تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مشرکانو د لښکر آمادګي او تياري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 15, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۶۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مشرکانو د لښکر آمادګي او تياري

 

هلته مشرکانو خپل لښکر د پخوانيو جنګو پر نظام موافق جوړاوه، د لښکر عمومي قومندان ابوسفيان بن صخر بن حرب ؤ، هغه چي د لښکر په منځ کي يې مرکز ؤ او د لښکر د راسته طرف قومندان خالد بن وليد ؤ چي په دغه وخت کي مشرک ؤ او د لښکر د چپه طرف قومندان عِکرمه بن ابي جهل ؤ او د لښکر پياده قومندان صفوان بن اميه ؤ او د لښکر د غشي ويشتونکو قومندان عبدالله بن ابي ربيعه ؤ، د لښکر د بيرغ مسئوليت د بني عبدالدار وظيفه وه چي دغه منصب و بني عبدالدار ته هغه وخت ور رسېدلى ؤ چي تر قُصَى بن کلاب وروسته د عبد مناف اولادې د قريشو په منځ کي منصبونه او وظيفې سره وېشل، نو په جنګو كي د بيرغ اخستلو وظيفه و بني عبدالدار ته وسپارل سوه او هيچا نه سواى کولاى چي دغه منصب د دوى څخه واخلي، دا کار لکه سقايه او رفاده، يعني: حاجيانو ته اوبه او ډوډۍ ورکول، لکه د کعبې شريفي پوښول او داسي نور کارونه چي وېشل سوي وه، نو د بيرغ اخستل د بني عبدالدار ميراثي وظيفه وه. 

 

ابوسفيان چي د لښکر عمومي قومندان ؤ د دې دپاره چي د دوى احساسات وپاروي ورته و ويل: يا بني عبدالدار! د بدر په ورځ بيرغ ستاسي سره ؤ او موږ ته هغه را پېښ سوه چي را پېښ سوه خلک بيرغ ته ګوري،که بيرغ و لوېدى لښکر مات سو، نو يا به نن د بيرغ پوره ساتنه کوى يا يې موږ ته را پرېږدى چي موږ يې ساتنه وکو. 


ابوسفيان په خپل مقصدکي کاميابه سو ځکه بني عبدالدار د ده په خبرو په قهر سوه او ويل موږ خپل بيرغ و تا ته در تسليم کړو؟ ته به و وينې چي د جنګ په وخت کي موږ څه کارونه کوو او واقعاً هم په جنګ کي داسي ثابت ودرېدل چي د خپلي کورنۍ او خپلو پلرو نسل يې ټول ختم کړی يعني: ټول د مرګ تر وخته ثابت ودرېدل او ټول د مسلمانانو د طرفه يو په بل پسي و وژل سوه، چي قصه به يې وروسته واورى.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته