تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د بئر معونه فاجعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 1, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۹۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د بئر معونه فاجعه

په عين دغه مياشت کي چي دغه د رجيع د اوبو دردناکه حادثه پېښه سوه يوه بله غمجنه واقعه هم مسلمانانو ته پېښه سوه چي تر هغه اولي حادثې ډېره غمجنه او دردناکه وه، چي دغه واقعه د سيرت په کتابوکي د (بئر معونه) په فاجعه سره مشهوره ده او د هغې واقعې خلاصه داسي ده: 


عامر بن مالک چي په ملاعبُ الأ سِنه سره مشهوره ؤ او د بني عامر د قبيلې چي په نجد کي واقع وه مشر او سردار ؤ، و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى چي د اسلام عقيده او احکام ځني واوري، پسله هغه څخه چي قرآن او د اسلام احکام يې  واورېدل اسلام يې خوښ سو مګر مسلمان نه سو، اسلام يې نه رَد کړى نه قبول، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم که د مسلمانانو يوه ډله په نجد کي د بني عامر و قبیلې ته را ولېږې چي اسلام او احکام يې ورته بيان کړي او ستا دين ته يې دعوت کړي زه اميد لرم چي هغه به يې قبول کړي او  که زما قوم و اسلام ته داخل سو زه هم د هغو سره يو ځاى مسلمانېږم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

چي زه پر خپلو اصحابو د اهل نجد څخه بېرېږم، هلته نوري قبيلې سته چي د اسلام او مسلمانانو دښمني دي،عامر بن مالک و ويل: ستا اصحابو ته زه جوار ورکوم، که هر چا ستا پر اصحابو تېرئ او تجاوز وکړی لکه پر موږ بني عامر چي يې تېرئ وکړی، په دغه جِوار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اطمينان حاصل سو نو يې د خپلو اصحابِ کرامو څخه څو نفره و بني عامر ته د لېږلو دپاره اختيار کړل، اوس نو د نفرو په شمېر او عددکي دوه روايته دي څوک وايي (40) نفره وه څوک وايي (70) نفره وه خو د (70) نفرو روايت صحي دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغي اويا نفريزه ډلي مشر منذر بن عمرو رضی الله عنه  وټاکى، دغه اويا نفره ټول د قرآن کريم حافظان وه او په مسلمانانو کي علماء، ډېر صالح او د شرف خاوندان وه، کوم وخت چي عامر بن مالک ولاړى رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه نفر پسي ولېږل، دغه اصحاب کرامو په لار کي هم خلک و اسلام ته دعوتول او اسلام يې ورته بياناوه، څو و (بئر معونه) ته ورسېدل او هلته يې واړول (بئر) يعني: څا، عادتاً خلک د يو اوبو سره اړوي، نو دلته په دغه منطقه کي يو څا ؤ او مسلمانانو دلته واړول چي دغه منطقه د بني عامر او بني سُليم د قبيلو په منځ کي واقع وه. 


دغه د مسلمانانو د اړولو و منطقې ته يو بل د الله دښمن عامر بن طُفيل نژدې ؤ، چي دغه عامر بن طُفيل د عامر بن مالک ملاعبُ الأسِنه وراره ؤ، اوس نو منذر بن عمرو رضی الله عنه  چي د مسلمانانو د ډلي مشر دى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو ليک چي و دغه عامر بن طفيل ته يې ليکلى ؤ او هغه يې اسلام ته دعوتاوه د حَرام بن ملحان رضی الله عنه  په لاس و دغه عامر بن طفيل مشرک ته ور ولېږى او حرام بن ملحان رضی الله عنه  د انس رضی الله عنه  د مور ام سُلَيم رضی الله عنها  ورور دى، مګر عامر بن طفيل يو خبيث سړئ او د اسلام دښمن ؤ، کوم وخت چي حرام بن ملحان ورغلى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک يې ورکړى د مخه تردې چي دغه خبيث د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک و وايي ليک يې څيري کړی او د خپلو نفرو څخه يې و يوه ته اشاره وکړه چي وهه يې، هغه نفر هم نېزه پورته کړه او حرام بن ملحان رضی الله عنه  يې پر شا داسي و واهه چي نېزه يې تر ځيګر و وتل، په دغه وخت کي حرام رضی الله عنه  ناري کړه: (الله اکبر، فُزتُ وَ ربِّ الکعبه) يعني: د کعبې په رب مي دي قسم وي چي کاميابه سوم، بيا نو غځار سو او شهيد و وژل سو، دغه وَهل په غدر او خيانت سره وه ځکه قانون داسي دى چي قاصد يا لېږل سوى نفر نه وژل کيږي او دغه عامر بن طفيل خائن قاصد و وژى.

 
هغه نفر چي حرام رضی الله عنه  يې و واهه هغه وايي: زه په تعجب کي سوم ما و وژى او دئ وايي زه کاميابه سوم، دا ځکه چي قاتل پر آخرت، جنت او دوږخ، د ښه او بد عمل پر جزاء ايمان نه درلودى، نو خود په کاميابي هم نه پو هېدى، مګر حرام رضی الله عنه  چي مسلمان ؤ د هغه دپاره شهادت پوره کاميابي وه او په خوشاله سو نو ځکه يې و ويل: په والله کاميابه سوم، خو بيا په وروسته کي هغه قاتل هم مسلمان سو او دئ وايي: چي زما د اسلام سبب دغه د حرام رضی الله عنه  جمله وه چي ويل: (فُزتُ وَربِّ الکعبه) 


اوس چي عامر بن طفيل ملعون دغه قاصد حرام بن ملحان رضی الله عنه  په غدر او خيانت سره و وژى نو يې قصد وکړی چي د ده هغه نور مسلمانان او حافظان ملګري هم و وژني، اول خو يې د بني عامر د قبيلې څخه د مسلمانانو پر وژنه مرسته وغوښتل خو هغو دغه د ده غوښتنه نه کړه قبوله ځکه ويل ملاعبُ الأسنه جوار او امان ورکړى دى، بيا يې د بني سُليم د قبيلو څخه وغوښتل چي د دغه مسلمانانو په وژلو کي مرسته ور سره وکړي، د بني سُليم د قبيلو څخه درو قبيلو دغه د ده غوښتنه قبوله کړه چي هغه قبيلې د: عُصَيّه، رَعل او ذَکوان قبيلې وې، کفارو لښکر سره را ټول کړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحابو پر شا وخوا را وګرځېدل، مسلمانان چي د عامر  بن مالک يا ملاعب الأسنه په جِوار کي وه او هغه د دغو ټولو قبيلو رئيس ؤ په بېغمه  زړه ناست دي،

 

څوک عبادت کوي څوک قرآن مجيد وايي هيڅ داسي فکر يې نه کاوه چي څوک دي حمله پر وکړي، چي ناڅاپه لښکر پر را وګرځېدى او د هره طرفه يې حملې پر شروع کړې د (70) نفرو مسلمانانو او د درو قبيلو د خلکو په منځ کي جنګ شروع سو مسلمانانو تر هغو جنګ وکړی چي اول تر آخره ټول شهيدان سوه بېله دوو نفرو څخه چي يو يې عمرو بن اميه الضمري رضی الله عنه  ؤ او بل يې منذر بن عُقبه الانصاري رضی الله عنه  ؤ چي دغه دوه نفره د خپله ځايه څخه ليري تللي وه او د مسلمانانو اوښان يې څارل، خو يو بل درېیم نفر هم چي کعب بن زيد بن النجار نوميدى ډېر زخمي ؤ او د وژل سوو کسانو په جمله کي پروت ؤ مګر روح پکښې ؤ، کفار يې په ژوند نه سوه پوه هغه هم پاته سو، چي بيا د خندق په غزاءکي شهيد ووژل سو. 


دلته د بئر معونه سره پاته مسلمانان ټول شهيدان کړل سوه، خو هغه دوه نفره ليري وه او اوښان يې څارل، دوى هلته په دښت کي دي د هغه ځايه څخه يې وليدل چي پر هغه منطقه چي د دوى ملګرو اړولي دي په هوا ډېر مرغان ګرځي ويل والله دغه مرغان په يوه سبب دلته راټول سوي دي، دا د دښتي خلکو تجربه ده يو شئ يې حس کړى، نو هغه خپلي منطقې ته په ډېر احتياط ور نژدې سوه او د يوې لوړي غونډۍ څخه يې ورته وکتل، وې ليدل چي ملګري يې ټول وژل سوي دي او سرونه يې پرې سوي دي، اوس دغه دوه نفره مشوره سره کوي چي موږ بايد څه وکو؟ عمرو بن اميه رضی الله عنه  و ويل:

 

زما په فکر موږ بايد ولاړسو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  خبر کړو چي  دغسي واقعه پېښه سوه مګر انصاري و ويل: والله زه په دې نه يم راضي چي د هغه ځاى څخه ولاړسم چي هلته منذر بن عمرو رضی الله عنه  وژل سوى دى زه هم بايد د ده سره و وژل سم، نو يې په دواړو پرکفارو حمله وکړه، انصاري هم شهيد کړه سو او عمرو بن اميه رضی الله عنه  يې ژوندئ ونيوى اوس نو عمرو بن اميه دکفارو په لاس کي بندي سو او عامر بن طفيل د خپله ځانه سره بوتلى پوښتنه يې ځني وکړه چي څوک او د کوم ځاى يې؟ عمرو رضی الله عنه  و ويل: د بني الضُمره څخه يم، عامر بن طفيل و ويل: دا څنګه ښه کار وسو زما مور نذر اېښى ؤ چي د بني الضُمره څخه به يو مريئ آزادوي.


اصلاً بني الضمره ټول حُر او آزاد وه په هغو کي مريئ نه ؤ او د عامر مور دغسي سخت او مشکل نذر اېښى ؤ او اوس د هغې نذر د عمرو رضی الله عنه  په ايله کولو سره آداء کيږي.


 نو عامر بن طفيل و ويل: زه دي د دې دپاره ايله کوم چي زما د مور نذر آداء سي، د عمرو بن اميه رضی الله عنه  سر يې ور وخروى (چي دا په هغه وخت کي د مريي توب علامه وه) او بيا يې ايله کړی، عمرو بن اميه رضی الله عنه  په زهير او غمجن زړه د مدينې منورې پر طرف په داسي حال کي رهي سو چي ډېر ترخه خبرونه ور سره وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اويا نفرو هغو اصحابِ کرامو چي په مسلمانانو کي د ډېر فضيلت خاوندان او د قرآن مجيد حافظان وه د شهادت خبر ور سره دى، چي دې واقعې يو  وار بيا د اُحُد غمجنه ورځ ور په يادول، په اُحُد کي (70) نفره مسلمانان په مخامخ جنګ کي و وژل سوه،

 

مګر دلته (70) نفره په غدر او خيانت و وژل سوه، اوس نو عمرو بن اميه چي مدينې منورې ته رهي دى په لارکي يوه قصه لري، چي د هغې واقعې څخه ډېره لويه مسئله جوړه سوه چي لږ وروسته به دغه قصه درته بيان سي. 


خو اوس دلته د بئر معونه سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  (70) نفره اصحاب په غدر او خيانت سره شهيدان کړل سوه، بېله دې څخه چي دوى د جنګ تياري او آمادګي ولري يا دي خبر ورکړه سي، دوى د ملاعب الأسِنه په جوار کي وه په يوه ناګهاني ډول سره لښکر پر را وګرځېدى په ظلم او خيانت په نجد او غطفان کي د بني عامر په قبيلو کي ووژل سوه، دا خبر و ملاعب الأسِنه ته هغه چي د بني عامر د قبيلو رئيس او سردار ؤ ورسېدى، هغه ډېر په قهر او غضب سو، ويل:

 

هغه کسان چي ما جوار ورکړى ؤ څنګه وژل کيږي؟ ما جوار ورکړى او عامر بن طفيل و وژل؟ نو په ډېر قهر د عامر بن طفيل پر طرف ور رهي سو، هلته چي ورغلى بېله پوښتني يې حمله پر وکړه په نېزه يې پر اوږه و واهه، عامر بن طفيل زخمي سو مګر مړ نه سو، بيا يې قوم په منځ کي و درېدى او دوى يې سره خلاص کړه، خو عامر بن مالک په دغه واقعه ډېر غمجن ؤ چي څنګه هغه خلک وژل کيږي چي ده جوار ورکړى وي؟ او د دغه غمه څخه يوه هفته وروسته مړ سو. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د خپلو (70) نفرو اصحاب کرامو د وژل کېدلو خبر و رسېدى او هغه هم په دغه ظالمانه او وحشيانه طريقه سره  وژل سوي دي ډېر غمجن او خواشينى سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  به همېشه  ژړل، د اصحابِ کرامو دومره لويه ډله او بيا د قـرآن مجيد حافظان ټول په يوه  وار په غدر او خيانت سره وژل کيږي! ډېره غمجنه واقعه ده، د اُحُد د غزاء لږ وخت تېر سوى دى (70) نفره هلته شهيدان سوه او بيا (10) نفره د بني لَحيان د طرفه لږ ورځي د مخه و وژل سوه او اوس (70) نفره په نجدکي بېله جنګه په غدر او خيانت سره و وژل سوه او ټوله هم د قرآن کريم حافظان وه،

 

دا ډېر لوى غم او دردونکې فاجعه وه، نو خود رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو واقعو په پېښېدلو سره چي ټوله هم په څو  ورځو کي پرله پسې پيښي سوې ډېر زيات غمجن ؤ، غم او پرېشاني ترداسي اندازې پر غالبه سوه چي همېشه به يې و دغو قبيلو ته چي په غدر او خيانت سره يې د ده صلی الله علیه وسلم  اصحاب وژلي وه ښراوي کولې. 


امام بخاري د انس رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  (30) ورځي د سهار په لمانځه کي و هغو قبيلو ته ښراوي کولې چي د ده صلی الله علیه وسلم  اصحاب يې وژلي وه چي هغه د (رَعل او زَکوان، لَحيان او عُصَيّه) قبيلې وې او ويل به يې چي د عُصَيّه قبيلې د الله او د هغه د رسول نافرماني وکړه، ترڅو چي الله جل جلاله  پرخپل نبي قرآن نازل کړى او موږ هغه و وايه چي هغه د الله جل جلاله  دا قول ؤ (بَلّـِغُوا قَومَنَا اَنّا لَقِينَا رَبّنَا فَرَضِيَ عَنّا وَرَضِينا عَنهُ) يعني: زموږ قوم ته دا حال و رسوى چي موږ د خپل رب سره ملاقي سوو هغه زموږ څخه راضي ؤ او موږ د هغه څخه راضي يو. 


دا د هغو شهيدانو قول دى چي په ظلم او خيانت سره وژل سوي وه او الله جل جلاله  د هغو دغه د رضائيت پيغام و رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د هغو وکورنيو ته په قرآني آيات سره ورساوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه آيات په نزول سره هغه د سهار په لمانځه کي قنوت ويل، يا ښرا کول پرېښوول او په وروسته کي دغه آيات منسوخه سو. 


موږ مخ کي و ويل: چي عمرو بن اميه الضُمري رضی الله عنه  پسله هغه څخه چي د ده ټول ملګري د عامر بن طفيل د طرفه په شهادت و رسېدل او بيا دئ بندي و نيول سو، نو عامر بن طفيل دئ د دې دپاره ايله کړى چي د عامر د مور نذر آداء سي، پسله هغه څخه چي د ده سر يې ور وخراوه دئ د مدينې منورې پر طرف په غمجن زړه رهي دى، د مدينې منورې څخه چي راتلى (70) نفره وه او اوس يواځي دئ مدينې منورې ته ځي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه غمجني واقعې په حال خبر کړي، پسله هغه څخه چي ستړى سو په لارکي د يوې وُني تر سايې لاندي کښېنستى،

 

وروسته دوه  نفره نور هم راغله چي د بني کلاب د قبيلې څخه وه (بني کلاب د بني عامر د قبيلو يو ښاخ دى) هغه هم تر دغه سايه لاندي کښېنستل عمرو بن اميه رضی الله عنه  پوښتنه ځني وکړه چي تاسي څوک ياست؟ هغو ويل: موږ د بني عامر څخه يو، عمرو هم ښه خوږ مجلس ور سره شروع کړی پسله خبرو اترو هغه دوه نفره بيده سوه، عمرو بن اميه رضی الله عنه  ور ولاړ سو هغه دواړه يې و وژل، عمرو رضی الله عنه  په دې خوشاله دى چي ما خو يو څه انتقام واخستى حال دا چي هغو نفرو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه څخه د جِوار او أمان عهد او وعده درلو دل، خو عمرو بن اميه په دغه عهد نه ؤ خبر، نو اوس عمرو بن اميه رضی الله عنه  داسي دوه نفره وژلي دي چي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه د أمان عهد لري. 


خير عمرو رضی الله عنه  مدينې منورې ته ورسېدى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې د خپلو اويا نفرو ملګرو په شهادت خبرکړى او هم يې د هغو دوو نفرو حال ورته و وایه چي په لار کي يې وژلي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: تا داسي دوه نفره وژلي دي چي د هغو سره زه د صلحي او أمان عهد او وعده لرم اوس زه مجبوره  يم چي د هغو ديت به ورکوم رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني کلاب و قبيلې ته چي د بني عامر يو ښاخ دى حال و لېږى چي عمرو بن اميه په بې خبري کي دغه دوه نفره و وژل ځکه دئ نه ؤ خبر چي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جوار کي دي نو  زه به ستاسي د رضائيت دپاره د دغو دوو وژل سوو نفرو ديت درکړم. 


وروڼو! د مسلمانانو او کفارو دغه فرق دى: دا هغه بني عامر وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  (70) نفره اصحاب يې سره د دې چي د دوى د مشر او رئيس د طرفه څخه يې د جوار او أمان عهد هم درلودى، خو هغو په غدر او خيانت سره و وژل، مګر يواځي رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه بلکه ټول مسلمانان د غدر جواب په غدر سره نه وايي، غدر او خيانت د مسلمانانو خوى او  خصلت نه دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوس د هغو دوو نفرو چي په سهوه او خطاء کي وژل سوي دي ديت ورکوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو دوو وژل سوو نفرو د ديت په را ټولولو شروع وکړه او عمرو بن اميه رضی الله عنه  ته يې د هغه د نه  خبرتيا په سبب عفوه وکړه، خو د ديت په جمعه کولو کي هم يوه واقعه پېښه سوه چي هغه واقعه د بني النضير د يهودو سره د غزا سبب وګرځېدل. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته