تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نیکو اخلاقو دخپلولو اوبدو اخلاقو دپریښوولو اسباب
  تعليم الاسلام ویب پاڼه
  December 21, 2020
  0

د نیکو اخلاقو دخپلولو اوبدو اخلاقو دپریښوولو اسباب او وسایل


لیکنه :علي الله متوکل:  تعليم الاسلام ویب پاڼه


۱ . د عقیدې سلامتیا: د بدو اخلاقو د پرېښوولو او نېکو اخلاقو د خپلولو لپاره د عقیدې سلامتیا ډېره مهمه ده، ځکه د انسان ټولي کړني او عادات د هغه له فکر او عقیدې څخه سرچینه اخلي.


۲ . دعاء: بل مهم سبب چي د نیکو اخلاقو د خپلولو او له بدو اخلاقو څخه د خلاصون سبب ګرځي، دعاء ده، ځکه دعاء د نېکو اخلاقو د خپلولو لپاره ډېره مفیده او ګټوره وسیله ده او د الله تعالی (جل جلاله) د رحمتونو او برکتونو ستره دروازه پر انسان را خلاصه وي.


۳ . مجاهده: مجاهده یا د نفس او خواهشاتو سره مبارزه د نیکو اخلاقو په خپلولو کي زیاته موثره ده.


۴ . محاسبه: بل شی چي د اخلاقو په سمون کي ستره ونډه لري، محاسبه ده، محاسبه یا د خپل نفس سره حساب کول دوه صورته لري یو داچی یو څوک د ګناه تر کولو وروسته د هغې د خطر په اړه فکر وکړي د الله تعالی(جل جلاله) عظمت، لويي، قدرت او قهر ور یاد کړي او دراتلونکي لپاره دا قصد وکړي چي دا ګناه به نه کوم.


۵ . د نېکو اخلاقو د نتایجو په اړه فکر کول: بل مهم شی چي د نېکو اخلاقو د خپلولو او له بدو اخلاقو څخه د خلاصون سبب ګرځي، د نېکو اخلاقو د نتائجو په اړه فکر کول دي ځکه د یو شي فائده او ثمره پیژندل او د هغه ښه نتیجه سنجول، د کار د کولو تر ټولو لویه وسیله ده.


۶ . د بدو اخلاقو د بدو عواقبو په اړه فکر کول: د بدو اخلاقو د پایلو په اړه فکر کول هم د بدو اخلاقو څخه د خلاصون او نېکو اخلاقو د خپلولو غوره وسیله ده.


۷ . د ځان د اصلاح څخه نه نا امیده کېدل: بل مهم سبب چي د اخلاقو په سمون کي عمده رول لوبوي، قوی اراده او نا امیدی نه کول دي.


۸ . لوړ همت : لوړ همت هم د اخلاقو د سمون غوره سبب دئ، ځکه لوړ همت په انسان کي د تکالیفو، سختیو او مشقتونو د ګاللو استعداد او وړتیا پیدا کوي همداسی د هر قسم اخلاقی بدګڼو څخه انسان را ګرځوي امام ابن قیم(رحمه الله) فرمايي: څوک چی د لوړ همت خاوند سو او تواضع ئې اختیار کړه، نو ځان ئې په ټولو ښایستو اخلاقو سره سمبال کړ، او دچا چي همت ټیټ سو او سر کښته سو نو په ټولو بدو اخلاقو سره ئې ځان سمبال کړ.


۹. د اخلاقي مکارمو د اصولو پابندي او ملازمه: امام ابن القیم رحمه الله فرمايي د نېکو اخلاقو اصول څلوردي که چا د دغه څلورو اصولو پابندي وکړه نو د ټولو اخلاقو څخه به برخمن وي چي هغه څلور اصول د صبر، عفت، شجاعت او عدل څخه عبارت دي:
الف. صبر: په انسان کي د سختیو زغمل د غصې کابو کول، حلم، نرمي او تلوار نه کول پیدا کوي.
ب. عفت: انسان په اعمالو او اقوالو کي د رذائلو او بدیو څخه راګرځوي او د حیاء ماده(چي د ټولو ښېګڼو سر ده) په انسان کي پیدا کوي، همدارنګه انسان د فحشاء، بخل، درواغو، غیبت او چوغلګری څخه ساتي.
ج. شجاعت: په انسان کي د ښندني او قربانۍ ماده پیاوړې کوي، او همدارنګه د غصې کابو کول او حلم په انسان کي پیدا کوي.
د. عدل: په انسان کي میانه روی او اعتدال پیدا کوي، د افراط او تفریط څخه ئې ساتي همدارنګه په انسان کي سخاء، شجاعت او حلم پیدا کوي.


۱۰ . د اخلاقي رذائلو د اصولو څخه ځان ساتنه: ابن القیم(رحمه الله) فرمايي: لکه څنګه چي، اخلاقي مکارم اصول لري همدارنګه اخلاقي رذائل هم اصول لري چي د ټولو اخلاقي بدیو منشأ او سرچینه ده دغه څلور اصول عبارت دي له: جهل، ظلم، شهوه او غضب څخه.

 

taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته