تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسیحیانو! دا د چا انجیل دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 3, 2021
  0

مسیحیانو! دا د چا انجیل دی؟

 

ژباړه: عبد الله عرفان/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

ځوان عرب عالم شیخ سعید کملي صاحب خپله یوه قصه داسې بیانوي:

 

یو وخت د رېل ګاډي په تمځای کې منتظر وم چې دوه سپین ږیري امریکايي مسیحیان راغلل، دواړو مسیحیت ته خلګ دعوتول یعنې د عیسوي دین تبلیغیان وه. نو زما سره یې اول وار عام بحث شروع کړ، دا د دوی یو چل دی چې اول د دین بحث نه درسره کوي، زما سره یې هم اول زما د لباس خبره وکړه، ویل یې دا ستاسو د مغرب هیواد د خلګو عجب ښایسته رواجي لباس دی. همدغه د لباس د لارې د دین خبرو ته راغلل او یو کتاب یې راته ونیوه:

 

ما ورته وویل: دا د څه شي کتاب دی؟

دوی وویل: دا انجیل دی.

ما وویل: د چا انجیل دی؟

دوی وویل: دا د عیسی انجیل دی.

ما وپوښتل: ایا دا کتاب هغه پخپله لیکلی دی؟ ایا پخپله زمانه کي یې لیکلی؟

دوی وویل: یا

ما وپوښتل: ایا دا کتاب دې لیکوال د عیسی علیه السلام د خولې څخه لیکلی دی؟ د هغه څخه یې اورېدلی دی؟ عیسی علیه السلام ورته ویلي دي؟

دوی وویل: یا

 

ما دا پوښتني ور څخه کولې خو جوابونه یې را معلوم وه ځکه چي د دوی د نوي عهدنامې (چي دوی یې انجیل بولي) تر ټولو قدیمي نسخې تقریبا د عیسی علیه السلام د تګ څخه سل یا دوه سوه کاله وروسته لیکل شوي دي. نو دا کوم موجوده کتابونه چي دوی لري، نه یې د عیسی علیه السلام څخه اورېدلي دي او نه یې د هغه د حوارینو څخه اورېدلي دي.

 

نو ما دوی دواړو ته وویل چي موږ په اسلام کي د روایت داسي قوي معیار لرو چي کله موږ ووایو چي: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، نو موږ ته معلومه ده چي دا حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه چا اورېدلی دی او دا هم راته معلومه ده چي د هغه (صحابي) څخه دا حدیث چا اورېدلی دی او همدارنګه هغه دریم کس لا هم را معلوم دی چي دا حدیث یې اورېدلی دی، همداسي د حدیث ټول روایت کوونکي په مسلسل ډول راته معلوم دي.

 

نه یوازي دا بلکي ددې هر روایت کوونکي ژوندلیک راته معلوم دی، د هر یوه ښار، د اوسېدو حالت، د وفات نیټې، د وفات ځای، د حافظې قوت ټول راته معلوم دي.

 

دا هم راته معلوم دي چي ایا تقواداره او رښتیا ویونکي وه، احتیاط کاره وه، د روایت په الفاظو کي خطا کېدل، هېره یې لرل که یا؟ او که یې درواغ ویل؟ دا هر څه راته معلوم دي. که ددې ټولي سلسلې یو روایت کوونکی راته معلوم شو چي یا یې درواغ ویل، یا بې احتیاطه وو او یا خطا کېدی نو موږ دا ټوله سلسله پرېږدو او بیا یې نبي علیه السلام ته نه منسوب کوو.

 

نو ما ورته وویل چي ایا تاسو هم د عیسی علیه السلام ته د منسوبو خبرو په اړه داسي کولای شی لکه موږ چي یې د خپل نبي علیه السلام د خبرو د توثیق د پاره کوو؟

 

نوی دوی پخپله ژبه راته وویل: موږ نه شو کولای چي دا کتاب ثابت کړو. بس موږ هغه څه کوو چي راښوول شوي دي.
بالاخره کتاب یې بند کړی او سترګي یې پټي کړې. نو ما ورته وویل چي سبحان الله!

 

چي ته د خپل کتاب په وړاندي سترګي پټوې، نو دا خو سړی د هر ډول کتاب پیروي په پټو سترګو کولای شي.

لیکن قران موږ ته وايي چي د قران په اړه سترګي خلاصي کړو، پټي یې نه کړو،  تحقیق، تدبر او فکر پکښي وکړو.

(موږ دا قران په پوره بصیرت سره قبول کړی دی).

 

نو داسي مه کوه چي سترګي پټي کړې او ووايي چي بس زه ایمان پر لرم! په پټو سترګو پر یو شي ایمان لرل انسان د ګمراهۍ کندي ته غورځوي.

 

د مذاهبو مشهور او منلی مسلمان عالم شیخ احمد دیدات رحمة الله علیه وایي چي د مسیحیانو اوسني کتابونه چي کومو مولفینو ته منسوب دي هغوی نه دي لیکلي، د خدای کلام خو بیخي نه دی بلکي د هغو مولفینو کلام لا نه دی یعني دغه منسوب لیکوالان یې لا مجهول دي.

 

نور تفصیل او تحقیق د استاذ عبدالفغار جبیر صاحب په (بایبل پېژندنه) ) او (زما مناظره د یوه عیسوي راهب سره) کتاب کي لوستلای شئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته