تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي ملکیت پیژندنه او ارزښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 14, 2020
  0

د اسلامي ملکیت پیژندنه او ارزښت


لیکنه: علی الله متوکل الرحمن/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


انسان د الله ﷻ لخوا داسي تخلیق او پیدا کړل سوی دی چي په فطري ډول یي له مال او ملکیت (شتمنی) سره مینه ده. او الله ﷻ د انسان ددي غوښتني او حب په هکله فرمایي: زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَٰلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ ﴿آل‌عمران: ١٤﴾


ژباړه: د خلکو لپاره نفسي غوښتني. ښځي، اولادونه، د سرو سپینو زیرمي، نښه شوي (کره) اسونه، څاروی او کروندې د ډیري میني وړ ګرځول سويدي. خو دا هر څه د څو ورځني دونیوي ژوندانه وسایل دي. په حقیقت کښي چي کوم ډير ښه استوګنځی دی، هغه د الله سره دی. سورة ال عمران ایت ۱۴


يعني خلکو ته د هغو شيانو (مادياتو) مينه ښه ايسول سوې ده چي د هغو د نفساني غوښتنو سره سم وي. خو له بله اړخه بیا اسلام راته د ګټي وټي روښانه، له فریب او چل نه پاکه لاره ښودلي چي پکښي د حلالي روزی څرک او لارښووني کیږي.
د اسلام مبارک دین راته د ملکیت په لاس راوړلو ډیري لاری ښودلي چي په مټ یي په ټولنه کي د فساد مخه نیول کیږي او د ټولني څخه نور فقر، غربت او بي وزلي کډه کوي. 


مخکي تر دي چي له ملکیت څخه بحث وسي دا اړینه ده چي مال و پیژندل سي او دا په ډاګه سي چي هغه څه شي دی چي موږ ور پسي منډي ترنډي وهو. 


د مال تعریف: مال په لغت کي (هو کل ما ملکته من جمیع الاشیاء.) یعني د ټولو شیانو مالک ګرځیدلو ته مال ویل کیږي. او احناف مال داسي تعریفوي: ما یمیل اِلیهِ الطبع، و یمکن ادخارُهُ لِوقتِ الحَاجَةِ. یعني مال هغه شي ته ویل کیږي چي طبیعت ورته میلان کوی او د ضرورت لپاره ذخیره کول يي ممکن وي او نفعه اخیستل ځني مباح وی.


کولای سو پر مال تملک وکړو خو ځینو حالات کي بیا مال ته داسي اوصاف عارض کیږي چي مال له تملک نه باسي. ددي لپاره چي مال قابل د تملک دی او که نه دی نو و دري ډوله ته ویشل کیږي.


۱. هغه مالونه چي تملیک او تملک نه قبلوي: دا هغه مالونه دي چي د عامه منفعت لپاره وقف سوي وي او کوم چا ته اجازه نسته چي د فردي او شخصي ګټي لپاره پکښي تملک وکړي. لکه: تفریح پارکونه، عامه لاري، د څړ ځایونه، ښوونځۍ او نور.


۲. هغه مالونه چي د شریعت په جواز سره تملک قبلوي: هغه موقوفه او دولتي مالونو ته شامل دي چي په وضعي قوانینو کي ازاد مالونه بلل کیږي. لکه حضرت عمر (رض) به فرمایل: زما موقف د بیت المال په اړه داسي دی لکه د وصي موقف د یتیتم په مال کي. 


۳. هغه مالونه دي چي په هغي کي د مذکورو ډولونو څخه په استثناء تملیک جواز ولري: یعني کوم داسي شرط په مخکي نه وي پروت چي د تملیک او تملوک منع دی وکړي.  


ملکیت
دملکیت تعریف: ملکیت په لغت کی دیوشي لاسته راوړلواو پرهغه تصرف کولو ته وایي، په عربي محاوره کي وایي (ملک الشئ ملکاً) یعني شی يي خپل کړاو یوازي یي پکښي تصرف وکړ او په انګلیسي کي ورته ownership وایي.


ملکیت په اصطلاح کی بیل بیل تعریفونه لری هرعالم د خپل فهم له مخی کړیدی اماهدف د ټولو یو دی یعني د شتمنی لاسته راوړل دي.
ډاکټرعبدالحمید محمود ملکیت داسي تعریفوي: الاختصاص الحاجز یعني د یو شي داسي ځانګړی کول دي چي بل څوک پکښي د تصرف څخه منعه کړي.


امام قراضي مالکي بیا وایي: تمکن الانسان شرعاً بنفسه أوبنیابة عنه من الانتفاع بالعین ومن أخذ العوض أوتمکنه من الانتفاع خاصة یعني دیو شي پخپله او یا د وکالت په توګه استفاده کول او مقابل کي یی بدل او یا خاصه نفعه اخیستل.


و پورته تعریفونو ته په کتلو سره ویلای سو چي ملکیت مادي او معنوي ارزښت دی چي د انسان د ژوند د ښیګڼي لپاره استعمالیږي. ترڅو چي په ملکیت کي هر اړخ ته پام سوی وي نو په دا ډول یي تعریفوو: ملکیت هغه مادي یا معنوي ارزښت دی چي یو شخص، ټولنه او یا هیواد یي له حقوقي پلوه د درلودلو یا مالکیت حق ولري. 


په نننی نړۍ کي چیري چي و اقتصاد ته خاصه پاملرنه سوي نو د اسلامی ملکیت یا مالي نظام نوم اخیستل یو ډیر مهم تأثیر او رول لري  ځکه د اسلامي اقتصاد په وړاندی دوه نور نظامونه پراته دي؛ یو سرمایه داري او بل سوسیالستي. نو موږ په هیڅ صورت سره دا دواړ پر اسلام نسو منطبق کولای او تر زیاته حده ورسره اساسي اختلاف لرو. 


ملکیت د پانګوال (سرمایه داري) نظام له نظره
سرمایه داري سیسټم پر فردي ملکیت معتقد دي او افرادو ته دا زمینه برابر وي چي د هیواد بیلابیلي شتمنی د خپلو فعالیتونو او شرایطو له مخي په خصوصي ملکیت واړوي. او د نظام د شتمنی د غني کیدو لپاره د هر راز بد اخلاقی او قیوداتو څخه بي پروا دی. شخص په مکمله توګه ازاد دی او کولای سي چي په هره مشروع او نامشروع  لاره شتمني لاسته راوړي او هم کولای سي په هره لاره یي په مصرف ورسوي.

ملکیت د سوسیالیستي (اشتراکي) نظام له نظره
سوسیالستي سیسټم په مکمله توګه د سرمایه داری د سیسټم برعکس واقع دی یعنی په سوسیالستی سیسټم کی ملکیت په عمومی شکل سره د دولت په لاس کي وي یعني دولت د ټولو اقتصادي فعالیتونو څښتن وي. خو بیا هم ځنی استثنائات لري چي له مخي یي و افرادو ته په ډیر لږ او محدود شکل سره فعالیتونه په لاس ورکوي.

 

ملکیت د اسلام په اقتصادي نظام کي
داسلام اقتصادي نظام لدي دواړو څخه بیل دی ځکه په سرمایه داري سیسټم کي خصوصي ملکیت اصل دی او په سوسیالستی سیسټم کي اشتراکي ملکیت اصل دی او په اسلامي اقتصاد کي و دواړو ته ایشاره سوي یعني هم یي ملکیت فردي ګرځولی او هم یي عام. 
په اسلام کي زیات ایاتونه داسي موندلای سو چي د ملکیت نسبت و فرد ته کوي او دا یو اساسي پدیده ده. لکه الله ﷻ چي فرمایي: 
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ
ترجمه: او تاسي خپل مالونه په خپل مینځ کي په باطل سره مه خورئ.


او همدارنګه اسلام عامه ملکیت هم ثابت ګرځولی. نبي ﷺ د نقیع ځمکه د آسونو او د اوښانو د څړ ځای ګرځولی ؤ چي دا د عامه ملکیت یو ښه بیلګه ده.


په اسلامي اقتصاد کي دوه ګوني ملکیت د یادوني وړ دی ځکه د همدي ملکیت له مخي د اسلام په اقتصادي نظام کي خلګ دورځني ژوند لپاره عاید او ګټه وټه په لاس راوړي نو د اسلامي اقتصادي نظام ملکیتونه و دوو برخو (خاص اوعام) ته ویشي چي په مټ یي موږ کولای سو خپل د لاسته راوړني او ګټي تفکیک وکړو


www.taleemulislam.net
.

سرته