا د جنګه څخه نه بېرېږو او که ته زموږ  سره جنګ وکې هلته به در معلومه سي چي جنګيالي او توريالي څوک دي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل قهر او دا موضوع په ځان کي پټ کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو صبر وکړی او د هغه څه په انتظار وه چي د شپو په تېرېدلو سره مخ ته راځي، د بني قينقاع د يهودو نور هم جرئت او  جسارت زياتېدى، په خپلو اعمالو يې د خپل ځان د بربادۍ کوښښ کاوه او په خپل عمل سره يې پر خپلو ځانو د ژوند کولو لاري بندي او ترخې کړې. 


ابن هشام د أبي عون څخه روايت کوي چي د مسلمانانو څخه يوې ښځي يو شئ د خرڅولو دپاره د بني قينقاع و بازار ته يو وړى او هغه يې خرڅ کړی او بيا د يوه زرګر دکان ته ورغله هلته کښېنستل غواړي چي د خپلي خوښي يو شئ رانيسي، اول خو زرګر غوښته چي دغه ښځه مخ لڅ کړي، ښځي د دې کاره څخه ممانعت وکړی، بيا يو بل خبيث يهودي پټ ورغلى د ښځي په بېخبري کي يې د دې د لباس  يو کُنج     لوړ د دې د غاړي سره وتړى او ښځه بېخبره ناسته ده، اوس خو هيڅ نه ده پېښه، کوم وخت چي د ښځي سودا خلاصه سوه نو ولاړه سوه، څرنګه چي کالي يې لوړ تړلي وه د بدن يوه حصه يې ښکاره سوه او يهودو پر وخندل، ښځي د دغه لڅوالي سره يوه لويه چغه وکړه، دلته يو مسلمان سړئ هم ولاړ ؤ او يو شئ رانيسي هغه دغه حال  وليدى چي يوه مسلمانه مستوره ښځه لڅه سوه او هغه يهودي چي دا کار يې کړى دى  ولاړ دى او خاندي، هغه مسلمان دغه واقعه ويني، څرنګه چي د شرف موضوع وه دغه واقعه یې نسوای تحمل کولای نو يې پر يهودي را واچول او وې وژى، په بازار کي موجود يهود بيا ټوله پر مسلمان را ټول سوه او مسلمان يې و وژى، د مسلمان نورو اقرباوو د مسلمانانو څخه مرسته وغوښته، نو د مسلمانانو او د بني قينقاع د يهودو په منځ کي شر جوړ سو، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر ورسېدى، يهودو ته يې حال ولېږى چي هغه نفر را تسليم کړی كوم چي دغه مسلمان يې  وژلى دى.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاتل غواړي مګر د بني قينقاع يهودو دا نه ومنل چي قاتل دي ور تسليم کړي بلكه د هغه مجرم پرڅنګ و درېدل، نو د قاتل د نه تسليمېدلو په سبب هغه عهد چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او يهودو په منځ کي ؤ د يهودو دطرفه مات سو، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي لښکر جوړکړی، د مسلمانانو لښکر جوړ سو او د لښکر بيرغ يې و حمزه بن عبد  المطلب رضی الله عنه  ته ورکړی، لښکر د بني قينقاع پر طرف حرکت وکړی، يهودو چي لښکر وليدى په خپلو قلاوو ننوتل او دروازې يې بندي کړې، مسلمانانو د دباندي د طرفه محاصره کړل، اوس نو د بني قينقاع يهود په يو څو شيانو غره دي،

اول خو دوى اوه سوه نفره مسلح فوج لري او بل دننه په قلاوو کي د اوبو څاهان لري، کښتونه او حيوانات يې دننه په قلاوو کي وه، د دباندي څخه يې وهيڅ شي ته ضرورت نه درلودى او هغه خوراکي مواد چي د دوى سره دننه په قلاوو کي موجود وه پوره يو کال يې بس وه، نو دوى دننه په قلاوو کي کښېنستل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې د جنګ اعلان وکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  حال ور ولېږى چي زه ستاسي سره کار نه لرم فقط هغه قاتل را تسليم کړی، خو هغو و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم تا پر موږ هم د قريشو خيال کړى دى؟ موږ جنګي خلک يو که جنګ کوې جنګ در سره کوو،  اوس د دوى د طرفه تهديدونه شروع سوه، يهود پر خپل کفر او خيانت ټينګارکوي او مسلمانانو په قلاوو کي محاصره کړي دي، دغه محاصره د هجرت د دوهم کال د شوال د مياشتي د ( 15) تاريخ څخه شروع سوه او د ذوالقعدې تر اولي شپې پوري يې دوام درلودى، يعني: پوره پنځلس ورځي د محاصرې تيري سوې او بيا هم دوام لري، خو الله جل جلاله  د يهودو په زړو کي بېره ور واچول او دا هغه بېره ده:کوم وخت چي الله عزوجل  د يوه قوم د شکست او ماتېدلو إراده وکړي دغه بېره يې په زړو کي ور واچوي. 


نو يهودو د دغي بيري په سبب عذر او زارۍ شروع کړې، ويل: يا محمّد! صلی الله علیه وسلم   امان راکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: امان نسته، يهود نفر ور ليږي عجز او زارۍ کوي صلحه غواړي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  وايي هيڅکله صلحه نه کيږي بېله جنګه بله لار نسته، پسله ډيرو زاريو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: تاسي تسليم سى بيا نو زما خوښه ده که مي وژلاست که مي پرېښوولاست هغه زما اختيار دى خو تاسي به بېله قيده او شرطه تسليمېږى، فقط په تسليمېدلو سره د جنګه خلاصېږى، سبحان الله! د هغي بيري په سبب چي د يهودو زړو ته ننوتلې وه په دغه راضي سوه چي موږ تسليم يو او ته چي زموږ په باره کي هره فيصله وکې هغه زموږ قبوله ده، د اسلام او مسلمانانو هيبت او دبدبه دومره لوړ او مؤثر وه چي اووه سوه جنګي ځوانان ټول و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته تسليم سوه. 


يهود يې ټول ونیول او لاسونه يې ور وتړل، خلک په انتظار دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  به د دغه بني قينقاع د يهودو په باره کي څه امر وکړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و لږو اصحاب کرامو ته ويلي وه: چي غواړي دغه اووه سوه نفره ټول و وژني يو يې هم ژوندئ پرې نږدي، دلته نو د يهودو دوست، لوى منافق، عبدالله بن اُبى بن سلول د خپل منافقت د رُول په عملي کولو شروع وکړه، اوس عبدالله منافق چي د خزرج د قبيلې ؤ پوه سو چي دغه خلک ټول وژل کيږي، حال دا چي د ده او د بني قينقاع د يهودو په منځ کي حِلف او تعهد ؤ چي يو د بل حفاظت به کوي خو اوس دئ ويني چي دغه يهود وژل کيږي او که و وژل سوه بيانو د ده د عزت او کومک دپاره څوک نه پاته کيږي، نو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى د دغو يهودو دپاره عفوه ځني غواړي.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي تر اوسه یې د یهودو په باره کي حکم نه دى صادر کړى عبدالله منافق يې مخ ته کښېنستى او ورته وايي: يا رسولَ الله! اَحسِن اِلى مَوَالِي،

يعني: زما د متعهدينو دوستانو سره نيکي وکه، عبدالله چي په ښکاره مسلمان دى او په دننه کي لوى کافر او دکفارو ملګرى دى اوس د دغه مجرمينو يهودو دفاع کوي او وايي: اَحسِن إلْى مَوالي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  مخ ځني واړاوه او د ده جواب يې ورنه کړی، عبدالله يې بيا  مخ  ته کښېنستى او وايي: يا رسول الله! زما د متعهدينو سره نيکي وکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د خبري جواب نه ورکوي او مخ يې ځني واړاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر اوسه د جنګ لباس چي زغره ده اغوستې ده، عبدالله بن اُبى منافق بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مخ ته کښېنستى او لاس يې تر زغره ور دننه کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم   يې تر کميس ونيوى او ويل: يا رسول الله! زما د متعهدينو سره ښه وکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قهر سو او ويل: وَيحک أرسِلني، ايله مي که، مګر منافق بيا هم دا نيت کړى دى چي دغه يهود به خلاصوي، ويل يا والله! ترهغو دي نه ايله کوم چي زما د متعهدينو سره نيکي او احسان و نه کړې، درې سوه نفره چي زغري يې اغوستي دي او څلور سوه نفره لڅ بېله زغرو دي دغه اووه سوه نفر په يوه وار حلالوې؟ حال دا چي دوى زه په يخ او ګرمي کي ساتلى يم، بيا نو ما ته څوک را پاته کيږي؟ او زه يو سړئ يم چي د جنګو سره مخامخ کېږم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي هرڅه ممانعت کوي خو منافق عبدالله بن اُبى پرخپله غوښتنه ټينګ دى.


 بالآخره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه منافق سره هغه چي د ده پر اسلام فقط يوه مياشت تېره سوې وه د مراعت او احسان معامله وکړه او يهود يې و ده  ته ور پرېښوول او ويل دوى به د مدينې منورې څخه وزي، دلته به زما همسايه توب نه کوي، اوس نو د بني قينقاع يهود د شام و طرف ته وزي او ځيني يې و خيبر ته ولاړل، او هلته په خيبر کي د يهودو يو ځاى کېدل شروع سوه. دا د بني قينقاع د يهودو د غزاء قصه وه چي څنګه شروع سوه او د منافق عبدالله بن اُبى په مرسته څنګه پاى ته و رسېدل.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته