تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دامام اعظم (رح ) وصيت خپلو مخورو شاګردانوته
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 18, 2021
  0

دامام اعظم (رحمة الله عليه ) وصيت خپلو مخورو اومشهورو شاګردانوته


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دامام ابويوسف(رحمة الله عليه) څخه روايت دى چي موږيوڅوتنه دامام صاحب دشاګردانوڅخه دامام اعظم(رحمة الله عليه) په حضورکښي په يوه باراني ورځ کښي سره يوځاى سو ددغه ملګروڅخه داؤد طائى ،عافية الاودى ، قاسم بن معن مسعودي ، حفص بن غياث النخعي ، وکيع بن الجراح، مالک بن مغول ، زفر بن الهذيل ، اوداسي نورکسان وه امام اعظم رح زموږ لوري ته متوجه سواو وي فرمايل:

 

تاسوزما دزړه خوشحالي راوستونکي ياست اوزما دغم ليري کونکي ياست ماتاسوته دعلم ځين (دسوارلۍ)  اوملونه جوړکړي دي که مو خوښه سوه باندي سپاره سى (يعني فقهي مسائلي مي  درښودلى دى که موخوښه سوه عملي يې کړى اونوروته يې ورسوى) په داسي حال کي مي پرې ايښي ياست چي خلګ به ستاسوشاته ځي دالفاظو لټه به موکوي خپلي غاړي به تاسوته کښته کوي ستاسوڅخه هريودقضا صلاحيت لرى.

 

په تاسوکي لس کسان دي چي قضا وکړي زه تاسوته سوال په الله(جل جلاله) سره کوم (يعني الله(جل جلاله) درته واسطه کوم ) اوهغه لوي علم چي الله(جل جلاله) تاسوته درکړى دى  (واسطه کوم ) چي د (پاچا ) څخه دقضا د غوښتلودذلت څخه ځان وژغورى که په تاسوکښي د يوه څخه دقضا غوښتنه وسوه اوپه ده کښي يوه نيمګړتيا وه چي الله(جل جلاله) دخلګوڅخه پټه کړي وه قضا نده ورته روا(اوددې لاري څخه پيداسوى) رزق ندى ورته حلال که يې پټ حالات دښکاره حالاتوپه څيروه (يعنى پټي نيمګړتياوى يې نه درلودي ) قضا ورته روا ده (اوددې لاري څخه په لاس ورغلي ) رزق ورته حلال دى که څوک دقضا و دندي ته داړتيا له مخى مجبورسي نودځان اوخلګوترمنځ دي پرده نه ځړوى پنځه وخته دي لمونځ په جماعت سره (په مسجد) کښي اداکوى اودهرلمانځه پروخت دي (پدې ډول) ناره وکړي څوک حاجت لرى ؟

 

(زما سره ملاقات کولاى سي ) اودماخستن په لمانځه کښي درې واره دغه ناره کوه بيا کورته ځه که څوک مريض سو دقضا په ځاى کښي يې دکښيناستلوتوان نه درلودى دمريضۍ دورځوتنخوا (معاش ) دى د(بيت المال څخه ) نه اخلي که امام المسلمين (آمر) چم وکړى (يعنى په بيت المال کښي يې خيانت وکړى ) يائى په ظلم سره فيصله وکړه امامت يې باطل دى اوحکم يې دمنلووړندى که يې په ډاګه اوښکاره ګناه وکړه ( د حد شرعى سزا ورکول باندى واجب ده ) هغه نژدې قاضي دي حد باندي قائم کړي .


ماخذ : دامام اعظم (رحمة الله عليه ) وصيتونه 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته