تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له کافرانو سره مشابهت کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 21, 2021
  0

له کافرانو سره مشابهت کول 


لیکنه : عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


لومړي برخه 


له کافرانو سره مشابهت په اسلام کې یوه مهمه مسئله ده او ډیر احکام تر دې مسئلي پوري تعلق لري، نو همدا وجه ده چې کوم کسان  د غرب په اخلاقو مینان دي .

 

نو دوي لومړي هڅه دا وي چې د اسلام په دې حکم دوي اعتراض کوي کله وايي که چیرته رسول الله صلي الله علیه وسلم په لندن یا امریکا کې په پیغمبري باندي رالیګل شوي وي نو ممکن چې ده هغه جامه او لباس او کردار به د هغو خلکو په څیر وو.  خو د رسول الله صلي الله علیه وسلم ناسته  ، ولاړه  د الله جل جلاله د حکم پر اساس وه  دقوم او وطن په پیروي نه وه  که چیرته بالفرض رسول الله صلي الله علیه وسلم په لندن  یا امریکا کې  رالیږل شوي وي  نو لکه څنکه يي چې د مکي ناپوهان  اصلاح کړل همداسي به يي دغه اوسني ناپوهان هم اصلاح کړي وي ځکه هغه د الله جل جلاله د امر تابع وو. د قوم او وطن او تهذیب تابع نه وو . 

 

هغه د الله جل جلاله په رنګ  رنګ وو.  او نور خلګ يي هم په دې  رنګ رنګول ( صبغة الله  ومن احسن من الله صبغة  ونحن له عابدون ) هغه د مکي د خلګو د کلتور او تمدن او تهذیب پیروي نه کوله بلکي هغه د ابراهیمي دین پیروی کوله هغه د دې څخه منع کوله او ویل به يي چې دا دې کافرو جامه ده دا مه اغوندي ، وغیره د نورو داسي کارونو څخه هغه خپله منع کوله چې په هغه کې به د کفارو سره مشابهت راتلي ، خو نن زموږ د زمانې کم عقله ډیمکراسان او  د ډیمکراسي د مذهب پلویان دا هڅه کوي چې د مسلمان او عیسايي  جامه ، لباس ، کردار او کړه وړه باید  یوه وي ، دا په دې خاطر کوي چې په راتلونکي کې  د دوي لپاره لار پاکه وي ، خو په اسلام کې دغه مسئلې ته ډیر اهمیت ورکړل شوي دي چې له بي شمیره آیاتونو ، حدیثونو ،  څخه ثابته  ده  او په همدې وجه د تفسیر ، حدیث  ، فقې او عقائدو  هیڅ داسي کتاب  نشته .

چې  د مشابهت  د مسئلي بیان  نه وي پکي سوي ،  تردي پوري چې  د مشابهت  مسئله  له اسلامو څخه د اوښتو  یعني مرتد  په باب کې راوړي ده . چې مسلمان په کوم  شیانو  له اسلام  څخه وزي  له هغو څخه یوه مسئله  همدا مسئله  تشبه بالکفار یعني د کفارو سره مشابهت دي . او د دې مسئلي بیا خپلي مرتبي دي ، او د هرې مرتبي بیا جلا جلا حکمونه دي چې علامه ابن  تیمیه   رحمه الله په خپل کتاب  اقتضاء  الصراط المستقیم  مخالفة  اصحاب الجحیم  کې په پوره تفصیل سره یاد کړي ده ،  او همدارنګه د  دارالعلوم دیوبند  مهتمم مولانا محمد طیب  رحمه الله هم یوه رساله په دې باب لیکلي ده چې په نام سره د التشبه في الاسلام  سره  یادیږي ، نو  دغه مسئله باید په غوره سره وکتل شي، او هر مسلمان په دې ځان  خبر کړي  ، ځکه یو حدیث کې رسول  الله صلي الله علیه وسلم فرمايي  چې اسلام  په پیل کي  غریب  وو ،  بي یاره  او مرستندویه  وو ،  هیڅ ملګري  يي نه وو . 

 

خو په وروسته کې چې کله  د خلافت راشده په زمانه کې اسلام  د لمر او  سپوږمۍ په  څیر  په دنیا کې وځلیدي  او د نړۍ ترکونجونو پوري اسلامي لښکري ورسیدلي ، خلګو  د اسلام ژوند  او پرمختګ د ځان لپاره  عزت ګڼي ،  او وروپسي د عباسیه په دور کې د علم او حکمت  ، کسب او کار  بازار نور هم ګرم شو ،  چې په هغه وخت کې دغه اروپایان چې نن يي زموږ د زماني سیکولران  په نامه سره فخر کوي یو  ناپوه او وحشي قوم وو ، دوي د مسلمانانو څخه علم ، حکمت او پرمختګ زده کړي چې تاریخ په دې باندي شاهد دي ، چې په دې سبب دوي د پرمختګ په لوري ولاړل او د مسلمانانو  پاچاهان د حکومت په نشه کي مست شول  . 

 

نو په نتیجه کې يي د عیش او عشرت ښکار شول ، چې په نتیجه کې يي د اسلام تر واک لاندي قومونه بیرته په قدرت باندي راغلل ،  او په خپله بد عملي او بد اخلاقي سره يي د مسلمانانو پاچاهان  د خپل لاس نانځکي وګرځول ، چې د مسلمانانو ګټلي عزت يي د خاورو سره خاوري کړي او د غربي قومونو تمدن په مسلمانانو کي خپور شو ، چې له امله يي مسلمانان هم د دې تمدن په رنګ باندي رنګ شول چې د مسلمان او کافر توپیر پاتي نه شو . د مشابهت په موضوع باندي نور څه هم لرو...


 لیکنه ادامه لري ........

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته