تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرګ دهلېز تر مړيني وروسته څه پيښيږي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 4, 2021
  0
د مرګ دهلېز تر مړيني وروسته څه پيښيږي؟
 
 
لیکنه :مولانا مفتي محمد تقي عثماني صاحب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
 
تر مړيني وروسته څه پيښيږي؟ ددې پوښتني قطعي او يقيني ځواب صرف د قرانکريم او متواترو احاديثو څخه معلومېدلاى سي. نن هيڅوک د خپلي مشاهدې او ليدني پر بنياد ددې پوښتني ځواب نه سي ورکولاى. دا ځکه چي هر هغه شخص چي په حقيقت کي تر مرګه پوري رسيږي او ددې نړۍ څخه يې سترګي پټيږي نو هغه دوهم وار دې نړۍ ته نه راځي. 
خبرش باز نيامد کان را که خبر شد مګر څو کاله مخکي ما يو کتاب مطالعه کړى چي په هغه کي دداسي خلکو په زړه پوري تجربې او د سترګو ليدلى حال  راټول سوي وو چي د مرګ تر دهلېزه رسېدلي وه او بيرته دې نړۍ ته راغلي وه! او دغو کسانو په تفصيل دا واقعات بيان کړل چي دوى مرګ ته په نژدې حالت کي څه  ليدلي وه؟ 
 
 
او دا د يوه تر ژوند وروسته ژوند) دى) Life after life ددې کتاب نوم   ليکنه ده.           (Raymond A Moodiامريکايي ډاکټر رېمنډ اى مودي (دى، بيا نوموړي د  (PhD)ډاکټر مودي په اصل کي د فلسفې پروفيسر طب (ميډيکل ساينس) په مختلفو څانګو کي کار کړى دى، په  ځانګړي ډول د روان شناسى (Psychology) او د دارو او درمل د فلسفې سره دده  ځانګړى شوق دى.  ډاکټر مودي ته د لومړي ځل لپاره دا پېښه د يوه بل روان شناس ډاکټر جارج ريچي په اړه معلومه سوه چي کله هغه  د پرلپسې سينه بغل مريضۍ په دوران کي مرګ ته ډېر زيات نژدې سوى وو او بيا ډاکټرانو پر هغه مصنوعي تنفس او داسي نوري طبي لاري چاري(Resuscitation) وکارولې چي تر دې وروسته هغه ډاکټر بيرته ژوند ته راوګرځېدى او جوړ سو. تر جوړېدو وروسته هغه وويل چي کله زه مړ وبلل سوم نو په دغه وخت کي ما ډېر عجب حيرانونکي او نابلده مناظر وليدل.
 
 
ډاکټر مودي دې پيښو ته ورته په نورو پيښو هم خبر سو نو دى  په ډېر زيار سره د همدغسي کسانو په لټه کي سو او د هغو سره يې ملاقاتونه پيل کړل. تر داسي اندازې چي ډاکټر مودي تقريباً ١٥٠ همدغسي مريضان پيدا کړل او د هغو سره يې مرکې وکړې او وروسته يې دغه کتاب وليکى. کله چي دا کتاب نشر سو نو په هغه لومړني کال يې ٣٠ لکه ټوکه خرڅ سول. 
ډاکټر مودي تر دې وروسته بيا هم ددې مسئلې په اړه نور ودې څېړني ته ادامه ورکړه او بيا يې پر دې موضوع نور زيات کتابونه وليکل چي په هغو کي درې کتابونه ما درې څلور کاله مخکي په امريکا کي رانيول. د هغو کتابونو نومونه دادي:
 
Life after life: 1
The light beyond: 2
Reflection on life after life: 3
او کوم څه چي زه مخته بيانوم هغه ددغو درو کتابونو څخه اخيستل سوي دي. په دې کتابونو کي يواځي د هغو کسانو حالات بيان سوي دي چي     بلل سوي(Clinically Dead) هغوى د ډيري سختي مريضۍ له کبله مړه وه مګر ددغو مريضانو د سخت حالت په خاطر ډاکټرانو د آخري کوښښ په ډول د زړه مالش او مصنوعي تنفس پر دوى استعمال کړى نو په دغه ازمايښت کي  دوي کامياب سول او دغو مريضانو (چي مرګ ته ډېر نژدې سوي وه) بيرته په هوښ کي راغلل.
 
 
 د ډاکټر مودي په وينا د کومو کسانو سره چي ده مرکې وکړې هغو ى د مختلفو مذهبونو پيروان وه او د مختلفو سيمو اوسېدونکي وه. په دوى کي هر يوه خپل ليدلى حالت او کيفيت په خپله طريقه بيان کړى دى. چا يوه خبره زياته کړې وه او چا يوه خبره کمه بيان کړې وه مګر په مجموعي ډول هغه مشترکي خبري او حالت چي تقريباً د هر يوه په بيان کي وو د هغو لنډيز  په دې ډول دى:
 
" يو شخص مرګ ته نژدې دى، د ده د بدن حالت داسي اندازې ته رسيږي چي دى خو خپله خبري اوري چي ډاکټر دده د مړيني اعلان وکړى (چي دى مړ سو!)،  ناڅاپه دى يو ږغ اوري چي ده ته تکليف ورکوي او ددې سره دى دا احساسوي چي په ډېره تيزۍ سره په يو ډېر اوږد او تاريک سوپ (تونل) کي روان دى، تر دې وروسته دغه کس ناڅاپه دا احساسوي چي دى د خپل بدن څخه جلا سو،  دى خپل جسم او بدن د ليري څخه خپله ويني او د ليري څخه خپل بدن ته ګوري. دى دا ډول صحنه ويني چي دى خپله په يو بل ښکاره وتلي ځاى کي ولاړ دى او دده پوره جسد پر چپرکټ (چارپايي) پروت دى او دده ډاکټر  دده په جسد اخته دى تر څو زړه يې په حرکت راولي او يا په مصنوعي تنفس (ساه) ورکولو مصروف دى.
 
 
تر څه وخت وروسته دى خپل دحواس پر ځاى کولو کوښښ کوي نو دى داسي احساسوي چي (دى په يو بل حالت کي دى) او دا محسوسوي چي په دې نوي حالت کي دى يو بل جسم لري (هغه خپل اصلي جسم خو يې پر چپرکټ پرېښوى مګر اوس بيا دى يو بل ډول جسم لري) مګر هغه جسم او بدن چي ده هلته پرېښوى هغه ددغه نوي دوهم بدن څخه ډېر جلا دى. ددغه نوي جسم کيفيات او څرنګوالى هم مختلف دي او ددې نوي جسم قوتونه او خواص هم بل ډول دي. يو څه وخت وروسته په همدغه حالت کي دى خپل هغه دوستان او شناخته ويني چي مخکي مړه سوي دي (داسي ورته ښکاري چي دى بلي دنيا ته راغلى دى ځکه اوس دى پخواني مړه سوي Being of lightدوستان ويني) او بيا وروسته يو روښانه او نوراني وجود  دده تر سترګو کيږي چي ده ته خبري کوي او دا ورته وايي چي ته د خپل ژوند حساب او کتاب وګوره. ددغه نوراني وجود دغه خبري ماوراءالفاظ Nonverbal وي (داسي خبري وې چي په ژبه نه کيږي) او بيا دغه نوراني وجود دده ومخته په ډېره تيزۍ سره دده د ژوند ټولي مهمي پيښي رامخته کوي او په ده يې ويني.
 
 پر ده يوه داسي مرحله راځي چي په هغه کي يو څه خنډ ويني چي په اړه يې دى داسي پوهيږي چي دا حالت د دنيوي ژوند او اخروي (تر مرګ وروسته) ژوند تر منځ سرحد دى.
 
دغه سرحد ته په رسېدو سره  دى پوهيږي چي زه اوس بيرته دنيا ته ځم، اوس لا زما د مرګ وخت نه دى راغلى. تر دې وروسته دى په يوه نابلده او نااشنا طريقه سره خپل هغه اصلي جسم ته راځي چي ده پر چپرکټ پرايښى وو. تر جوړېدو وروسته دى خپل دغه حالت نورو ته بيانول غواړي مګر لومړى خو ددغه حالاتو (چي ده ليدلي دي) د بيانولو لپاره ټول انساني الفاظ نيمګړي معلوميږي او دوهم دا چي، که چيري دى دا کيفيات نورو ته بيان هم کړي نو دوى يې مسخرې او ټوکي بولي نو ځکه دى چپ پاتيږي."
 
ډاکټر مودي د ١٥٠ دغسي کسانو سره د مرکې د لنډيز د بيانولو سره دا خبره هم څرګنده کړه چي زما دا مطلب نه دى چي په دغو ١٥٠ کسانو کي هر يوه ټوله قصه په همدې ترتيب بيان کړې ده بلکه دده په وينا چا پوره واقعه بيان کړې ده، چا ددې يوه برخه بيان بيان کړې ده او يو څه يې پرې اښې ده، د چا ترتيب يو ډول وو او د چا دا بل ډول بلکه ددې حالاتو د بيانولو لپاره ډېرو کسانو مختلف الفاظ او مختلف تعبيرات او اصطلاحات اختيار کړي دي. او دا خبره تقريباً هر شخص کړې ده چي هر څه چي موږ ليدلي دي (مرګ ته د نژدې کېدو پر وخت) هغه په خوله بيانول زموږ لپاره ډېر زيات مشکل کار دى.
 
يوې مېرمني خپل دغه مشکل په څه فلسفانه ژبه داسي بيان کړى دى:
 
" زه چي کله تاسو ته دغه ټول حالات بيانول غواړم نو زما يو اصلي مشکل دا دى چي څومره الفــاظ مـــــا ته معـــــلوم دي هـــغه ټــــــول درې ابعـــــــــادي دي (يعني د طول، عرض  او عمق په تصور کي(Three Dimensional)مقيد دي). ما تر اوسه په هندسه کي دا زده کړي وه چي په دنيا کي يواځي درې ابعاد دي مګر هغه څه چي ما (د مړيني د اعلان وروسته) وليدل نو د هغه څخه معلومه سوه چي هلته تر درو زيات ابعاد دي نو ځکه دا کيفيت او حالت په صحيح ډول بيانول زما لپاره ډېر ستونزمن دى ځکه چي زما څخه هغه مشاهدات او د سترګو ليدلى حال مجبوراً په درو ابعادي الفاظو بيانيږي."
 
 
په هر صورت، هغه مختلفو کسانو چي کوم حالات بيان کړي دي په هغو کي ځني د ځانګړي ارزښت او پاملرني وړ دي، لکه :
١: يو تاريک سوپ (تونل)
 
٢: د خپل اصلي بدن څخه جلا کېدل
 
٣: مړه سوي ملګري او دوستان ليدل
 
٤: د يو نوراني وجود سره ملاقات
 
٥: د خپل ژوند تيري سوي پيښي او عملونه ليدل
 
د هغو ټولو خبرو تفصيل چي بېلابيلو کسانو بيان کړى دى د هغه څو اقتباسات او ټوټې ډېر زړه راويښونکي او په زړه پوري دي:
 
 
ماخذ : دمرګ دهلیز
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته