تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ابو قُحافه رضی الله عنه اسلام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 14, 2021
  0


سیرت نبوي (۲۵۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ابو قُحافه رضی الله عنه  اسلام

 

هلته په مکه مکرمه کي د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  پلار ابو  قحافه رضی الله عنه  چي په سترګو هم معذوره ؤ دکوره ليري را وتلى دى او پر يوه غونډۍ د خپلي کوچنۍ لور يا لمسۍ سره ولاړ دى چي حالات و ويني، په خپله ابو  قحافه رضی الله عنه  په سترګو معذوره ؤ څه يې نه ليدل نو به يې د دغي نجلۍ څخه پوښتني کولې چي څه شي وينې؟ هغې ويل: 


يوه لويه سياهي معلوميږي، ابو قحافه رضی الله عنه  ويل دا لښکر دى، پسله لږ وخته يې و ويل: اوس څه شي وينې؟ نجلۍ ويل: هغه سياهي سره وېشل کيږي، ده ويل: ټولۍ ځني جوړيږي، بيا يې ويل: اوس څه شي وينې؟ نجلۍ ويل: هغه سياهي زموږ پر طرف را رهي سوه، ابو  قحافه و ويل: اوس نو کورته درځه بايد وکورته ځان ورسوو، مګر څرنګه چي ابو قحافه رضی الله عنه  ډير سپين ږيرى او ضعيفه ؤ او  ږيره يې داسي سپينه وه لکه سپين پنبه او په عين وخت کي په سترګو هم معذوره ؤ نو پر لاري ډير کرار تلى، کور ته نه ؤ رسېدلى چي لښکر پسي را ورسېدى او ابو قحافه رضی الله عنه  يې بندي ونيوى، اول يې و ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته ور وستى، هغه د اسلام په دين قناعت ورکړى او بيا يې د بيعت دپاره و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور واسته و ى، ويل: يا رسولَ الله! دا زما پلار دى بندي يې نيولى دى او دئ غواړي چي مسلمان سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: و شيخ ته مو تکليف ور کړى دى که دي ما ته ويلي واى زه به ورغلى واى چي بيعت يې را سره کړى واى. 


تاسي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه رحمت او شفقت ته وګورى چي د خپلو اصحابو سره یې درلودی. 


ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! ته د دې حقداره يې چي دئ و تا ته راسي، نو ابو قحافه رضی الله عنه  مسلمان سو او دا د عجائبو څخه ده ابو قحافه رضی الله عنه  صحابي دى، زوى يې ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  صحابي دى او د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  زامن او لوڼي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحاب دي، حتّْی د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  لمسيان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحاب دي، چي مشهوره لمسى يې عبدالله بن زبير رضی الله عنه  دى، څلور نسله ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحاب دي او بېله ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  څخه بل داسي څوک نسته چي څلور نسله دي يې اصحاب وي، دا چي د يو چا څلور نسله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحاب وي دا ابدي شرف او عزت دى چي يواځي د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په نصيب سوى دى.


 اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لښکره سره و مکې مکرمې ته په داسي ډول سره داخل سو چي سر يې په عجز او تواضع سره تر داسي اندازې کښته ځړولى ؤ چي د مبارکي  ږيري وريښتان يې د هغه خپل بوده   و ځين ته رسېدل، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عجز او تواضع وه چي د خپل رب په مقابل کي يې کول، که نه په حقیقت کي دا داسي وخت وو چي په هغه کي عزت او کرامت، نصرت او کاميابي وه، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغسي ځاى کي عجز او تواضع کول، او دغه فتحه يې د الله جل جلاله  د طرفه بلل اصلاً دا زموږ د پېشوا او لار ښوونکي د طرفه څخه و موږ ته درس او لار ښوونه ده چي د نصرت او کاميابۍ په وخت کي خپل رب عزوجل  هېر نه کړو، فخر او لويي، غرور او تکبر را څخه و نه سي، بلکه تواضع وکړو او د دغه نعمت په مقابل کي د الله جل جلاله  شکر آداءکړو. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  مکې مکرمې ته ور رهي دى. او په داسي لوړ آواز سره چي خلک یې اوري سورة الفتح وايي، د لښکر اوله حصه چي و خيف ته ورسېدل هغه د زبير بن العوام رضی الله عنه  ډله وه منطقه يې تر تسلط لاندي راوستل خپل افراد او قوه يې شا وخوا نشرکړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره يې خېمه و درول، بيانو سرورکائنات رسول الله صلی الله علیه وسلم  خیف ته را ورسېدى. 
هلته د کافر قريشو هغه کوچنئ لښکر چي د څو تنو څخه جوړ سوى ؤ کله دا قدرت لري چي د مسلمانانو په مقابل کي و دريږي، خو کوم وخت چي خالد رضی الله عنه  د خپله لښکره سره و مکې مکرمې ته داخلېدى دغه د قريشو کوچنئ لښکر يې مخ ته و درېدى، خالد رضی الله عنه  ورته و ويل: يا عِکرمه دا د الله جل جلاله  رسول دى او الله جل جلاله  مکه مکرمه ور فتحه کړه تاسي هم ايمان راوړى او مسلمانان سى دا ستاسي دپاره خير دى خو هغو د اسلامه څخه انکار وکړی، خالد رضی الله عنه   بيا ورته و ويل:

 

خپلو کورو ته ننوزى بيا هم په امان ياست موږ کار نه در لرو، هغو دکورو ننوتل هم نه کړه قبول، خالد رضی الله عنه  ورته و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ د جنګ کولو او د وژنو څخه منعه کړي یو موږ جنګ نه غواړو د لاري څخه ايسته سى پرېږدى چي موږ تېر سو، دا يې هم و نه منل، ويل: والله مکې ته به نه سى را څخه داخل مګر په توره، خالد رضی الله عنه  وليده چي لار بنده ده په مخ کي لښکر ورته ولاړ دى او په خبرو هم نه قانع کيږي نو خالد رضی الله عنه  پر خپل لښکر امر وکړی چي پر درځى، د مسلمانانو لښکر ور رهي سو او کفار په لار کي ولاړ دي نه ايسته کيږي نو خود جنګ شروع سو، ډير شديد جنګ چي د دغه جنګ په نتيجه کي اته ويشت نفره کفار و وژل سوه څليرويشت نفره د قريشو څخه وه او څلور نفره د هذيل د قبيلې هغه کسان وه چي د قريشو ملګري وه (خو د وژل سوو کسانو په شمېرکي اختلاف دى څوک يې (13 يا 14) نفره بولي) او د مسلمانانو څخه يو نفر هم و نه وژل سو مګر بيا هم د خالد رضی الله عنه  په لښکر کي دوه نفره په داسي ډول و وژل سوه چي هغه د لښکره څخه جلا سوي وه او پر بله لار رهي وه، چي هغه دوه نفره: کِرز بن جابر الفهري او خُنَيس بن خالد بن ربيعه وه. 


کوم وخت چي کفارو دغه حال وليدى چي قتل او وژنه په دوى کي شروع ده او د مسلمانانو څخه يې يو نفر هم نه دى وژلى نو ټول وتښتېدل، عِکرمه بن ابي جهل او صفوان بن اميه، تر مکې مکرمې دباندي وتښتېدل د مکې مکرمې ښار يې پرېښاوه، خالد بن وليد رضی الله عنه  په تښتېدلو نفرو پسي نفر ولېږل. 


اول به د هغه حماس بن قيس قصه درته پوره کړم كوم چي د مسلمانانو د جنګ دپاره يې اسلحه سره يو ځاى کول، دغه سړئ چي په دغه جنګ کي د مشرکانو سره ؤ او اوس يې ماته وخوړل دا هم په تېښته خپل کورته ولاړى او خپلي ښځي ته يې په تلوار سره و ويل: دروازه وتړه، ښځي يې ورته ويل: هغه ستا خبري څه سوې چي تا ويل: په والله زما اميد دى چي ځني مسلمانان به ستا نوکران کړم؟ حماس د خپلي ښځي جواب په شعر سره و وايه او ويل:

 

اِنکِ لَو شَهِدتِ يَومَ الخَندمه
واستـَقبَلنا بسيوفِ المسلـمه
ضرباً فلا يسمـع الا غَمغَـمه
اِذ فَرّ صـفوان و فَرّ عِـکرمـه
يَقطَعنَ کلَ ساعدٍ وجُمجمه
لهم نَهِيتٌ خلفَنا و هَمـهـمه
لم تَنطِقي فى اللّوم ادنْى کلمه

 

خندمه د هغه ځاى نوم دى چي د خالد بن وليد رضی الله عنه  او د مشرکانو جنګ پکښي وسو، اوس دغه حماس د خپلي ښځي په جواب کي وايي: که تا د خندمې ورځ ليدلې واى چي صفوان او عِکرمه تښتېدل او زموږ په مخه د مسلمانانو داسي توري راغلې چي بازو ګان او سرونه يې پرې کول، داسي وهل يې کول چي بېله غَمغمې بل شئ نه اورېدل کېدى (غمغمه) و هغه آواز ته ويل کيږي چي جنګي قهرمانانو به د جنګ په وخت کي د تورو د وهلو سره کاوه،(لکه زموږ په وطن کي چي به خلکو د بُټو يا لرګو د ماتولو سره کاوه) نو حماس وايي:

مسلمانانو داسي وهل کول چي بېله دغه آوازه بل شئ نه اورېدل کېدى، موږ ځغستل او زموږ تر شا د دوى را پسي هئ هئ او غُړُمبئ  ؤ، نو پام کوه چي د ملامتۍ يوه کوچنۍ کلمه هم راته و نه وايې. 


دا د هغه حماس د جنګ نتيجه وه چي و خپلي ښځي ته يې ويل: زما دا ټينګ اميد دى چي ځيني مسلمانان به ستا نوکران کړم. 


خير مشرکان وتښتېدل او خالد بن وليد رضی الله عنه  په دغو تښتېدلو خلکو پسي نفر ولېږل، علي بن ابي طالب رضی الله عنه  هم په دغه تښتېدلو نفرو پسې دى او د هغو څخه يې دوه نفره تعقيب کړي دي چي يو يې عبدالله بن ابي ربيعه ؤ او بل يې حارث بن هشام ؤ، دغه دوه تښتي او علي رضی الله عنه  تر شا توره په لاس په پسې دى، هغه دوه ځغلي نه پوهيږي چي چيري ولاړ سي؟ خو و هغو ته هغه نژدې کور د ام هاني  رضی الله عنها  کور ؤ، ام هاني رضی الله عنها   هم د ابوطالب لور او د علي رضی الله عنه  خور ده، دغه دوه نفره د ام هاني رضی الله عنها  په کور ننوتل او ويل: يا ام هاني! امان راکه، هغې ويل:

 

امان مي درکړى دى او دا دکور دروازې ته ور و وتل، که ګوري يو سپور فارِس چي په زغره او اسلحه کي پټ دى په دوى پسي را رهي دى ، ام هاني رضی الله عنها  نه و پېژندى چي دغه سپور څوک دى، فارس ته يې و ويل: ما دوى ته امان ورکړى دى، علي رضی الله عنه  د سره څخه خول ايسته کړی، ښځي و پېژندى چي ورور مي دى، نو ويل: يا علي! ما و دوى ته امان ورکړى دى، حضرت علي رضی الله عنه  ورته و ويل: يا ام هاني! دوى زموږ سره جنګ کاوه، هغې ويل: بيا هم زما په جِوار کي دي، علي رضی الله عنه  و ويل: والله تر هغو به د دغه کور تر دروازې را څخه و نه وزي ترڅو چي د دوى په باره کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر نه وي راغلی زه انتظار کوم چي د دوى په باره کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څه إراده ده؟ دا هغه کسان دي چي د صلحي ټولي لاري يې پرېښوولې او يواځي د جنګ لار يې خوښه او اختيار کړه، آیا اوس د دوى  په باره کي د ام هاني جوار يا امان قبليږي که يا؟ ام هاني رضی الله عنها  و ويل: زه په خپله و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورځم او پوښتنه ځني کوم.


 ام هاني رضی الله عنها  معلومات وکړی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  چيري دى؟ ورته و ويل سوه چي په خيف کي دى، دا خيف ته پسي ورغله، په دغه وخت کي  رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خېمه کي ؤ او غسل يې کاوه چي د فتحي يا شکر لمونځ آداء کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  غسل کوي او حضرت فاطمې رضی الله عنها  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لور پرده ورته نيولې وه پټاوه يې، ام هاني رضی الله عنها  اجازه وغوښتل اجازه ورکول سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د پردې د شا څخه خبري ور سره کولې، ام هاني رضی الله عنها   و ويل: يا رسولَ الله! و حارث بن هشام او عبدالله بن ابي ربيعه ته مي امان ورکړى دى، رؤف او مهربانه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا ام هاني! و هر هغه چا ته چي تا امان ورکړى دى موږ هم امان ورکړى دى، نو هغه دوه نفره د ام هاني رضی الله عنها  په جوار او امان د مرګه څخه خلاص سوه. 


دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او اسلام د طرفه و ښځي ته عزت او اکرام دى چي د يوې ښځي په شفاعت داسي دوه نفره چي د اسلام دښمنان او د کفارو مشران وه او د مسلمانانو سره يې بېله جنګه بله هيڅ لار نه قبلول، خو بيا هم د يوې مسلماني ښځي په امان او جوار د مرګه خلاص سوه، دا هغه درجه او عزت دى چي الله جل جلاله  په اسلام کي و ښځو ته ور کړى دى.


(دنن ورځي د ښځو د حقوقو د دعوه کونکو غرض او مقصد یواځي او یواځي د ښځي جسم او خپلي شهواني غريزې دي، دوى ښځه نه مکرمه کړې ده او نه يې مکرمه کوي بلکه دوی د ښځو د عزت او شرف لوټماران دي)


خير د مکې مکرمې پر ښار د مسلمانانو پوره تسلط راغلى هيڅ داسي قوت او طاقت نسته چي د مسلمانانو سره دي وجنګيږي، خالد بن وليد رضی الله عنه  د هغه خپله لښکره سره و خيف ته ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ور ږغ کړه ويل: يا خالد! آيا ما نه وې امر کړى چي جنګ مه کوه؟ خالد رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! والله نه يې پرېښوولو لار يې نه را کول تر څو چي جنګ ته مجبوره سوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده عذر قبول کړی او کومه ملامتي يې نه ورته و ويل. 


د هغو لسو نفرو څخه چي په مرګ محکوم سوي وه عِکرمه بن ابي جهل او صفوان بن اميه خو تر مکې مکرمې دباندي وتښتېدل، عبدالله بن سعد بن ابي سرح او هَبار بن الاسود دننه په مکه مکرمه کي پټ سوه، هند بنت عتبه هم پټه سوه، نو د هغو لسو نفرو څخه ځيني و وژل سوه، ځيني وتښتېدل او ځيني يې پټ سوه، هغه چي پټ سوه د هغو قصه به لږ  وروسته درته بيان کړم.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته