تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دمولانا محمد قاسم نانوتوي(رح)ستر امتياز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 28, 2020
  0

 

دمولانا محمد قاسم نانوتوي(رح)ستر امتياز

 

لیکنه :مولوي محمد مجاهد صاحب/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دمولانا محمد قاسم نانوتوي(رح) او دده دلوړ رتبه ملګرو ستره انګېزه په دين کي اسلامي غيرت وو . که څه هم مولانا محمد قاسم نانوتوي(رح) په علم کي داجتهاد درجې ته رسېدلى وو، الله(ج) ده ته په اسلامي معارف ، الاهيات ، علم کلام ، دقت ، مهارت په لوړه سويه ورکړى وو چي دده کتابونه هر يو تقرير دلپذير او حجة الاسلام ددغه خبري څرګندونه کوي مګر دده ځانګړتيا دا وه چي په ده کي اسلامي غيرت پروت وو.

 

الله(ج) ده ته دډک زړه تر څنګ ژور فکر هم ورکړى وو، ده په دې کي غور کاوه چي څنګه به دغربيانو فکري حملې چي ددې خاوري پر مسلمانانو باندي يې کوي ــ پرشا وتمبوي او څنګه به يو وخت دا هيواد ددين لپاره مرکز وټاکي. ټول عمر به يې دا ويل چي زه څنګه دا وزغمم چي دمسلمانانو نوى نسل او نوي بچيان دي دبې دينۍ او الحاد خوراک سي او زموږ دمشرانو ټولي خوارۍ دي بې ځايه ولاړي سي.


بلي ! همدا مسئله وه چي دغه مېړني انسان دغه لويه مدرسه تاسيس کړه ، زما له انده دا به ظلم وي چي څوک وايي چي دا مدرسه يوازي دڅو کتابونو دتدريس ځاى دئ ، که څوک داسي ووايي دغه کس به سبا دخپلو مشرانو په مخ کي شرمنده وي.


حضرت شيخ الهند مولانا محمودالحسن چي کله دا خبره واورېده چي دا مدرسه يوازي ددرس ځاى ناارمه سو ځکه دى په دې آند وو چي دا مدرسه يعني دارالعلوم ديوبند دمدرسې ترمقام لوړ مقام لري، بلکي دا مدرسه داسلام قلعه ده ، دمجاهدينو او داعيانو لپاره تربيت ځاى دئ .


بلي ! ګرانو وروڼو مولانا محمد قاسم(رح) اجازه ورنه کړه چي دمسلمانانو دزړه ټوټې او هغه کسان چي په رګونو کي يې دعلماؤ اولياؤ ويني جريان لري هغه دي په پوهنتونو او پوهنځيانو باندي ددين څخه ليري کړل سي.


مولانا صاحب دخپل لوى نيکه حضرت صديق اکبر په ژبه دانګليسانو په وړاندي داسي اواز وکړ: (اينقض الدين و انا حي ) ايا دين ماتيږي او زه ژوندى يم؟ نه ،  نه هيڅکله په داسي ونه سي. همدغه جمله  دده حال دژبي په حال ويل هغه جمله چي دحضرت صديق اکبر(رض) په خوله باندي ويل سوې وه او  دتاريخ په پاڼو کي وليکل سوه.


رشتيا خبره  ده که دحضرت ابوبکر صديق(رض) سيرت بيخي  تدوين نه سي دده دمعرفت لپاره بس دا يوه جمله هم بس ده او داجمله په حقيقت کي ده ته الهام وو چي پر ژبه يې جاري سوې وه.


بلي ! دديوبند دمدرسې دتاسيس هدف يوازي دصرف ، نحو او داسي نورو علومو تدريس هدف نه وو ځکه داسي مدرسې نوري هم سته لکه الازهر په مصر کي ، القرويين په مراکش کي ، زيتونة په تونس کي او داسي نوري مدرسې چي زياتي وړتياوي هم لري په هندوستان کي سته خو  صرف دنوموړي مدرسې هدف کار وو.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته