تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د عبدالرّحمْن بن عوف (رض) سَرِيه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 8, 2020
  0


سیرت نبوي (۲۱۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اول: د عبدالرّحمْن بن عوف  رضی الله عنه  سَرِيه


د هجرت د شپږم کال د شعبان په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  د بني کلب و قبيلې ته چي په دَومَةُ الجندل کي واقع وه ولېږى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  و خپل مخ ته کښېناوه او په خپل مبارک لاس يې لنګوټه يا عمامه ور وتړل او په جنګ کي يې په ښه معامله وصيت ورته وکړی او ورته ويې فرمايل:

 

که دغو خلکو ستا اطاعت وکړی نو د دوى د پاچا لور په نکاح کړه، عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  هلته ولاړى او درې ورځي يې دوى و اسلام ته دعوتول چي په نتيجه کي ټول قوم مسلمانان سوه او عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د امره سره مطابق د بني کلب د پاچا لور چي تَما ضُر بنت الاَصبُغ نومېدل په نکاح کړه، چي د دې پلار د بني کلب د قبيلې رئيس او پاچا ؤ، البته هغه وخت په جزيرة العرب کي ملوک الطوائفي وه، يعني: هري قبيلې پاچا درلودى.   


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته