تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غيرتمند او بې غيرته تفاوت:
  تعلیم الاسلا م ویب پاڼه.
  December 12, 2020
  0


د غيرتمند او بې غيرته تفاوت:

 

لیکنه: مولوی نورالحق مظهری/  تعلیم الاسلا م ویب پاڼه.

 

غيرتمند إنسان د ظالم څخه انتقام اخلي او مظلوم ته عفو کوي بې غيرته انسان ظالم ته عفو کوي او د مظلوم څخه انتقام اخلي.


غيرتمند إنسان بې دليله ورور د ورور په ګناه نه نيسي خو بې غيرته انسان په پټو سترګو همسايه د همسايه په ګناه نيسي.
غيرتمند انسان ثابته موقف لري سر ورکوي خو تر خپل موقف نه تيريږي خو بې غيرته انسان ثابته موقف نلري نوځکه تل د ترازو پلې ته ګوري هره خوا چي درنه سوه دئ دهغه سره وي.


غيرتمند انسان خپل صورت او پاليسي داسي جوړوي چي نور خلګ پسې ولاړسي او ورڅخه متاثره سي خو بې غيرته انسان تل نورو ته ګوري نوځکه يې لباس، اخلاق او کړنلاره پريوه حال نوي.


غيرتمند انسان ښځي د بازارونو څخه د کورونو بيايي خو بې غيرته انسان د کورونو څخه ښځي بازارونو ته راباسي.


غيرتمند انسان ته بې خپلواکۍ او آزادۍ ژوند هيڅ اعتبار نلري خو بې غيرته انسان ته خپل ژوند مهم وي کڅه هم د لس هاوو نفرو په غلامۍ کي وي.


غيرتمند انسان هيڅ وخت تر خپل دين او سمي عقيدې نه تيريږي خو بې غيرته انسان ته دين او عقيده هيڅ اهميت نلري تنها دجيب او خيټي ډکولو غم ورسره وي.

 

د فقر اومسکنت پيغور ته اعتبار ورنکړئ!
وقال صلى الله عليه وسلم: يأتي على الناس زمان يكون هلاك الرجل على يد زوجته وأبويه وولده يعيرونه بالفقر ويكلفونه ما لا يطيق فيدخل المداخل التي يذهب فيها دينه فيهلك.[احياء علوم الدين]


ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: پر خلګو به داسي زمانه راسي چي سړئ به د ميرمني، پلار اومور او اولادونو له لاسه هلاک کيږي، دوۍ به هغه ته د فقر پيغور ورکوي او پداسي کارونه به يې مکلف کوي چي هغه يې نسي کولاي نو داسي ځايونو ته به ورځي چي په هغه کي دئ خپل دين له لاسه ورکوي او هلاکيږي.


يعني دده ښځه، مور اوپلار او اولادونه به ودته پیغور ورکوي چي ته څنګه مسکین یې، پیسې نلرې خلګ څومره ډیري روپۍ لري؟ نو دئ بیچاره به د مجبوریته څخه داسي کارونو ته مخه کړي چي په هغو کي خپل دین له لاسه ورکوي نو هلاکت اوبربادي به یې په برخه کیږی.


نو پام کوئ چي د فقر اومسکنت په یپغور باندي دوکه نسئ او د هیچا خبره جدي ونه نیسئ خپل د ضرورت لپاره باید إنسان هڅه وکړي څومره مال چي یې لاسته راځی باید قناعت وکړي او د مال ډیریدلو لپاره هر کار اوهرشي ته لاس وانچوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته