سیرت نبوي (۲۴۳برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بحرين پاچا و منذر بن ساوي ته ليک
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د علاء بن الحضرمي رضی الله عنه په لاس منذر بن ساوي ته چي د بحرين آمر او پاچا ؤ ليک ولېږى چي په هغه ليک کي يې و اسلام ته دعوتا وه.
هغه وخت بحرين يواځي دغه اوسنئ بحرين نه ؤ بلکه موجوده بحرين او د إحساء ټوله منطقه پکښي داخله وه، دغه ټوله منطقې ته بحرين ويل کېده او دغه ليک هم د تاريخ په کتابو کي موجود دى، د دغه ليک لفظ او عبارت هغه د کسرْی د ليک سره يو شئ دى،
څرنګه چي منذر بن ساوى عاقل او هوښيار سړئ ؤ نو يې د علاء بن الحضرمي رضی الله عنه څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کي ډيري پوښتني وکړې او علاء هم پوره جوابونه ورته و ويل حتّْی د نجاشي په اسلام يې خبر کړى، د باذان د اسلام حال يې ورته و وايه او هغه نوري لويي لويي قبيلې چي اسلام ته داخلي سوي وې لکه خزاعه او داسي نوري د هغو په اسلام يې خبرکړی او ويل: اسلام په ټوله جزيرة العرب کي نشر سوى دى.
دلته نو د منذر بن ساوي و زړه ته اسلام داخل سو او د بحرين پاچا هم مسلمان سو، وروسته يې خپل قوم هم و اسلام ته دعوت کړى چي ځيني يې مسلمانان سوه او ځينو يې اسلام رَد کړى، يعني: قبول يې نه کړی، بيا نو د بحرين پاچا منذر رضی الله عنه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ليکل: امّابعد: يا رسولَ الله! ما ستا ليک د بحرين و اهل ته و وايه، ځينو يې اسلام خوښ کړی او پکښي داخل سوه او ځينو رَد کړی، څرنګه چي زما په مځکه کي يهود او مجوس سته د هغو په باره کي ستا امر را ته بيان که چي هغسي ور سره وکړم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وليکل:
«بسم الله الرّحمْن الرّحيم، من محمّد رسول الله إلى منذر بن ساوى: سلام عليک! فَإني احمدُ إليک الله الّذي لا إله إلا هو، و أشهد أنّ محمّداً عبدُه و رسوله، امّا بعد:
زه الله جل جلاله در په يادوم او هر هغه څوک چي نصيحت کوي په حقيقت کي هغه خپل ځان ته نصيحت کوي (يعني: ګټه يې و ده ته رسيږي) او هر هغه څوک چي زما د قاصد اطاعت کوي او د دوى د امر متابعت کوي هغه زما اطاعت او متابعت کوي، که چا و دوى ته نصيحت وکړی هغه ما ته نصيحت وکړی او زما قاصدانو ته په خير سره يادولې، زه و تا ته ستا د قوم شفاعت کوم، مسلمانو ته هغه څه ور پرېږده چي دوى پر هغه اسلام راوړى دى، که ګنهکاران د ګنهو څخه توبه وکاږي توبه يې قبوله کړه، ترکومه وخته چي ته د اصلاح کارونه کوې موږ تا د خپله کاره څخه نه معزوله کوو او هر هغه څوک چي پر يهوديت او مجوسيت پاته وي پر هغو جزيه کښېږده».
اوس نو د بحرين هغه کسان چي و اسلام ته نه سوه داخل پرخپل يهوديت او مجوسيت پاته سوه د بحرين پاچا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر پر هغو جزيه کښېښوول، په دې ډول سره بحرين او د هغه شا وخوا د اسلام د امر تابع سوه، دغه د حديبيې د صلحي په موده کي رسول الله صلی الله علیه وسلم شا وخوا ته پرله پسې ليکونه لېږل او خلک يې د يوه الله جل جلاله و عبادت او د اسلام دين ته دعوتول.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.
www.taleemulislam.net