تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د پرچون د دکان زکات څنګه کيږي؟
 
  December 30, 2011
  0

پوښتنه: د يو چا چي کوم کاروبار يا تجارت وي ایا  دی به و ټولو مالونو ته د زکات په باره کي حساب کوي او که به اټکل ورته کوي  د پرچون په دوکان کي ډېر سامانونه دي هر شي ته حساب نه کېږي دا اوس موږ څنګه وکړو؟

د سوال کوونکي نوم: علاء الدین

جواب: تجارتي مالونه، چي هر شئ وي که څښتن یې د نصاب خاوند وي نوپه هغه کي زکات لازمیږي، ځکه چي سمرة بن جندب  رضي الله عنه وایي :فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ (ابوداود )

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ ته امر کاوه، چي د هغو مالونو زکات ادا کړو کوم چي موږ یې د خرڅلاو لپاره تیاروو . په نقدو پیسو او د تجارتي مالونو په ارزښت کي دوه نیم فیصده زکات فرضیږي، که څوک د لسو لکو افغانیو په ارزښت تجارتي مال ولري نوپر هغه باندي د کاله پنځه ویشت زره افغانۍ زکات فرضیږي، که دا نفر دشلو زرو افغانيو زکات وباسي نود ټوله زکات غاړه یې نه په خلاصیږي ځکه دده پر ذمه پنځه ویشت زره زکات فرض دی، نو ځکه پر هر تاجر باندي لازمه ده لکه څه ډول چي د خپل شریک د حق د ادایني د پاره په دقیق ډول د مایې او ګټي حساب ځان ته معلوموي  همدا ډول د الله جل جلاله د هغي فریضې د ادایني د پاره، چي د مسکینانو او فقیرانو حق یې دده په مال کي لازم کړی دی هم په دقیق ډول حساب کوي، خو که څوک د ځان د پاره دا ستونزمن کار بولي نو بیا دي د یو صحیح اټکل له مخي دونه زکات ورکړي، چي په سلو کي سل باوري شي، چي دده پر ذمه چي څونه زکات شته هغه ده ادا کړی دی .داچي د شیانو نرخونه په یوه ځای او بل ځای کي او هم په یوه وخت او بل وخت کي تفاوت پیدا کوي نو دا دوې مسئلي به هم پر زیاتي کړو .

اول د ارزوني ځای: تجارتي مالونه چي په هر ښار کي وي د هغه ځای د ارزښت او بازاري نرخ څخه یې په سلو کي دوې نیمي افغانۍ زکات ورکول کیږي، په فتح القدير وایي : قوله يقومها أي المالك في البلد الذي فيه المال حتى لو كان بعث عبدا لتجارة إلى بلد أخرى لحاجة فحال الحول يعتبر قيمته في ذلك البلد ولو كان في مفازة تعتبر قيمته في أقرب الأمصار إلى ذلك الموضع كذا في الفتاوي

ژباړه : تجارتي مال ته دي د مال مالک په هغه ښار کي نرخ او قیمت ږدي چي هلته دا مال موجود دی، تر داسي اندازې که څوک د تجارت لپاره مریی ولري او هغه په یو کار پسي بل ښار ته ولېږي او بیا کال پر تېر شي، نو په هغه ښار کي، چي د مریي څونه ارزښت وي هغه قیمت یې د زکات لپاره معتبر دی، او که مال یې په دښت او بیابان کي ؤ نو هلته، چي ورته نژدې کوم ښار وي د هغه ځای نرخ ته اعتبار ورکول کيږي .

دوهم: د ارزوني وخت: د تجارتي مالونو قیمت د ابوحنیفة رحمة الله عليه  په آند د هغي ورځي وه معتبر دی په کومه ورځ چی کال پر پوره شي او د ملګرو په آند یې په کومه ورځ، چي و مسکین ته زکات ورکوي د همهغي ورځي د نرخ څخه به یې دوه نیم فیصده زکات ورکوي ، په فتح القدیر کي پدې اړوند وایي : ثم قول أبي حنيفة فيه أنه تعتبر القيمة يوم الوجوب وعندهما يوم الأداء ،) د ابوحنیفه رحمة الله عليه  په وینا د زکات د واجبېدلو د ورځي و قیمت ته یې اعتبار ورکول کېږي او د ابویوسف او محمد رحمة الله علیهم په آند د ادا کولو د ورځي و قیمت ته یې اعتبار ورکول کیږي .

ماخذ: د تعليم الاسلام مجله، ۵ ګڼه-دارالافتاء څانګه

سرته