تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لنګوټه ( بګړۍ ) تړل سنت نبوي او نوی ساینس
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  February 14, 2021
  0
لنګوټه ( بګړۍ ) تړل سنت نبوي او نوی ساینس
 
لیکنه : محمد شفیق / تعلیم الاسلام ویب پاڼي 
 
 
لنګوټه تړل د فخرالموجودات ، د امام الانبیاء حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سنت ده ، او دا یو کوټلی حقیقت دئ چې د خیر البشر صلی الله علیه وسلم په هر سنت ، عمل او طریقه کي بي شماره ځلانده ګټي ایښې دې ، زه د لنګوټې مکمل تاریخ ته نه راځم او لنګوټه هغه لوی نعمت ، ویاړ او د فخرتاج دئ چې په مکمل ډول سره لیکنه ورباندي نا شونې او تروس وتلی کار دی .
 
لنګوټه تړل دنبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک سنت دی او نبي کریم صلی الله علیه وسلم  وايي:
 
عن انس رضي الله تعالی عنه قال رسوالله صلی الله علیه وسلم یا بنی من احیا سنتی فقدا حبنی ومن احبنی کان معی فی الجنة.
 
( رواه ترمذی ومشکوة )
 
ژباړه : د حضرت انس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دئ چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وماته و فرمایل زویه کوم کس چې زما د سنت سره مینه وکړی نو یقینا هغه زما سره مینه وکړه او چاچې زما سره وکړه هغه به په جنت کې زما سره وي .
 
پر لنګوټه باندي په احاديثو کې ډیر ټینګار شویدی ، خو زه په یو احادیث لیکم تر څو دا موضوع ښه روښانه شي .
 
لنګوټه ( بګړۍ ) په قرانکریم کې 
 
اذ تقول للمومنین الن یکفیکم ان یمدکم ربکم بثلثة ءالف من الملکة منزلین (۱۳۴)
 
بلی ان تصبرو وتتقوا ویاتوکم من فورهم هذا یمدد کم ربکم بخمسة ءالف من الملکة مسومین (۱۳۵)
 
ژباړه : ( یاد کړه ای محمده ! ) کله چې ویل تاموءمنانو ته چې ایا کافي (بس) به نه شي ستاسي دا چې مرسته وکړي له تاسی رب ستاسي په درې زره له پرښتو چې رالیږلی شوی وي ( له اسمانه ) .
 
هو ! ( درې زره بس کیږي ) که تاسي صبر وکړئ او ویریږئ ( له الله ) اوراشي مشرکان پر تاسی په دغه ساعت (بي له تا له یو نا څاپه ) مرسته به وکړی له تاسي سره رب ستاسی په پنځوزرو سره له پرښتو چي علامې لرونکي به وي . ( سورت آل عمران :۱۰ ۳۴- ۱۲۶ )
 
تفسیر 
 
صحابه کرامو بېشکه د بدر په میدان کي صبر او تقوا اختیار کړه او الله جل جلا له خپله داسی پوره کړله چې پنځه زره  پرښتې يي په داسي علامت چې د ټولو په سرونو باندي لنګوټه وي او د هغو شملې شاته په ملا باندي زړیدلې په ابلکو اسانو ( تورو او سپینو رنګه طاقتورو ) باندي سواره نازلې کړي ( تفسیر جلالین مخ : ۶۰ ، روح العمانی ، روح البیان )
 
 
ددې ایام مطابق په حدیث شریف کې هم راغلي دي  چې پرښتو نښانه لنګوټي وي لکه :
 
علیکم باالعمائم فانها سیماء الملئکة وار خو الها خلف ظهورکم ( مشکوة شریف : ۳۷۷ )
 
پر تاسی د لنګوټي تړل لازم دئ ، دا ځکه چې دا د ملائیکو علامه ده او تاسي د لنګوټي شمله و شاته اړوي .
 
صحابه کرام د نښانو په هکله څه وايي :
 
عن عروة بن الزبیر رضي الله عنه کانت عمامة جبریل یو بدر صفرآء نزلت الملائکة کذالک ( روح العمانی ، الجمل علی الجلالین )  
 
ژباړه : حضرت عروه بن زبیر رضي الله عنه وفرمایل چې د جنګ بدر په ورځ د حضرت جبرائیل علیه السلام لنګوټه ژړه وه ، او نورو پرښتو هم دغه ډول ( لنګوټې تړلې وې ) نازلې شوي وي .
 
نورو ملائیکو سپینې لنګوټې تړلي وې :
 
کانت سیماء الملائکة یوم بدرعمائم بیض .
 
( روح العمانی ، الجمل علی الجلالین )
 
ژباړه : ابن اسحاق او طبرانی د حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت کوي چې د جنګ بدر په ورځ د پرښتو علامې سپینې لنګوټې وي. 
 
لنګوټه ( بګړۍ ) په احادیثو کي 
 
یو صحابي رضي الله تعالی عنه وايي .
 
۱: رایت النبي صلی الله علیه وسلم علی المنبرو علیه عمامةسوادء قدارخی طرفیهابین کتفیه . ( مسلم ، ابوداؤد ، نسائي )
 
ژباړه : ما نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر منبر باندي ولیدی چې توره لنګوټه ئې وه او دواړې شملې ئې د وږو په مابین کي ځړیدلې .
 
۲: د حضرت جابر رضي الله تعالی عنه څخه وایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل:
 
رکعتان بعمامة خیر من سبعین رکعة بلا عمامة . ( جامع صغیر ) 
 
ژباړه : په لنګوټه کي دوه رکعته لمونځ کول غوره دئ تر اویا رکعته لمانځه چې بې لنګوټه وي .
 
تاسی ورته ګورئ چې لنګوټه دلمانځه د ثواب اندازه په څومره ښه ډول سره لوړوی ، چې د لنګوټي یو رکعت لمونځ دنورو لمانځو د څلویښتو رکعتوڅخه لا غوره او ښه دئ ،چې په دې حدیث مبارک کې د لنګوټې فضلیت ډیر روښانه او ځلانده دئ .
 
 
۳: حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صل الله علیه وسلم و فرمایل : 
 
علیکم باالعمائم فانها سیماء الملئکه وار خو الها خلف ظهور کم .                         ( مشکوة شریف )
 
 
ژباړه : پر تاسو باندي د لنګوټې لازم دی ، دا ځکه چې داد ملائیکو علامه ده او تاسی د لنګوټې شمله وشاته اړوی .
 
۴: د ترمذی په حواله چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم میانه لنګوټه تړله ، نه ډیره غټه لنګوټه اونه هم ډیره کوچنی لنګوټه .
 
 
۵: عن الحسن قال کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یعتم ویرخی عمامة بین کتفیه . ( طبقات ابن سعد ۴۵۶ -۴۵۵ )
 
ژباړه : د حضرت حسن رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی او فرمايي چې رسوالله صلی الله علیه وسلم به همیشه  لنګوټه تړله ، او نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د خپلې لنګوټي شمله د دواړو وږو ترمنځ کښته کړی وه .
 
 
۶: عن ارکانه رضی الله عنه النبي صلی الله علیه وسلم قال فرق مابیننا وبین المشرکین العمائم علی القلانس .     
 
( ابو داؤد ، والترمذی ، کنزالعمال ) 
 
ژباړه : حضرت رکانه رضی لله تعالی عنه فرمایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل چې زموږ مشرکانو تر منځ فرق پرخولۍ باندي د لنګوټي تړل دي .
 
د دي حدیث شریف څخه مطلب دا دی چې مشرکانو به بیله  خولۍ لنګوټه تړله او مسلمانان دي لنګوټه پر خولۍ باندي وتړي .
 
 
۷: حضرت جابر رضی الله تعالی عنه وايي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مکي د فتح په ورځ لنګوټه تړلې وه . 
 
 ( ترمذی ، ابو داؤد ،    نسايي ، ابن ماجه ، مصنف ابن ابی شیبه ، شمائل ترمذی )
 
۸: حضرت علي کرم الله وجهه فرمايي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د غدیر خم په ورځ باندي و ماته لنګوټه وتړله او د هغې یو طرف یی زما د ملا څخه کښته ګړ او ويې فرمایل الله تعالی د بدر او حنین په ورځ باندي د فرښتو په وسیله باندي زما مرسته وکړه او هغو پريشتو لنګوټي تړلې وي .
 
( ابو داؤد ، سنن الکبری ، بیهقی ، جامع کبیر ، جمع الجوامع ) 
 
۹: لنګوټه تړي ستاسو صبر به ډیر شي .  ( بیهقی )
 
۱۰: د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي د مکي د فتحي په ورځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم توره لنګوټه تړلي وه . 
 ( ابن ماجه ، ابن ابی شیبه ) 
 
انشاء الله دا لس حدیثونه مبارک کافي دي او د لنګوټي په هکله ډير حدیثونه راغلي دي همدا کافي دي  
 
 
ماخذ: اسلام اونوي څیړني 
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته