تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ددې زمانې نوي فتنې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 16, 2020
  0

ددې زمانې نوي فتنې

 

لیکنه :مولوي عبدالهادي حماد صاحب/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

دپخوانيو فتنو ترڅنګ اوس نوي فتنې هم خورا زياتي سوي دي، جاهليت په نوي بڼه راڅرګند سوى دئ، پخوا زياتي خبري او فتنې دبدعتو په اړه ، کمي ، کمي خبري داسي وي چي عقيدې او توحيد ته به يې تاوان رساوه اوس زياتي فتنې داسي رامنځته سوي دي چي بيخي دين له منځه وړي ، زموږ پخوانيو مشرانو بدعتونو ته سر نه کښته کاوه موږ څنګه شرک او کفر ته سرونه کښته کړو.

 

زه نن ورځ دې ته حاضر يم چي پر خپلو مشرانو باندي شاهدي ورکړم چي هغوى هيڅکله باطل ته نه دي تسليم سوي په پوره شجاعت او مېړانه سره دهغوى په مقابل کي درېدلي دي او هيڅ وخت يې دوى ته خپله سلاح نه ده ايښې. دراتلونکى نسل حال بيا وګورئ چي زموږ په اړه به څنګه قضاوت وکړي؟ زموږ قضاوت خو دخپلو مشرانو په اړه څرګند سو ، دا نه ده معلومه چي موږ به په تاريخ کي څه ډول نقش او قدم ولرو. ښکاره خبره ده که موږ دخپلو مشرانو پر قدمونو باندي قدمونه ايښي وه زموږ برخليک به په تاريخ کي هم داسي وي لکه ددوى نقش او قدم او که مو ددوى لاره نه وه تعقيب کړې نو ديوې خوا به مو خپل مسؤليت دغاړي نه وي اړولى او دبل لوري څخه به راتلونکى نسل زموږ څخه سخته ګيله لري.

 

ماخذ :خپل ځان وپیژنی.

 

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته