تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یوه باغوان کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 27, 2020
  0

د یوه باغوان کیسه

قاري خبیب پشت رودي  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په صحیح مسلم کي له ابوهریرة(رض) څخه روایت دی ،چي رسول الله (ص) وفرمایل یو وخت یو سړی په یوه صحراکي روان ؤ چي له اوریځي څخه یې یو آواز واورېد، چي یو څوک ورته وايې ولاړه شه د فلاني سړي باغ اوبه کړه!


که یې کتل چي د اوریځي یو برخه له نوري وریځي څخه جلاشول اوخپلې اوبه یې پریوه توره ډبرینه مځکه باندي و اورولې، بیا دغه اوبه په یوه ویاله کي وبهېدلې، دغه سړی دا هر څه په سترګو ویني، دی هم په دغو اوبوپسې روان شو، که ګوري چي دغه اوبه په باغ دننه وزي، دی هم په باغ پسي ورننه وتی، که ګوري چي په دننه باغ کي یو سړی ولاړ دی پر خپل باغ اوبه لګوي، ده له هغه څخه پوښتنه وکړه، چي ای د خدای بنده! ستانوم څه دی؟


هغه سړي هماغه نوم وریاد کړ چي ده له اوریځي څخه اوریدلی ؤ، وروسته باغوان وده ته وویل، ای د خدای بنده! ته ولي زما دنوم پوښتنه کوي، څه  پیښه ده کیسه وکړه؟ هغه ورته وویل پورته وګوره هغه لوړه وریځ وینې، ورته وایې ورشه دفلاني سړي باغ اوبه کړه، زه حیران شوم، چي دا څه کیسه ده او دا نوم دچا دی، اوس مي دا دی له تا څخه هغه نوم واورېده.


ورسته یې ورته وویل ای سړیه! ته په دې باغ کي څه عمل کوې چي ستا دومره فضیلت دي چي  الله تعالی ستا د باغ د اوبه کولو لپاره اوریځي ته حکم ورکړ؟ باغ والا ورته وویل، دا چي ته دغه بیان کوې، نوزه په هم خپل حال درته ووایم.


واوره! زه د دغه باغ حاصلات درې برخي کوم، یوه برخه صدقه کوم، بله برخه زما د اهل ؤ عیال خوراکه ده او دریمه برخه بیرته په دغه باغ کي لګوم.


(صحیح مسلم،کتاب الزهد والرقائق باب الصدقة فی المساکین)


مأخذ افضل الحکایات

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته