تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څوک چي قرآنکريم يو حرف ووايي الله(ج) لس نېکۍ ورکوي
  تعلیم الا سلام ویب پاڼه
  December 8, 2020
  0

څوک چي قرآنکريم يو حرف ووايي الله(ج) لس نېکۍ ورکوي

 

لیکنه مولوي نور محمد صاحب /تعلیم الا سلام ویب پاڼه


 عن ابن مسعود(رض)قال قال رسول الله (ص) من قرا حرفا من کتاب الله فله به حسنه والحسنة بعشر امثالها لا اقول(آلم) حرف. الف حرف ولام حرف وميم حرف .


ژباړه : ابن مسعود (رض) د رسول الله (ص) څخه روايت کړى دئ، چي رسول الله (ص) فرمايلي دي: که چا يو حرف د قرآنکريم ووايه  الله (ج) به په بدله کي يوه نيکي ورکړي او دغه نېکي په ثواب کي د لسو نېکيو سره برابره ده زه دا نه  وايم چي (آلم) يو حرف دئ بلکي الف يو حرف، لام بل حرف او ميم بل حرف دئ (يعنى پر (آلم)   باندي دېرش نېکۍ دي).


مطلب دا دئ چي نور عملونه پوره عمل پر يوه حسابېږي مګر قرآنکريم داسي نه دئ بلکي يوه برخه يې هم په پوره عمل حسابېږي پر يوه حرف باندي يې يوه نېکي ده او په ثواب کي د لسو نيکيو سره برابره ده لکه چي الله (ج) فرمايي: 


مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ﴿الأنعام: ١٦٠﴾ ژباړه : چا که په يوه نېکي راتلل وکړه نو ده لره لس چنده ثواب ورکول کېږي.
او دغه اندازه يې ډېره کمه ده ځکه الله (ج) فرمايي: 


وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿البقرة: ٢٦١﴾
ژباړه  : الله (ج) چي وغواړي و چا ته ثواب ورزياتوي.
 پر هر حرف باندي د لسو نېکيو مثال  رسول الله (ج)ويلى دي چي پر الف، لام او ميم باندي جلا جلا لس نېکۍ دي يعني پر (آلم) باندي دېرش نېکۍ دي. 


 په الم کي اختلاف دئ، چي د سورة بقرې د پيل الم مراد دئ او که  د
 أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ ﴿الفيل: ١﴾الم مراد دئ. که چيري د سورة بقرې الم مراد سي نو ظاهر حروفو ته اعتبار دئ ځکه په ښکاره يې درې حروف ليکل سوي دي او که د الم ترکيف الم مراد سي نو بيا د سورة بقرې د الم نهه حروفه دي چي ټوله نوي  نېکۍ الله (ج) ويونکي ته  ورکوي. د بيهقي په يوه روايت کي راغلي دي چي رسول الله (ص) فرمايي زه دا نه وايم چي بسم الله يو حرف دئ بلکې ب، س، م جلا- جلا حرفونه دي.

 

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته