تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جنتي ټولګی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 3, 2021
  0

جنتي ټولګی 

 

لیکنه : حشمت الله مياخېل غفرله/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چې د نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی :چې زما د آصحابو مثال په خوراک کې د مالګې په شان دي. چې خوارک بى مالګې ښه کيداى نشي.

 

نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى :چې د الله تعالى څخه زما د آصحابو په باره کښې وبیریږي دوى د ملامتيا نښه مه ګرځوئ. څوک چې آصحابو کرامو سره محبت ساتى، ماسره د محبت په وجه ورسره محبت ساتي,او څوک چې صحابو کرامو سره کينه ساتي،هغوى زما د بغض په وجه ورسره بغض ساتي.

 

چا چې آصحابو کرامو ته تکلیف ورکړ،هغوى ماته تکلیف راکړ,او چا چې ماته تکلیف راکړهغه الله تعالى ته تکلیف ورکړاو څوک چه الله تعالى ته تکلیف ورکوي نژدې ده چې د الله تعالى په قهرکې راسى.

 

نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى: چه زما آصحابو ته ښکنځل مه کوئ. که چېرې په تاسو کې څوک د احد دغره سره برابر زر صدقه  کړي  نو هغه د ثواب په اعتبار سره د آصحابو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین د يو مُدَ برابر هم نشي کيدلى.

 

نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى: چې څوک صحابو کرامو ته ښْکنځل کوي په هغه دي د اللـه تعالى لعنت وي او د فرښتو لعنت او د ټولو انسانانو لعنت دي پرى وي. نه د هغه فرض قبول دي او نه نفل.

 

نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى: چه الله تعالى دانبياء کرامو عليهم السلام نه پرته  د ټول مخلوق څخه  زما اصحاب راچڼ کړى دي او دوی  کې يې څلور غوره کړي دي.حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه حضرت عثمان بن عفان رضي الله حضرت علي رضي الله عنه،دوى يې زما د ټولو اصحابو څخه  غوره  ګرڅولي دي.

 

ابو سختيا نى رحمه اللـه فرمائي :چې چا حضرت ابو بکر صدیق رضي الله عنه سره محبت وکړهغه دين پوره کړ.

 

چا چې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه سره محبت وکړ هغه د دين واضحه لاره وموندله.

 

چا چې حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه سره محبت وکړهغه د الله تعالى په رڼا سره روښانه شو.

 

چا چې حضرت علي رضي الله عنه سره محبت وکړهغه د دين مضبوطه رسۍ ونيوله.

 

څوک چې د صحابو کرامو رضوان الله علیهم  اجمعین تعريف کوي هغه د نفاق څخه ځلاص دى او څوک چې د صحابو کرامو رضوان الله علیهم  اجمعین بى آدبي کوي هغه بد عادته او منافق دی،

 

د سنتو مخالِف دى، ماته بیره ده چي د هغه هيڅ عمل قبول نشي،تر څو چې دى ټولو اصحابو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین سره محبت ونه ساتى او د دوى له خوا يي زړه صفا نه شي.

 

يو حديث کې د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه وسلم ارشاد مبارک دى چې اې خلکو! زه د ابوبکر صدیق رضي الله عنه څخه خوشحاله يم، تاسو خلک دهغه مرتبه وپيژني، زه دعمر رضي الله عنه څخه، عثمان رضي الله عنه څخه، علي رضي الله عنه څخه، طلحه رضي الله عنه څخه، زبير رضي الله عنه نه، سعد رضي الله عنه څخه، سعيد رضي الله عنه څخه، عبد الرحمان بن عوف رضي الله عنه ه، ابوعبيدَ رضي الله عنه څخه خوشحاله يم .

  

   ماخذ : فضائل اعمال از حضرت شیخ الحدیث مولانا محمد زكریا كاندھلوی رحمۃ اللہ علیہ 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته