تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د دِمشق آمر حارث بن ابي شمر ته ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 17, 2021
  0
سیرت نبوي (۲۳۸برخه)
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د دِمشق آمر حارث بن ابي شمر الغساني ته ليک
 
دغه رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شجاع بن وهب الاُسدي رضی الله عنه  په لاس يو ليک و حارث بن ابي شمر الغساني ته چي د دمشق آمر ؤ و لېږى او دا ليک داسي ليکل سوى ؤ: 
 
«بسم الله الرّحمْن الرحيم، مِن محمّد رسولِ الله الْى الحارث بن ابي شمر! سلامٌ علْى من إتبعَ الهُدْى وَ اْمنَ  باللهِ وصَدّق، وَإنّي أدعوکَ أن تُؤمِنَ باللهِ وحدهُ لا شريکَ لهُ، فَيَبقْى لکَ مُلکُکَ».
 
يعني: پر هغه چا دي سلامتيا وي چي د حق او سمي لاري متابعت کوي او پر الله يې ايمان را وړى وي او د هغه تصديق کوي او زه تا و دې ته را بولم چي يواځي پر يوه الله هغه چي شريک نه لري ايمان را وړه، نو ستا پاچهي به و تا ته در پاته سي. 
 
حارث چي دغه ليک و وايه ډير په قهر سو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رساله يې پر مځکه وغورځول، ويل:
 
ما زما په خپله پاچهي بېروي څوک زما څخه  زما پاچهي اخستلاى سي؟ حال دا چي زه سل زره جنګي فوج لرم، دغه د دمشق آمر د غساسنه پر قبيلو حاکم ؤ چي دغه قبيلې د جزيرة العرب په شمال کي اوسېدلې، د حارث دغه شديد جواب د دې سبب سو چي بيا په وروسته کي يې د (مؤته) جنګ په وجود را وړي او د دغه وخته څخه حارث د لښکر په تيارولو او آماده کولو شروع وکړه، هغه خپل سل زره نفريز لښکر يې تياراوه چي پر مدينه منوره او مسلمانانو حمله وکړي.حارث نو دلې د خپل لښکر د تيارولو په حال کي پرېږده.
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته