تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دقراۤنكريم فضيلت.
  تعلیم الا سلام ویب پاڼه.
  December 15, 2020
  0

دقراۤنكريم فضيلت.

 

لیکنه دتلاوت لارښود دکتاب څخه / تعلیم الا سلام ویب پاڼه.

 

دقرانكريم دومره زياتي ځانګړتياوي دي چي انساني فكر بيخي ددې جوګه نه دئ چي ټوله په پوره ډول بيان كړي خو دومره بايد ووايو چي دقرانكريم لپاره دومره غوره والى بس دئ چي ديوه داسي څښتن كلام دئ چي ددنيا لوى امپراطور پاچهان د غلامانو په ډول هم نه مني خو بيا هم دبيلګي په ډول غواړم چي دفكر دځلا او دميني دتازه كېدو لپاره يو حديث رانقل كړو :
عن ابي سعيد (رض) قال قال رسول الله(ص) يقول الرب تبارک وتعالى من شغله  القرآن عن ذکري و مسئلتي اعطيته افضل ما اعطى السائلين و فضل کلام الله على سائر الکلام کفضل الله على خلقه.


ژباړه : ابى سعيد (رض) د رسول الله (ص) څخه روايت کوى چي رسول الله (ص) وفرمايل: رب تعالى وايي : څوک چي زما د ذکر او زما څخه د سوال کولو څخه په قرآن مشغول سي زه به هغه غوره شى ده ته ورکړم کوم چي سوال کوونکو ته يې ورکوم. د الله (ج) د کلام غوره والى پر نورو کلامونو باندى دومره زيات دئ لکه د الله (ج) بهتر والى پر خپل مخلوق باندي .
روښنايي : يعني څوک چي د قرآنكريم په زده کولو، يادولو او پوهېدلو دومره زيات بوخت سي چي د الله (ج) څخه ددعا غوښتلو وخت هم نسي ورته پاته الله (ج) وايي زه هغه غوره شى ورکوم چي دعا کوونکو ته يې ورکوم. 


په بل ځاى كي خوږ پيغمبر(ص) فرمايي :


عن عقبة بن عامر (رض) قال: خرج رسول الله(ص)ونحن فى الصفة فقال ايکم يحب ان يغدو کل يوم الى بطحان او العقيق فياتى بناقتين کوماوين فى غير اثم ولا قطيعة رحم؟ فقلنا يارسول الله (ص)! کلنا نحب ذالک. قال افلا يغدو احدکم الى المسجد فيعلم او يقراء آيتين من کتاب  الله خير من ناقتين وثلث خير من ثلث و اربع خيرله من اربع ومن اعداد هن من الابل .


ژباړه : دعقبة بن عامر (رض) څخه روايت دئ چي فرمايي : موږ په صفة کي وو رسول الله (ص) راووتئ او  راته وې فرمايل: په تاسو کي کوم يو خوښوي چي هره ورځ د عقيق يا بطحان بازار ته ولاړ سي او دوې غوره اوښي د ګناه او قطع رحمۍ پرته نيولي راولي؟ اصحابو کرامو وويل: موږ ټوله يې خوښوو رسول الله () و فرمايل: مسجد ته تلل دوه آياتونه لوستل يانورو ته ښودل تر دوو اوښانو  غوره دي . درې آياتونه تر درو او ښانو او څلور آياتونه تر څلورو اوښانو غوره دي په دغه ډول د اوښانو تر شمېر بهتر دي.


روښنايي : صفة د يو خاص سايوان نوم وو چي په نبوى مسجد کي د مهاجرو غريبانو د ناستي ځاى وو. د اصحاب صفة شمېر د بېلو روايتونو پر بنسټ کم او زيات ښودل سوى دئ علامة سيوطى(رحمة الله عليه) څه دپاسه سل نومونه ددغه مبارکانو شمېرلي دي او ددوئ په اړه يې خپلواكه رساله ليکلې ده .


 بطحان او عقيق په مدينه منوره کي ددوو ځايو نومونه دي چي د اوښانو د خرڅلاو لپاره بازار پکښي جوړېدئ د عربو اوښان ډېر خوښ وه په ځانګړي ډول يې هغه اوښان ډېر خوښېدل چي بوک به يې چاغ وو.


په پورته حديث كي دا جمله چي ( بېله څه ګناه) مطلب ځني دادئ چي د تکليف پرته يې لاسته راوړي يعني دا چي نه يې دچاڅخه په زور واخلى اونه يې د خپلو خپلوانو پر ميراث باندي قبضه کړې وي ، نه يې د چاڅخه غلا کړې وي  په همدې وجه نبى(ص) د ټولو څخه انکار وکړئ چي د ګناه پرته يعني  د هيڅ تکليف پرته په لاس ورسي دابه ډېر ښه وي خوتر دې ډېر ښه دادئ چي په مسجد کي څو آياتونه تلاوت کړي .


 دا يقينى خبره ده چي دوه اوښان لاڅه کوي که چيرى دټوله دنيا پاچاهي سړي ته ورسيږى نو څه شي ده؟ ځکه که نن نه وى سبا خو خامخا مرګ راځي او ددغه شتمنۍ څخه به په زوره جلا کيږى مګر د آياتونو ثوابونه د تل لپاره پاته کيږي .


په دنيا کښي وګورئ که چيري يو څوک و بل چاته يوه افغانۍ ورکړي اخستونکى ډېر خوشحاليږي او که زر افغانۍ ورکړي او بيا ورته ووايي چي دا زر افغانۍ درسره کښېږده زه بېرته راځم درڅخه اخلم يې په دغه صورت کښي اخيستونکى ته يواځى د امانت بار پر اوږو دئ نوره هيڅ فائده نه ورته حاصليږى او نه پرې خوشاليږي او دقرآنكريم تلاوت او ددنيا نعمتونه كه سره پرتله سي دپورته خبري برعكس كيږي يعني دقرآنكريم ثوابونه دتل لپاره دده ملكيت ګرځي او ددنيا نعمتونه يوازي دامانت بار دئ نو څوك چي ددنيا نعمتونه دقرآنكريم تر ثوابونو خوښوي دا به څومره لوى تاوان وي ؟


ببين تفاوت راه از كجا تا به كجا ؟

 

ماخذ.دتلاوت لارښود دکتاب څخه.

 

taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته