تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور په شیدو کي ۸۰ ګټې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 18, 2021
  0

د مور په شیدو کي ۸۰ ګټې

 


محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دریمه  برخه


۴۰: هغو ماشومانو چې تی ئې رودلی وې پرهغو باندي واکسین ښه اغیزه کوي .


۴۱: د مور شیدې ماشوم د لویو کولمو له الهتاب څخه ژغوري .


۴۲: هغو ماشومانو چې د مور شیدې ئې رودلي وي زیات بچي راوړي او عقیم ډیر لږ پکښي وي .


۴۳: د مور د شیدو خوراک او هضم تر پوډري شیدو هو سا او ژر صورت نیسي .


۴۴: د مور شیدې مفتي دي نسبت و پوډري شیدو ته .


۴۵: پوډري شیدې قیمتې او ځیني خولا داسي قیمتې دي چې رانیول ئې د هر چا وس نه دئ .


۴۶: پوډري شیدې په دې هره ورځ تر بلي ګرانیږي چې دولتونه هر کال نوی محصول ورباندي اچوي .


۴۷: د مور د شیدو حرارت درجه ثابته ده هیڅ تغیر نه پکښي راځي .


۴۸: د مور شیدې به متوازن ډول سره غوړ ، کاربو هایدریتونه او پروتین لري . 


۴۹: د مور شیدي د ماشوم لپاره یوه طبعی نښه ده ، چې هم ماشوم اراموي او هم ئې مړوي . 


۵۰: تی ورکول د مور او پلار د سکون هم سبب ګرځي .


۵۱: د مور د شیدو خوند تر ټولو شیدو ښه دی .


۵۲: هغه ماشومان چې د مور شیدې یې رودلي وي تل صحتمنده دي .


۵۳: د مور شیدې ماشوم ته د ناروغیو په مقابل کې مقاومت ورکوي او معمولي ناروغۍ نه پريږدي چې اغیزه ورباندي وکړي .


۵۴: هغه مورچې و ماشوم ته شیدې ورکوي هغه ډیرې لږ پیسې او ډیر لږ وخت د ماشوم سره مصروفوي .


۵۵: د مور شیدې لکه د غوا شیدې و یخچال ته اړتیا نلري .


۵۶: د انسان شیدې خدای جلاجل الله د انسان له پاره پیدا کړي دي .


۵۷: د مور شیدې هم د مور او هم د ماشوم لپاره د ښه خوب ضامن دي .


۵۸: د مور شیدې نه خرابیږي ، او تل تازه او مزه وي .


۵۹: د مور شیدو ته بکټریاوي ځانونه نشي وررسولای .


نور ان شاءالله بيا 

 

ماخذ : اسلام اونوې ساینسي څیړنې


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته