تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي رسول الله ص مسجد الحرام ته داخليږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 15, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۵۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مسجد الحرام ته داخليږي

 

کوم وخت چي حالات آرام سوه او د مکې مکرمې د فتحي ټول کارونه سرته ورسېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسلمانان سره را ټول کړه او د کعبې شريفي و طرف ته رهي سو، مهاجرين او انصار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر شا وخوا ور سره رهي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسلمانان په تکبير ويلو امر کړه رسول الله صلی الله علیه وسلم  تکبير وايي او مسلمانان هم د ده صلی الله علیه وسلم  سره تکبيرونه وايي، د مسلمانانو لښکر لس زره نفره د کعبې شريفي و طرف ته ور رهي دي، ځيني قريش د خپلو کورو څخه ورته ګوري او د ځينو څخه بېره تللې ده دباندي را وتلي دي ځکه وې لیده چي مسلمانانو پر ټوله مکه مکرمه تسلط او سيطره پيدا کړه او خبره د خطر يا جنګ پېښېدلو د حالته څخه و وتل، حتّْی د مکې مکرمې ځينو مشرانو وليده چي نور نو أمن او امان دى نو را وتلي دي او ناست دي دغه منظر او حالت ته ګوري چي په دې جمله کي حارث بن هشام، هغه چي ام هاني رضی الله عنها  امان ورکړی هم ناست دى، ابوسفيان او څو نفره نور هم ناست دي، مسلمانانو ته ګوري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر اوښ سپور دى و مسجد الحرام ته ور داخل سو، اول  حجر اسود ته ورغلى هغه يې مسحه کړی او په طواف يې شروع وکړه (البته دغه طواف بېله احرامه او په کالو کي ؤ) رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر اوښ سپور دى طواف کوي ځکه غواړي چي خلک يې و ويني او په ده صلی الله علیه وسلم  پسي اقتداء او متابعت يې وکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر بيت الله طواف کوي او سورة الفتح په طواف کي تلاوتوي:


إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ﴿الفتح: ١﴾ څو تر دغه آيات شريف پوري ورسېدى: 

 

(مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ)


تر آخره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يوه کوچنۍ لکړه ور سره وه په دغه طواف کي چي به هر وخت د حجر اسود و محاذاة يا برابري ته ورسېدى حجر اسود به يې په  دغه لکړه مسحه کړی او بيا به يې د لکړي سر مچ کړى، پسله طوافه څخه د زَمزَم څا ته ورغلى غواړي چي د دغه څا څخه اوبه وچښي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:که زه د دې څخه نه بېرېدلاى چي خلک به بيا د بني هاشم سره پر دغه اوبو منازعه کوي نو ما به په خپله سلواغه اخستې واى،

 

يعني: که زما بېره او خوف پر دې نه واى چي سقايه به د بني هاشم د لاسه ووزي ما به په خپله اوبه را کښلي واى (او که رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله اوبه راکښلي وای نو دا به زموږ دپاره سنت ګرځېدلي واى چي هر چا به په خپله اوبه را کښلاى) چي په دغه صورت کي سِقايه د بني هاشم د لاسه څخه وتل. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  ږغ کړه ويل: عباس چيري دى؟ ځکه عباس رضی الله عنه  د سقايې يا حاجيانو ته د اوبو  ورکولو او رسولو مسؤل ؤ، نو يې هغه ته و ويل: يا عباس! موږ ته اوبه را وکاږه، عباس رضی الله عنه  د زَمزَم د څا څخه د څښلو دپاره اوبه را وکښې.
بيا عباس رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه ويل: يا رسولَ الله! ستا هغه کورته ځې چي په مکه مکرمه کي دى؟ (مقصد يې هغه کور ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هجرت د مخه ژوند پکښي کاوه، د خديجې  رضی الله عنها  کور) رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا عُقيل موږ ته کور را پرې اېښى دى؟

 

عقيل د ابوطالب زوى ؤ کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مکې مکرمې څخه هجرت وکړی او بيا د ده صلی الله علیه وسلم  لوڼو هجرت وکړی کور خالي پاته سو څوک نه پکښي اوسېدل، څو کاله پر دغه حال پاته ؤ بيا نو عُقيل هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  کور خرڅ کړى او قېمت يې هم ده واخستى، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مقصد دا ؤ چي کور خرڅ سوى دى او د ده صلی الله علیه وسلم  د کورنۍ څخه يو چا خرڅ کړى دى چي هغه عُقيل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى ؤ، نو ويل اوس نه سم کولاى چي 
و سړي ته ورسم او و وايم دا زما کور دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نولس ورځي په مکه مکرمه کي پاته سو او په خېمه کي اوسېدى ځکه کور يې نه درلودى چي پکښي واوسيږي.  


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړی چي قريش دي را ووزي او را دي سي، قريش را و وتل او د کعبې شريفي سره ورته را ټول سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صفا غونډۍ ته وختى او ډيره عظيمه خطبه يې و ويل، د الله جل جلاله  حمد، مجد او عظمت يې و وايه، د الله جل جلاله   ثناء او صفت يې وکړی، پر خپل ځان يې درورد و وايه بيا يې د اسلام د احکامو په بيانولو شروع وکړه، هغه د جاهليت عادات او کارونه لکه شرک، قتل او قتال، د وينو تويول يې لغوه کړه، په دغه ځاى کي يې سود او ربا حرام کړه او وې فرمايل: د جاهليت ټول کارونه زما تر پښو لاندي دي (يعني: عبث او بېهوده کارونه دي) تر دې وروسته نه اعتبار لري او نه عمل په کيږي، اوس اسلام او د هغه احکام د اعتبار وړ او د عمل قابل دي، اسلام او د هغه احکام پر خلکو آمر دي، د جاهليت ټول عادات او رسومات، رواجونه او کارونه لغوه دي بېله سِدانې، سِقايې، او رفادې، يعني: د بيت الله الحرام اهتمام او غم خوردني، چي و دغه ته سِدانه ويل کېده او دحاجيانو د اوبو او خوړو خدمت چي و دغه ته سقايه او رِفاده ويل کېده، دغه کارونه پر خپل ځاى پاته دي، د دغو دوو کارو فخر او شرف پر خپل ځاى محفوظ او باقي دى ځکه دغه لوى او مهم کار ؤ، خدمت او سخا پکښې وه مګر د جاهليت نور ټول کارونه او په هغو سره فخر کول رسول الله صلی الله علیه وسلم  لغوه کړه.


 بيا يې قريشو ته هغه خپله مشهوره جمله و ويل او وې فرمايل: 


«يا معشر القريش! مَا تَرَونَ اَنّى فَاعِلٌ بِکُم؟» اې قريشو! څه فکرکوى چي زه به ستاسي سره څه وکم؟ هغو و ويل: د خير اميد مو دى مهربانه ورور او مهربانه وراره يې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زه و تاسي ته داسي وايم لکه يوسُف عليه السلام  چي و خپلو وروڼو ته و ويل: «لاَ تَثرِيبَ عَلَيکُمُ اليَوم» زما د طرفه نن پر تاسي هيڅ ملامتي نسته ورځى تاسي آزاد ياست، يعني: زما د جزاء څخه عفوه ياست، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ټول اهل مکې ته عفوه وکړه او ټول يې معاف کړه.


ستاسي خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو په مقابل کي د قريشو هغه بد عملونه، بنديز، جنګونه، آزارونه، ټول په ياد دي، مګر نن  ورځ د بدلې او انتقام پر ځای رؤف او رحيم رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ټول اهل مکې ته عامه عفوه کوي.


 اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دلته په مکه مکرمه کي دى په مکه مکرمه کي پوره أمن  او امان دى لښکر موجود دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دلې دى او د خلکو په منځ کي ګرځي څوک د دين او اسلام پوښتني ځني کوي څوک ستړې مسې ور سره کوي څوک يې د حال او احوال پوښتنه کوي، اسلام پر مکه مکرمه پوره مسلط دى په دغه وخت کي يوه واقعه پېښه سوه، هغه دا چي يو نفر چي فُضاله بن عُمير الليثي نومېدى، دغه سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو إراده درلودل، يو خنجر يې د ځان سره پټ کړى دى او غواړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په و وهي، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر کعبه شريفه طواف کاوه او فضاله په ډيره آرامي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و طرف ته ور رهي دى، کوم وخت چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور نژدې سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: فُضاله يې؟

 

ده ويل: هو يا رسولَ الله! فضاله يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د ځان سره دي څه خبري کولې؟ هغه ويل: يا رسولَ الله! د الله ذکر مي کاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وخندل (د ده په نيت خبر ؤ) او ويل: يا فُضاله! د الله څخه مغفرت و غواړه، هغه ويل: استغفر الله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل مبارک لاس د فضاله پر ځيګر کښېښاوه او ويل: د الله څخه مغفرت وغواړه، فضاله ويل: استغفر الله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل مبارک لاس ځني را پورته کړی، فُضاله وايي: د مخه تردې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاس راباندي کښېږدي د مځکي پر مخ مي د هيچا سره دومره عداوت نه درلودى لکه د ده صلی الله علیه وسلم  سره، خو لاس يې لانه ؤ را څخه پورته کړى چي د الله جل جلاله  په ټولو مخلوقاتو کي هيڅ شئ تر ده صلی الله علیه وسلم  ما ته خوښ او ګران نه ؤ،

 

يعني: په دغه يوه لحظه کي تر ټولو مخلوقاتو او موجوداتو و ما ته ګران او محبوب وګرځېدی.  دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه معجزه ده.


كله چي فضاله د دې ځاى څخه رهي سو او خپل کور ته ځي هلته په لار کي يوه ښځه وه چي فضاله د هغې سره ناوړه تعلقات درلودل او کله کله به د هغې و ملاقات ته ورتلى، هغې ښځي وليدى او ويل: راسه چي خبري اتري سره وکو، فضاله د هغې ښځي غوښتنه په بيتو يا اشعارو سره ور رد کړه، څرنګه چي هغه بيتونه په عربي دي زه به يې ترجمه درته را نقل کم، فضاله وايي: دې ماته و ويل: راسه چي مجلس او خبري سره وکو، ما ويل: يا! دغه کار الله او اسلام پر ما منعه کړى دى، که ما محمّد صلی الله علیه وسلم  او د ده ډله د فتحي په ورځ نه واى ليدلي چي بتان يې ماتول زه به درغلى واى، مګر د  الله دين مي د ورځي په مثل روښانه و ليدى او شرک دومره تاريک دى چي تاريکۍ پټوي، يعني: تر تاريکيو لا تاريک دى، نو فضاله د هغې ښځي غوښتنه نه کړه قبوله.


اوس نو ځيني خلک لمنځونه کوي ځيني طوافونه کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ناست دى او اصحاب کرام شا وخوا پر را ګرځېدلي دي، داسي معلوميږي لکه د څوارلسم سپوږمۍ چي په شپول يا هاله کي وي او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ولاړ سو د خلکو په منځ کي ګرځي، هلته ابوسفيان يو ځاى ناست دى په فکر او چرت کي ډوب دى په دې باره کي فکر وهي او د ځان سره وايي: اوس چي مکه مکرمه تسليم سوه زه بايد څه وکم؟  اوس څنګه کولاى سم چي اهل مکه او قريش سره را ټول کم او د ځينو عربو څخه مرسته وغواړم بيا يو لښکر جوړ کم او د مسلمانانو سره و جنګېږم. 


په دغه فکرکي غمجن ناست دى د ځان سره نقشې جوړوي چي څنګه به په دې کار کي کاميابه او موفق سم؟ په خپل فکر کي ډوب دى چي پر اوږه يې يو لاس کښېښوول سو، ده چي مخ ور واړاوه او ورته وې کتل! رسول الله صلی الله علیه وسلم  ور ته ولاړ دى او ورته و يې ويل:يا اباسفيان! هغه وخت به دي نو الله جل جلاله  وښويوي، يعني: که ته لښکر سره راټول کړې نو به دي الله جل جلاله  ذليله کي، ابوسفيان وايي دلته مي نو اسلام زړه ته داخل سو، څوک دى چي د زړه په حال خبريږي؟ دئ صلی الله علیه وسلم  څنګه پوه سو چي زه د څه شي په باره کي فکر کوم؟ 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته