تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د تَيماء د يهودو سره پر جزيه صلحه
  تعلیم الاسلام ويب پاڼه
  January 11, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۳۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د تَيماء د يهودو سره پر جزيه صلحه

 

تيماء چي د يهودو بله منطقه وه کوم وخت چي د هغه ځاى و يهودو ته د خيبر د فتحه کېدلو خبر ور ورسېدى او بيا يې د فدک د يهودو اخبار واورېدل او بيا د وادي القرْى د يهودو په تسليمېدلو خبر سوه يواځي دا نه چي د مسلمانانو پر ضـد يې هيڅ مقاومت و نه کړى بلکه په خپله دوى و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى چي موږ نه جنګ غواړو نه صلحه بلکه مسلمانانو ته جزيه ورکوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د دوى دغه غوښتنه قبوله کړه او پر جزيه يې فيصله ور سره وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دوى ته د أمان ليک ور و ليکى چي د دغه ليک نوشته کونکى خالد بن سعيد رضی الله عنه  ؤ او ليک داسي ليکل سوى ؤ: 


دا د محمّد رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه و بني عادياً ته ليک دى چي د دوى ساتنه د مسلمانانو پر ذمه ده او دوى به مسلمانانو ته جزيه ورکوي، پر  دوى نه تجاوز کيږي او نه د خپله ځايه څخه ايستل کيږي، شپه يې د راحت ده او ورځ يې دکارکولو ده.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته