تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حجاب په هکله د څو نړېوالو وتلو مېرمنو څرګندوني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2020
  0


 د حجاب په هکله د څو نړېوالو وتلو مېرمنو څرګندوني


لیکنه: عبدالغفار جبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: کريمه عمر (امریکا)
حجاب په حقیقت کي په خاموشۍ سره د دین دعوت دی، دا د اسلام یو ښکلي سمبول دی، د اسلام دا ډېر ښه حکم دی چي و ښځې ته وایي چې حجاب وکه، حجاب د ښځي ټول بدن ساتي د هر ډول جرایمو او جراثیمو څخه ؛ کله چې ښځه په سنګین حجاب کي وي نو نارینه بیا په دې ښځي پسي نه ګوري او توجه ئې نه ورته کیږي ؛ حجاب د مسلمانانو یو زوړ رواج نه بلکي دا فرض دی چې هره مسلمانه خور یې باید عملي کړي.
 
۲: هُدا خطاب (برطانیه)
په اسلام کي تر ټولو لومړئ زه حجاب جذب اوکش کړمه د مسلمانانو ښځو دا جامه او برقعه دوی له نارینه وو څخه بیلي کړي دي ، چي زه ډېره ورڅخه اغیزمنه سومه . په کفری نړۍ کي چي کله یوه ښځه له کوره راوځي نو ځان ښایسته او بربنډ کړي ترڅو لیدونکي را جلب او وځانته یې متوجه کړي ؛ چې دا بې حیایې د یوې ټولني لپاره یو جرم دی دا ټولنه په فساد او فتنه کي لویږي او دا بربنډتوب ددې ټولو ناخوالو ریښه ده ؛ نو ځکه کله چې ما د لومړي ځل لپاره حجاب ولیدی ډېر ژر په پوه سومه چې اسلام نه غواړي چي په یوه ټولنه کي فسادونه او جرمونه وکړل سي او اسلام ځکه ښځه پټه کړېده . دا په یقیني ډول سره درته وایم چي حجاب د الله جل جلاله یو نعمت دی ، کله چې ما اسلام قبول کړ په شپږو میاشتو کي د حجاب سره پوره عادي سومه او و خدای جل جلاله ته مي د شکر له کبله دوه رکعته لمونځ هم اداء کړی.

 

۳: ناهيده مصطفی (کاناډا)
زما له دې څخه ډېر بد راځي چي کله زه دباندي وځمه نوهر مجرم فسادي ، ګناهکار، مردارخور ، ځوان او بوډا راته ګوري او زما حسن ویني، زه حجاب د لمانځه په شان فرض بولم او ارزښت ورته ورکوم ؛ او که یوه مسلمانه خور ووینم چي بې حجابه ګرځي راګرځي نو ډېر مي ورڅخه بد کیږي ، دا ځکه چي د کاناډا په شان یوه غربي ټولنه کي ولي د یوې مسلماني خور ښکلا یوعیسایي ، مجوسي ، هندو، سک او بل غیرمسلمان او مسلمان وویني؟! ددې مطلب به دا وي چي دا ښځه خپل ښایست په بازار کي خرڅوي. حجاب زما خواهش دی او دا زما حق دی چې زه ئې کوم.
 
۴: سبا محمد بېګ (University of Rutgers) 
زه ۱۷ کلنه ومه چې ما حجاب پیل کړ، زه یواځي په دې کفایت نه کوم چي په ظاهري ډول سره خپل ځان په حجاب کي پټ کړم، مګر دا هم پوره هوډ لرم چي په باطني ډول سره هم حجاب وکړم، او د بدو اعمالو څخه ځان ګوښه کړم چي خپل وس مي هیڅ وخت نه دی دریغولی او هري مسلماني خور ته لازمه ده چي د ظاهري حجاب څخه علاوه پر باطني حجاب باندي هم ترخپله وسه کار وکړي او دواړه حجابه اړین دی. 
مخکي ما داسي فکر کاوه، چي ښځه هغه وخت ښکلي ښکاري چي کله یوه ښځه د باندي وځي او نارینه ورته وګوري اودا ورته ووایي چي واقعا ته ډېره زړه وړونکې یې ، چې دې حالت وماته هیڅ خوند نه راکاوه ، او ډېر ژر زه  په دې پوه  سومه چي زه خو یقینا ښکلې یمه ، او الله جل جلاله په ښه بڼه سره پیداکړې یمه نو ضرورت څه دی چي د نامحرمو خلکو د هوس په خاطر ځان سینګاره وم او ټولنه په فتنه کي اچوم؟ حال دا چي الله جل جلاله وماته حکم کوي چي دا خپل ښایست دي پټ کړه او حجاب وکه چي دا ځلا او ښکلا دي نوره ضایع نشي. (وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ. الایة)


۵: بُشری (برتانیه)
 
د اسلام د قبلولو څخه وروسته د حجا ب سره ډېره مینه لرم ، چي د ټولني د ټولو فسادونو او ناوړو افعالو څخه په امن کي سومه ، کله چي زه اوس له کوره څخه وځم نوهیڅ اندېښنه راسره نسته چي څه به راپېښ سي ، زموږ په ټولنه کي یوه مسلمانه خور په حجاب کي ډېره ښکلې ښکاري او اوس الحمدلله دا یو فېشن (رواج) ګرځېدلی دی.
  
۶: امينه جنان (امریکا) 
د ښځي لومړۍ د نده دا ده چي د ماشومانو ساتنه او مراقبت وکي ، د خپل خاوند په پوره مینه سره چوپړ وکي (ځکه خاوند بیا ددې خدمت کوي) ، او بله مهمه دنده یې دا ده چې ښځه باید ضرور حجاب وکي چي دا د ښځي باطني ښکلا نوره هم زیاتوي.


۷:اسماء (سویډن)
په اسلام کي د ښځو لپاره غټ رحمت دا دی چي حجاب وکي ، او مسلماني خویندي باید ددې رحمت څخه ځان بې برخي نکړي، په اسلام کي چي کله ما د حجاب په اړه روښانه عبارت ولیدۍ نو ما اسلام  قبول کړ. زه به تر مرګه پوري حجاب کوم او دا وصیت به کوم چي که د دنیا او اخرت ښېګڼي غواړئ نو حجاب پلي کړئ که څه هم دولت، خاوند، ټولنه  او قانون درته اجازه نه درکوي زه پخپله تر نه حجاب د شهادت په جام خوشحاله یمه او دا باید د هري مسلماني خور یواځنی شعار سي. 

 

۸: ثُريا (امريکا)
حجاب د یوې مسلماني مېرمني لپاره یو ازمایښت دی ، او حجاب کومه اختلافي مسئله هم نه ده، بلکي په واضح ډول سره قرانکریم د حجاب امر کړی دی ؛ و ماته حجاب دا ګټه رسولې ده چي زه یې د چاپېریال د چټلۍ څخه ژغورلې یمه او دوهمه ګټه یې داده چي حجاب ددې سمبول دی چي زه مسلمانه یمه ، او دا اعلان کوم چي زه د یوه الله جل جلاله پوره احکام اوقوانین منم.


۹: ليلی ليسالوت وتمان (امريکا)
د اسلام د مبارک دین د قبلولو څخه وروسته حجاب زما ډېر خوښ دی او په دې حجاب کي ټوله خلک زما ډېر احترام کوي ، هیڅوک بد نه راته وایي او نه هم په بازار یا مارکیټ کي الله جل جلاله ته دي حمد وي چي دا لوی نعمتونه (اسلام او حجاب)  یې رانصیب کړل، چي ورسره زما د ژوند ټولي غوښتني هم بشپړې سوې.

 

۱۰: نانسي جوزف (فرانسه)
زما څخه ولي څوک د حجاب کولو پوښتنه کوي؟
 ما پر یوه الله عزوجل ایمان راوړی دی، د هغه احکام منم ، او د یوه الله جل جلاله امر دی چي وایي حجاب وکه اوزه یې کوم ، په دې کي د پوښتني او تشویش هیڅ سوال نسته، د مومن او مسلمان معنی داده چي د الله جل جلاله اوامر او نواهي به مني، نو حجاب زه هم د لمانځه ، روژې ، زکات او حج  په شان فرض بولم ؛ په نړۍ کي ځیني په نامه مسلماني ښځې د حجاب تفسیر پخپله کوي او تاویلونه پکښي کوي ، چي زه ور باندي لعنت وایم د الله جل جلاله حکم د حجاب په اړه ډېر روښانه او واضح دی ، او د علماووهیڅ پکښي اختلاف نسته.
 یوه ورځ می د یوې عیسایی ملګري سره بحث کاوه او دا یې راته وویل چې حجاب ولي کوې؟
 ماورته وویل چي ستاسو په کلیساوو کي نعوذباالله ستاسو د خدای مور بي بي مریمه ولي په حجاب کي ده؟ 
 دا چپ سوه او هیڅ يې راته ونه ویل، او ورته ومي ویل چي حجاب بي بي مریمي رضي الله عنها خوښ کړی دی نو ځکه دا زما ډېر خوښ او زما حق دی.
 
۱۱: عايشه يانګ (جاپان)
زه او حجاب د تل لپاره سره جوړه یو ، زما هغه ډول حجاب ډېر خوښ دی چي هغه ته د چا سترګي نه ور اوړي.  په حجاب کي زه په مکمل ډول سره ځان پټوم ، کله چي زه د نورو جاپانیانو ښځو سره ګورم نو دوی راته وایي چي ته د یوه ساعت اورګاډۍ د سفر او د بازار د تګ څخه وروسته راغلې او حال دا چي نه لوګی درباندي سته ، نه ګرځ درباندي سته ، اونه هم د سفر څه اثار درباندي ښکاره کیږي دا ولي؟
نوزه خپل وحجاب ته لاس وروړم ، او په مسکا سره ورته ووایم چې اسلام زه ددې چټلۍ څخه ساتلې یمه.
  
۱۲:فريحه خان (د امریکا د Rockville, Maryla څخه)
حجاب زما لپاره یوه الهي تحفه ده، دې حجاب زه نوره و الله جل جلاله ته نژدې کړې یمه، او پاته دي نه وي چي حجاب و ماته دا پيغام راکوي چي زه یوه مسلمانه یمه او د الله جل جلاله او د هغه د خوږ استاذي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ټول آوامر او نواهي پر ځای کوم، چې دا زما لپاره افتخار دی الله الحمد.


۱۳: فايزه عبدالرشيد (کاناډا)
الحمدلله چي زه لومړۍ مسلمانه یم او بیا حجاب کوم ، دا د الله جل جلاله امر دی چي زما پرسر او سترګو  قبول دی ؛ حجاب په یقیني ډول سره د ښځي لپاره ډېر ارزښت لري ، زما په اند حجاب د یوې ښځې پر ښو اسلامي اخلاقو، ښه عفت او عزت باندي دلالت کوي ، اودا دُعا کوم چي د اُمت مسلمه ټولي لوڼي دا حجاب په پوره میړانه سره وکي او د ځان  لپاره یې ویاړ وبولي. 


۱۴: کېترين بلاک (کاناډا)


زه چي کله د لومړي ځل لپاره په اسلام مشرفه سوم ، نو د حجاب کول راته څه ستونزمن وو خو الحمدلله د لوی څښتن په پوره فضل سره هرڅه راته هوسا او اوس د حجاب په کولو کي هیڅ تکلیف نلرم ، او ډېره خوښه یم که څه هم د خلکو څخه مي منفي عکس العملونه واورېدل ، زه و الله جل جلاله  ته په دې شُکر آداء کوم چي په حجاب کي کوم عزت او حیاء زما په نصیب سول د حجاب د ښکلا حس هر څوک نسي کولای، او زما مینه د حجاب سره هغه مهال نوره هم زیاته سوه چي کله په ټولنه کي راته څه بد عکس العملونه ښکاره شول. 
هغو خلکو چي زما څخه کرکه کول، وروسته یې راڅخه معذورت وغوښتی، چي ما هم معاف کړل اومننه مي ور څخه وکړل او اوس چي زه کوم حيثیت او ارزښت په ټولنه کي لرم هغه ډېرزړه وړونکی دی او زه ور څخه ظاهرا او روحا خوښه یم. 
د حجاب په کولو سره و یوې مسلماني خور ته ډېر مسئولیتونه ور په غاړه کیږي، چي دا ډېرښکلی او هیڅ تکلیف نلري، حجاب باید پر اخلاقو، کړو وړو، ورځني کار، ټولنیز ژوند، کالو، خبرو، اعمالو او افعالو، او راشه درشه کي مهم رول ولوبوي، او اغیزې ورباندي وکړي، هره مسلمانه خور باید دا ښکاره کړي چي زه حجاب کوم او ددې موخه داده چي زه د یوه الله جل جلاله حکم منم او و یوه الله جل جلاله ته عبادت کوم ؛ حجاب د دیندارۍ یو سمبول دی، که یوه خور په حجاب کي وی، ددې مطلب دادی چي باید دا خور خپل زړه ، دماغ ، دید ، او ږغ هم په حجاب کي وساتي تر څو اسلام په بشپړه  توګه سره عملي سي. 


۱۵: مېرمن عايشه محمد (ډنمارک)


کله چي زه په اسلام نه وم مشرفه سوې، نو وماته دا نه جوتېدله چي دا سړی او ښځه مسلمانان دي او که نه دي؟ 
 دا ځکه چي د مسلمانانو څهرې روښانه وي، او ځلایې له ورایه معلومېده، ځیني وخت خو مي لا داسي مسلماني مېرمني هم  لیدلي دي چي زه به يې وښکلا او ځلا ته حیرانه سوم ، نو په  لویدیځ غوندي کفري نړۍ کي مسلمانه ښځه باید خپله ښکلا او ځلا له نوروڅخه پټه کړي، او پرې نږدي چي د یو چا منحوسه دید ورباندي ولګیږي؛ دا زموږ حق دی، زه حجاب یمه او حجاب زه یمه.

 

(The status of Woman in Islam)


 ((حجاب اورساینس

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته