تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د نزار د قلا فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 5, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۲۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د نزار د قلا فتحه کېدل

اوس نو بيا په پاته قلاوو کي يا د خيبر د اولي حصې په ټولو قلاووکي د نزار قلا محکمه او مظبوطه قلا وه، د يهودو تقريبًا دا يقين ؤ چي مسلمانان که هرڅومره کوښښ هم وکړي دغه قلا نه سي نيولاى نو ځکه يې خپلي ښځي او کوچنيان ټول په دغه قلا کي سره يو ځاى کړي وه، د يهودو په هغه د مخنيو څلورو قلاوو کي نه ښځي وې نه ماشومان هلته يواځي جنګي نفر اوسېدل، مګر دغه قلا د يهودو هغه د امان او اطمينان ځاى ؤ، دوى ويل: ښايي نوري قلاوي فتحه سي خو دغه قلا نه فتحه کيږي او اوس مسلمانانو دغه قلا محاصره کړه، څو ورځي تيري سوې مسلمانان غواړي چي د نزار قلا هم فتحه کړي خو و دې کار ته هيڅ لار نه جوړيږي، يهودو جنګ او را وتل، حملې او مبارزې، ټول پرېښوول، خاصتاً چي په دغه قلا کي ښځي او کوچنيان هم اوسيږي نو پر هغو هم بيريږي، مګر مسلمانان چي بيا هر وخت و قلا ته ور نژدې سي په غشو او ډبرو يې ولي څوک نه سي کولاى چي و دغه قلا ته ور نژدې سي، څو ورځي پر دغه محاصره تيري سوې هيڅ داسي علامه او نښانه نسته چي مسلمانان دي دغه قلا ونيسي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي هغه منجنيق چي يهودو جوړ کړى ؤ را کش کړی، منجنيق خو هغه آله وه چي په هغه سره ډبري او اورونه غورځول کېدل او يهودو د مدينې منورې د نيولو دپاره جوړ کړى ؤ، مسلمانانو هم منجنيق را کش کړی ترڅو د نزار و قلا ته يې را وستى. 


بيا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: چي هغه دباب هم راوړى (دباب) بيا يوه بله ثقيله سلاح وه چي د يهودو د قلاوو څخه مسلمانانو ته په لاس ورغلې وه او دباب داسي شئ دى چي د ډيري لوى او لوړي ځِنې په شکل د لرګو څخه جوړ سوى دى او پر (عربو) يا پايو ګرځي، چي و قلاوو ته درول کيږي او پر دغه دباب خيژې او قلا ته ور اوړي، نو اوس که دغه دباب خالي ځِنه وي او قلا ته ور نژدې سي خو د قلا خلک يې په غشو او ډبرو ولي، مګر يهودو دغه دباب د یوې داسي لويي اوږدې ځنې پر شکل جوړ کړی ؤ چي پر لرګو څرخېدل او پر عربو په پوري وهلو تله، د مخ د طرفه په څرمنو پَټَه سوې وه، ځکه که چيري دغه د دباب نفر د مقابل طرفه په غشو يا ډبرو و ويشتل سي دغه څرمني د هغه په مخ کي دي او د هغه نفر څخه غشي او ډبري په ګرځول کيږي.


اوس چي مسلمانانو دغه دباب د قلا پر طرف ور رهي کړى يهودو بيا اورونه پر را غورځول چي دغه څرمني په وسوځل سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي دغه څرمني په اوبو لندې کړی چي نه غشي، نه ډبري او نه اور تاثير پر کوي،دا خو دباب سو.


 اوس نو مسلمانان د هغه منجنيق په واسطه د قلا دېوال په لويو لويو ډبرو ولي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي په منجنيق د دېواله يو ځاى ولى، يعني: په ټولو ډبرو د دېواله يوه حصه ولى، ځکه هغه  حصه ضعيفه کيږي او نړيږي، مسلمانانو هم د دې دپاره چي په دغه ويشتلو دېوال و نړيږي د ډبرو ويشتل ټول پر يوه ځاى کول،او نور مسلمانان بيا د بله طرفه پر هغه لويو ځِنو چي دباب ورته ويل کېده پر قلا حملې کوي او ور نژدې کيږي، يهود يې په غشو او ډبرو ولي خو د هغه څرمنو  په واسطه  مسلمانان ساتلي دي، په اورو يې ولي، هغه بيا څرمني لندې دي اور نه اخلي، يهود په بېره کي دي د يوه طرفه دېوال په ډبرو ويشتل کيږي او هغه دېوال کرار کرار نړيږي او د بله طرفه مسلمانان په هغه دباباتو حملې پرکوي او کرار کرار قلا ته ور نژدې کيږي، يهود بيا هم کوښښ کوي چي دفاع وکړي خو په آخر کي مسئله تر دفاع تېره سوه او د تيښتي په فکر کي سوه.


هلته مسلمانانو د منجنيق په واسطه د قلا د دېواله يو ځاى ونړاوه او تر هغه ځاى په قلا ور ننوتل، هلته دننه په قلا کي د مسلمانانو او يهودو په منځ کي شديد جنګ شروع سو ځکه يهودو د دغي قلا څخه و نورو قلاوو ته د تيښتي لار نه درلودل، نو خود يې د جنګ لار اختيار کړه د جنګ په نتيجه کي يهودو بده ماته وخوړل، هغه کسان چي وژل کېدل و وژل سوه او هغه کسان چي تښتېدلاى سواى و تښتېدل ښځي او کوچنيان يې و مسلمانانو ته ور پرېښوول، د دغي قلا په فتحه کولو سره د خيبر اوله نيمه حصه چي د نِطاة او شق حصه وه او پنځه قلاوي پکښې وې پوره فتحه سوه، که څه هم په دغه منطقه کي هلته نوري کوچنۍ قلاوي وې مګر د هغو قلاوو اوسېدونکو چي د دغي لويي او محکمي قلا فتحه کېدل وليده هغه نوري قلاوي يې خالي کړې او د خيبر د ښار و دوهمي حصې ته چي کُتيبه وه و تښتېدل.


 ښـه! اوس خو د نزار هغه مظبوطه او محکمه قلا هم فتحه سوه، د يهودو ټوله ښځي او کوچنيان مسلمانانو بنديان ونيول او په قلا کي موجود شيان ټول مسلمانانو په غنيمت واخستل، هغه نارينه  يهود چي و تښتېدل ډېر يې د کتيبه و منطقې ته ولاړل دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دا د خيبر د قلاوو څخه آخري قلا ده چي جنګ پکښي وسو يعني: پسله دې څخه يهود جنګ نه کوي. 


په دغه قلا کي د يهودو ټولي ښځي بندياني ونيول سوې، چي په وروسته کي بیا صفيه بنت حُيى د دې د مېړه کنانه بن ابي الحقیق تر وژلو وروسته هم د بنديانو په جمله کي شامله سوه او دغه ښځي د پوره خيبر تر فتحه کولو وروسته پر مسلمانانو و وېشل سوې.


د دغو ښځو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حصه صفيّه بنت حُيى بن أخطب وه، هغه حُيى بن أخطب چي په بني قريظه کي حلال کړه سو او قصه مو د مخه درته بيان کړې ده، دغه صفيه دکنانه بن ابي الحُقيق ښځه وه چي د خيبر پاچا ؤ او هغه هم په وروسته کي و وژل سو او ښځه يې د بنديانو سره یو ځای کړل سوه، مګر د مخه تر دې چي د يهودو ښځي پر مسلمانانو و وېشل سي دِحية الکلبي رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى ويل:

 

يا رسولَ الله! د بنديانو ښځو څخه يوه مينځه ما ته راکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: ورسه يوه واخله، دئ چي ورغلى دغه صفيه د حُيَى بن اخطب لور يې واخستل،  خو د  اصحاب کرامو څخه يوه نفر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله! دغه صفيه د يوه پاچا لور او د بل پاچا ښځه ده د بني قريظه او بني النضير بي بي  ده او تا و دِحيةُ الکلبي ته ورکړه دغه ښځه بېله دې څخه چي ستا مينځه وي د بل چا سره نه ښايي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دحية الکلبي د دې سره را وغوښتى، هغه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: بېله دې څخه بله مينځه واخله او پر صفیه یې اسلام عرض کړی  او دې هم فوراً و ويل: اشهد ان لا اله الا الله و انک رسولُ الله.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تعجب کي سو چي څنګه ژر يې اسلام قبول کړی؟ د خيبر د يهودو څخه اول نفر دى چي مسلمانيږي،  نو ويل: څنګه ژر مسلمانه سوې؟ دې رضی الله عنها  و ويل: کوم وخت چي تا د مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړی زما پلار حُيى بن أخطب او زما اکا ابو ياسر بن أخطب قُباء ته در و وتل چي تا و ويني.


 وروڼو! دغه قصه مي د هجرت په شروع کي مفصله درته بيان کړې ده، ان شاء الله په ياد کي به مو پاته وي، نو ويل: زما پلار او زما اکا ستا د ليدلو دپاره در و وتل، کوم وخت چي بيرته کور ته راغله او زه کوچنۍ وم خو د دوى خبري مي اورېدې او په پوهېدم، اکا مي زما د پلار څخه پوښتنه وکړه چي آيا هغه هغه دى؟ پلار مي ويل: هـو، بيا مي اکا ورته و ويل: دا هغه نبي دى چي زموږ سره يې په تورات کي بيان سته؟ پلار مي ويل: هـو، بيا مي اکا ورته و ويل: تا يې ټوله علامې وليدلې؟ او و دي پېژندى؟ پلار مي ويل: هـو! د يهودو په رب قسم چي هغه نبي دى، اکا مي ورته و ويل: نو څه نيت دي دى؟

 

پلار مي ورته و ويل: ترڅو چي ژوندى يم دښمني به ور سره کوم، نو صفيې رضی الله عنها  و ويل: د هغه وخته څخه مي اسلام په زړه کي ؤ، زه هغه وخت پوه سوم چي ته نبي يې ځکه پلار او اکا مي دواړو شاهدي آداء کول چي ته نبي يې او اوس چي موقع برابره سوه مسلمانه سوم.


 کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې ايمان او صداقت وليدل نو رسول  الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: ته حُره او آزاده يې او دا يې په نکاح کړه نو صفيه رضی الله عنها  ام المؤمنين وګرځېده، خو د نکاح په شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې پر مخ يوه شنه لَکَه يا داغ وليدى، نو يې پوښتنه ځني وکړه چي دغه شين داغ د څه شي دى؟ دې ويل: يا رسولَ الله! و خيبر ته ستا تر را تګ د مخه ما خوب ليدى: لکه سپوږمۍ چي د خپله ځايه څخه ايسته سي او زما په غيږکي و لويږي او په والله ستا په باره کي ما هيڅ فکر نه ؤ کړى او نه مي په ياد وې، نو ما خپل خوب و خپل خاوند ته و وايه، هغه يوه ټينګه چپلاخه يا څپېړه پر مخ را سره کړه او ويل: ته هغه پاچا غواړې چي په مدينه کي دى، دا د هغې چپلاخي داغ او لَکَه ده.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  صفيه رضی الله عنها  په نکاح کړه او دا ام المومنين وګرځېده، مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نورو ازواجو مطهراتو چي د دې درجه او مقام، ادب او کمال ليدل، نو به يې کله کله په خبرو زهيرول،کوم وخت چي به يې غوښته چي و دې رضی الله عنها  ته تکليف ورکي نو به يې ورناري کړه: يا بنت يهودي! يعني: اې د يهودي لوري، سبحان الله! دا د بُنو طبيعت دى، بلکه د بشر طبيعت دى او بشر عاجزه دى، نو صفيې رضی الله عنها  به ژړل، خو يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  راغلى او دا رضی الله عنها  ژاړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه چي ولي ژاړې؟ دې ويل: يا رسولَ الله! ستا ښځي و ما ته وايي: د  يهودي لوري، مګر حُيى بن أخطب چي د صفيې رضی الله عنها  پلار ؤ د هارون عليه السلام  د اولادې څخه ؤ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: که يې بل وار دغه خبره درته وکړه، ته ورته و وايه:

 

پلار مي هارون عليه السلام  او اکا مي موسْى عليه السلام  دي، آيا په تاسي کي څوک داسي پلار او اکا لري؟ بل وار چي ورته و ويل سوه چي اې د يهودي لوري، دې ورته و ويل: پلار مي هارون او اکا مي موسْى دى په تاسي کي داسي څوک سته چي پلار يې نبي او اکا يې نبي وي؟ نو دوى بې جوابه او پټه خوله سوې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مرسته صفيه رضی الله عنها  غالبه سوه، دا د ام المؤمنين صفيې رضی الله عنها   د اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د نکاح کولو قصه وه، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نکاح د صفيه رضی الله عنها  سره په دې سبب وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښتل چي هغه شديد عداوت کوم چي د يهودو او مسلمانانو په منځ کي موجود دى د دغي خېښۍ په واسطه لږ او کم سي او په دغه خېښي سره دغه دوه متضاد قومونه سره نژدې سي، يهود و اسلام ته تشويق او را جذب سي، که نه صفيه رضی الله عنها  د ښايست او جمال خاونده نه وه، بلکه د سيرت کتابونه د دې رضی الله عنها  قيافه داسي بيانوي  چي دا رضی الله عنها  په قد ډېره کو تا ه او ګردۍ وه.

 
ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته