تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پنځه خبري چي انسان بري ته رسوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 11, 2020
  0

 

پنځه خبري چي انسان بري ته رسوي 

 

ليکنه: مولوي عصمت الله عزام/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پنځه داسي ارزښتناکي خبري دي چي که ور ته پام وشي، نو ان شاء الله تعالی د انسان د بري لپاره تضمين کوي . 

د ديوبند د عالمانو مُرشد حاجي امداد الله مهاجر مکي رحمه الله په يوه تخته دغه پنځه جملې ليکلې وې . 

هغه دا دي : 

۱ : اعمل لدنياک بقدر ما تعيش فيها . 
ژباړه : د دُنيا لپاره دومره کار وکړه څومره اندازه چي ته په دُنيا کي ژوند کوې !

د دُنيا ژوند ډېر لږ او نا باوره دی . که هر څومره اوږد هم شي، بيا هم ژر تېرېدونکی دی . 
 
حضرت نوح عليه السلام ته الله تعالی ډېر زيات اوږد عمر ور کړی وو ، ۹۵۰ کاله يې دعوت وکړ، له دې پرته نور ژوند يې هم کړی دی . 
ځيني روايتونه داسي دي چي د ده ټول عمر ۱۶۰۰ شپاړس سوه کاله وو خو د مرگ په وخت کي ملک الموت ترې پوښتنه وکړه : 
كيف وجدت الدنيا قال نوح : مثل دار لها بابان دخلت من هذا وخرجت من هذا ( تفسير القرطبي ص : ۲۹۵ج : ۱۳)

ژباړه : دُنيا دي څنگه و موندله ؟ 
نوح عليه السلام وفرمايل : د هغه سورای په څېر مي و موندله چي دوه دروازې لري، له يوې دروازې ور داخل شوم او بلي  خوا ته راووتلم !!

علامه قرطبي رحمه الله ليکي : 
 
بنى نوح بيتا من قصب فقيل له : لو بنيت غير هذا فقال : هذا كثير لمن يموت ( تفسير القرطبي ص : ۲۹۵ج : ۱۳) 
نوح عليه السلام له کړکانو څخه کور جوړ کړی وو، چا ور ته وويل : که دي بل ( ښه ) کور جوړ کړی وی، ښه به وی ! نوح عليه السلام ور ته وفرمايل : څوک چي مړ کېږي، د هغه چا لپاره دا زيات دی!! 

 

۲ : دوهمه خبره دا ده :  و اعمل لآخرتک بقدر ماتعيش فيها . 
ژباړه : د آخرت لپاره دي دومره کار وکړه څومره چي ته ژوند پکي کوې !

د آخرت ژوند تلپاته دی، نو د عقل تقاضاء دا ده چي د تلپاته ژوند لپاره ډېري هڅي کول ضروري دي . 

 

۳ : دريمه خبره دا ده : و اعمل لله بقدر حاجتک اليه
ژباړه : د الله تعالی لپاره دومره کار وکړه، څومره چي ور ته اړتيا لرې !

الله تعالی ته د انسان اړتيا په هر څه کي ده، ځکه د الله پاک له ارادې پرته څوک هيڅ نه شي کولی .  په هر څه کي انسان ور ته محتاج دی. 
نو عقلمندي دا ده چي بايد د الله تعالی د رضاء لټون ته تر هر څه لومړيتوب ور کول شي . 

 

۴ :څلورمه خبره دا ده : اسأل عن الذی لايحتاج الی احد !!


ژباړه : صرف له هغه چا سوال کوه، چي چا ته محتاج نه دی!!

هغه الله تعالی دی، چي خزانې يې ډکي دي، په سوال او غوښتني خوشحالېږي . 

 

۵ : پنځمه خبره دا ده : و اعمل للنار بقدر صبرک عليها . 


ژباړه : د اور لپاره دومره کار وکړه، څومره چي پر اور صبر کولی شې !!

يعني څومره چي د عذاب طاقت لرې، په هغه اندازه گناوي وکړه ! 

د اور طاقت هيڅوک نه لري .  کله چي طاقت د اور نه لرو، نو بايد د الله پاک له نافرمانيو څخه ځان وساتو . 

دغه پنځه ارزښتناکي خبري که په پام کي ولرو، ان شاء الله تعالی دا به مو د بري لامل شي او له گناهونو څخه د ځان ساتنه به راته آسانه شي .


الله پاک دي د عمل کولو توفيق راکړي . آمين 

و صلی الله الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 


www.taleemulislam.net

سرته