تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مولانا علامه شبیر احمد عثماني (رح)ژوند ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2021
  0

شیخ السلام مولانا علامه شبیر احمد عثماني (رحمة الله علیه)ژوند ليک


لیکنه: علی الله متوکل الرحمن/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مولانا علامه شبیر احمد عثماني (رحمة الله علیه) په ۱۳۰۵ کال د محرم الحرام پر لسمه (۱۸۸۵ میلادي) کي وزیږید. پلار یي مولانا فضل الرحمن عثماني د ډهلي له کالجه فارغه سوی او د اردو او فارسي تکړه ادیب او لوی شاعر ؤ. د دیوبند له مؤسس مولانا محمد قاسم ناناتوی رحمة الله علیه سره یي خاصه دوستي او پخې اړیکي لرلې.


مولانا علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه د شیخ الهند مولانا محمود حسن رحمة الله علیه له وتلو او تکړه شاګردانو څخه ؤ. د طالب العلمی پر مهال لا د علمي شهرت څښتن ؤ. استاذانو یي ورسره ځکه خاصه مینه لرل چي مولانا د یو ښه ذهن او تقوا خاوند ؤ. په ټول دیوبند دارالعلوم کښي یي د علم او ذهانت خبري کېدې . د دارالعلوم دیوبند له فراغت سره سم يي د استاذانو په غوښتنه په دیوبند کي د لویو علمي کتابونو تدریس ته ملا وتړل.


وروسته په ډهلي کي د فتح پور د علمي حوزې رئیس المدرسین غوره سو. دا چي حضرت علامه صاحب زړه وړونکی تقریر درلود او د علمي قلم څښتن وو ځکه نو د دارالعلوم دیوبند اراکینو یو ځل بیا د مولانا صاحب څخه دا وغوښتل چي په دیوبند کي تدریس وکړي بالاخره مولانا صاحب یو ځل بیا هلته تدریس پیل کړی.


د سیاست په میدان کي


دا چي د دیوبند دارالعلوم بنیادي مقصد د دین تبلیغ، اسلامي اشاعت او امت جوړونه ده نو ځکه دارالعلوم په سیاست او ازادۍ کي هم خاصه ونډه اخیستې ده. مولانا صاحب د دیني او علمي خدمت تر څنګ په سیاست کښي خپل ګامونه کښيښودل؛ شاید دا دده د استاذ شیخ الهند مولانا محمود حسن رحمة الله علیه یو تأثیر ؤ. ځکه مولانا محمود حسن صاحب د هغه مخکښه کسانو ځني ؤ چي د هندوستان د ازادۍ لپاره یي مټي را نغښتي او مختلف پلانونه یي جوړ کړل. 
مولانا علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه په ۱۹۱۱ میلادي کال کښي  په عملي توګه خپل نظر، ګډون او دریځ د جمیعت الانصاري له طریقه ظاهر کړی او د انګرېزانو د استعمار پر خلاف يې مسلمانانو ته وخت په وخت تحریک کونکي تقریرونه کول.


د تقریر حیرانونکی انداز


الله تعالي مولانا صاحب ته داسي د بیان او تقریر صفت ورکړی وو چي د خبرو په وخت کي هیڅوک دده د مجلس څخه نه ولاړېدل بلکي پر اورېدونکو یې ځانګړی اثر کوی..


د جمیعت الانصاري د مراد آباد په غونډه کښي يي د اسلام تر عنوان لاندي خپله مقاله و حاضرینو ته واورول چي و یي کولای سوای لوی لوی علماء تر تأثیر لاندي راولي او خلګ ورته ګوته په غاښ پاته سي، چي مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه یي په هکله داسي وايي:


 « د مولانا علامه شبیر احمد عثماني په شتون کي اوس موږ ته هیڅ فکر او غم نسته». 
د مولانا علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه د تقریراتو په مټ د هندوستان په مسلمانانو کي مذهبي او سیاسي ویښتیا را منځته سوه. په ۱۹۱۹ میلادي کال کښي یي د هند د علماؤ د ټولني (جمیعت علماء هند) د اساس خښته کښيښوده، خاص فعالیتونه یي تر سره کړه او د هند او پاکستان د علماؤ د کامیابۍ او اتفاق یو لوی راز ؤ.

 

د دارالعلوم دیوبند مدیریت


علامه عثماني صاحب په ۱۹۲۸ م کال کي جامعه عربیه ډابهیل ته ولاړ او هلته په تدریس مشغول سو وروسته په ۱۹۳۶ م کال کي د دارالعلوم دیوبند رئیس المدرسین وټاکل سو. 


علمي تبحر
مولانا علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه د تفسیر، حدیث او فقه معقولات یو ماهر مدریس ؤ، لکه څنګه چي حضرت علامه د تحریر او تبلیغ په فن کي نابغه او ممتاز وو همدارنګه د تدریس په فن کي یې هم پوره مهارت درلود. طلباء به زیات ور څخه خوشحاله وه ځکه تدریس یې هراړخیزه علمي بحثونه څپړل او پیچلي عبارت به یې په ډیره اسانه توګه تشریح کول. درس یې د طلباوو په زړونو کي د ډبرو غوندي نقش پرېښوی. کله چي به یې د حدیثو درس ورکاوه نو د اولي پېړۍ محدثین چاته یادېدل.


 د ۱۹۰۸ م څخه تر ۱۹۴۵ پوري د ۳۷ کلونو پوري په تدریس بوخت وو.
 تفسیر عثماني (کابلی تفسیر) او فتح الملهم بشرح صحیح مسلم یي د علمي تبحر کافي دلیل دی چي ددې ډول ستر علمي او تحقیقي کتابونو په څیر يې و موږ ته خپل علمي شهکار پریښودل.


وفات 


په ۱۹۱۹ میلادي کال د ډیسمبر پر ۱۳مه نیټه يې په بهال پور کښي د اجل و داعي ته لبیک ووایه او و کراچي ته راوړل سو، د کراچي په اسلامیه کالج کي و خاورو ته وسپارل سو او د جنازي لمونځ یي مولانا مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه ادا کړ.
روح یي ښاد او جنت فردوس يي ځای.

 

اللهم امین 

 

www.taleemulislam.net

سرته