تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د بني مصطلِق غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2020
  0


سیرت نبوي (۲۰۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي /  تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د بني مصطلِق غزاء

د هجرت د شپږم کال د شعبان مياشت را ورسېدل په دغه مياشت کي هغه لويه غزاء چي د بني المصطلِق غزاء ورته ويل کيږي پېښه سوه، که څه هم دغه غزاء د عسکري لحاظه بَرداره او اوږده غزاء نه وه مګر په دې غزاء کي داسي عجب وقائع پېښ سوه چي په اسلامي ټولنه کي يې شور او غوغا جوړ کړه، منافقين پکښي رسوا سوه، په دې غزاء کي تعزيري حدود مشروع سوه، يعني:

 

پر ځينو ګناه کونکو يا تهمت ويونكو په دُرُو سره وهل مشروع سوه، دغي غزاء و اسلامي ټولني ته صفاء او کَرامت را وړى، دغي غزاء و مسلمانانو ته عِفت او د نفس پاکي را وړل، دغه غزاء د تاريخ او سيرت علماء غَزوةُ العجائب بولي ځکه په دغه غزاءکي عجبه او نادره حادثې او واقعې پيښي سوي دي او د دغي غزاء واقعات په دې ډول سره وه: 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر ورسېدى چي حارث بن ابي ضَرار چي د بني مصطلق د قبيلې رئيس ؤ پر خپل قوم او د عربو پر نورو قبيلو ګرځي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ دپاره خلک سره را ټولوي، غواړي چي پر مدينه منوره حمله وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه خبر د تحقيق دپاره بُريده بن الحُصيب الأسلمي رضی الله عنه  ولېږى چي د دغه خبر صحي معلومات وکړي، بُريده رضی الله عنه  و بني مصطلق ته ورغلى او هلته يې په خپله د حارث بن ابي ضرار سره وليدل او خبري يې ور سره وکړې، بُريده رضی الله عنه  بيرته مدينې منورې ته راغلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې په حالاتو خبر کړى چي هو د حارث د حملې کولو إراده ده، اوس چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د حارث د حملې کولو خبر يقيني سو نو يې ډير ژر لښکر سره را ټول کړی چي د دغه لښکر مشرتوب په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  کاوه،

 

په دغه وخت کي د شعبان د مياشتي دوې ورځي پاته وې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني مصطلق پر طرف حرکت وکړی، خو په دې غزاءکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره هغه منافقان هم و وتل چي تر دغه د مخه په هيڅ غزاء کي نه وه ور سره وتلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه لښکر کي د مهاجرينو بيرغ و حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته ورکړى او د انصارو بيرغ يې و سعد بن عُباده رضی الله عنه  ته ورکړى، اوس د مسلمانانو لښکر د بني مصطلق پر طرف رهي سو، څرنګه چي د بني مصطلق قبيلې هم د جنګ او حملې دپاره ځانونه تيارول نو خود د معلوماتو دپاره يې شا وخوا نفر هم لېږل، چي د اسلامي لښکر خبر ورته را وړي، مسلمانانو دغه د بني مصطلق جاسوس ونيوى او وې وژى، کوم وخت چي حارث بن ابي ضرار او د ده سره ور سره ملګرو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د را تګ او د دوى د جاسوس د وژل کېدلو خبر و رسېدى ډېر زيات و بېرېدل او د هغو نورو قبيلو عرب چي د ده سره ملګري سوي وه د بيري په سبب ځني جلا سوه. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لښکره سره و مُرَيسيع ته ورسېدى (مُرَيسيع) د بني مصطلق د اوبو څخه يو اوبه وې چي په قُدَيد کي و ساحلي طرف ته وې او دلته يې واړول، د کفارو لښکر هم راغلى دالته يې واړول، دواړه لښکره د جنګ دپاره تيار او آماده دي. 


د مخه تر جنګ حضرت عمر رضی الله عنه  و ميدان ته ور و وتى او کفارو ته يې ور ناري کړه: د (لا إلْه الاّ الله محمّد رسول الله) کلمه و واياست، خپلي ويني مو وساتى، خپل قريبان او دوستان مو وساتى، خپل مالونه مو وساتى، يعني: مسلمانان سى زموږ د حملې څخه خلاص ياست، خو هغو د کلمې د ويلو څخه انکار وکړی، بيا د دوو لښکرو په منځ کي په غشو ويشتل شروع سوه، پسله هغه څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يو ځايي هجوم او حملې امر وکړی د جنګ په اولو دقيقو کي د بني مصطلق د مشرانو څخه لس نفره و وژل سوه  او بيرغ يې هم ولوېدى، کفارو چي دا حال وليدى په تسليمېدلو يې شروع وکړه او په يوه وار ټول تسليم سوه. 


نو د بني مصطلق ټوله قبيله مسلمانانو په غنيمت واخستل، ټول مالونه، ټولي ښځي، ټول اولادونه يې په غنيمت واخستل سوه، هغه هم په يوه حمله، ټول جنګ تر څو دقيقو زيات نه سو، سبحان الله! واقعي مسلمانانو ته دغسي آسانتياوي پېښيږي. 


نو خود ښځي د مينځيانو په شکل، هلکان د مريانو په شکل پر مسلمانانو و وېشل سوه، قصه اوږده ده مقصد دا چي د بنديانو په جمله کي جُويريه چي د بني مصطلق د قبيلې د رئيس حارث ابن ابي ضرار لور وه د ثابت بن قيس رضی الله عنه  په حصه کي ور و رسېدل او ثابت رضی الله عنه  ورته و ويل: که دغه اندازه مال راکړې زه دي آزادوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه مال و ثابت رضی الله عنه  ته ورکړی او هغه هم آزاده کړه او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه جُوَيريه و اسلام ته دعوت کړه، دې هم بېله ځنډه اسلام قبول کړى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا په نکاح کړه، كله چي دا (ام المؤمنين) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوجه سوه صحابۀ کرامو ږغ وکړی ويل:

 

دغه بنديان چي زموږ سره دي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اخښيان دي او دا نه ښايي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اخښيان زموږ سره بنديان يا مريان وي، نو يې ټوله بني مصطلق آزاد او ايله کړه او هغو  هم ايمان را وړى، حضرت عائشه الصِدِّیقه رضی الله عنها  وايي: هيڅ داسي ښځه نه پېژنم چي د هغې برکت دي پر خپل قوم تر جُويريې ډېر او زيات وي، ځکه د دې په اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د دې په نکاح د دې ټول اهل او ټوله قبيله آزاد او پرېښوول سوه، بيا يو چا د جُويريې رضی الله عنها  څخه پوښتنه وکړه چي تا څنګه ژر اسلام قبول کړی؟ حال دا چي ستا ټول قوم د مسلمانانو سره بنديان وه او دغه اوس اوس جنګ خلاص سو؟

جُوَرِيه رضی الله عنها  په جواب کي ورته و ويل: تر دغه جنګ درې ورځي د مخه ما خوب وليدى چي بدر یعني پوره او کامله سپوږمۍ (د څوارلسم سپوږمۍ يا هغه سپوږمۍ چي پوره وي په عربي کي بَدَر ورته وايي) نو جويريه رضی الله عنها  و ويل:

 

ما درې ورځي مخ کي خوب ليدى چي بدر يعني: پوره سپوږمۍ د مدينې منورې څخه را پورته سي په هوا او په آسمان کي را رهي وي څو راسي زما په غېږکي ولويږي، ما د هغه خوب ترجمه په محمّد صلی الله علیه وسلم  سره وکړه، ما ويل: دغه هدايت او لار ښوونکى دى چي ما ته راځي. 

 


نو اصلاً اسلام د دې زړه ته د الله جل جلاله  د طرفه داخل سوى ؤ، دا د اُم المؤمنين جُويريه رضی الله عنها  د اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د دې د نکاح او د دې د عزت په سبب د دې د قوم د آزادېدلو قصه وه.


اوس چي جنګ خلاص سو د بني مصطلق بنديان آزاد سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  بېرته د مدينې منورې و طرف ته رهي سو په لارکي ډيري لوى واقعې پيښي سوې، څرنګه چي د دغو واقعو د پېښېدلو سبب رئيس المنافقين عبدالله بن اُبى او د ده ملګري وه نو دا لازمه ده چي په اسلامي ټولنه کي د دغو منافقانو يو څه افعال او کردار بيان سي چي اورېدونکي وروڼه په هر عصر او زمانه کي د منافقانو په خطرو پوه او خبر سي.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته