تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر(رضي الله عنه)له طرفه د اهل بیت احترام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 21, 2021
  0

د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  له طرفه د اهل بیت احترام


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اهل بيت کرام یا د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د کورنۍ عزت او احترام، د هغو سره محبت درلودل یوازي پر موږ او تاسي نه بلکه پر ټولو مسلمانانو حتمي او لازم دى، د اهل بيت احترام زموږ ديني وظيفه او مسئوليت دى، نو حضرت عُمر(رضي الله عنه)  هم د اهل بيت ډير عزت او زیات احترام کاوه چي اوس به په دغه باره کي دغه يوه قصه د نمونې پر قسم درته وړاندي سي. 

 

حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه)  يوه ورځ و حضرت حسين بن علي(رضي الله عنه)  ته نفر ور ولېږى چي راسه، حسين(رضي الله عنه)  هم را رهي سو خو په لار کي عبدالله بن عُمر(رضي الله عنه)  په مخه ورغلى، حسين(رضي الله عنه)  د عبدالله(رضي الله عنه)  څخه پوښتنه وکړه ويل د کومه ځايه څخه راغلې؟ عبدالله ويل: د اميرالمؤمنين څخه راغلم، ورغلى وم او اجازه مي و غوښته چي ورسم خو اجازه يې را نه کړه، دغه خبره د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  زوی عبدالله(رضي الله عنه)  و حضرت حسين(رضي الله عنه)  ته وکړه، چي خپل پلار عُمر بن الخطاب ته ورغلى وم او اجازه مي و غوښته چي ورسم خو اجازه يې را نه کړه. 


حسين(رضي الله عنه)  بيرته و ګرځېدی، هلته امير المؤمنين د حضرت حسين(رضي الله عنه)  د راتګ په انتظار ؤ او حسين(رضي الله عنه)  و ځنډېدى، دوهم وار يې بيا نفر ور ولېږى او ويل زما د راتګ څخه څه شي منعه کړې؟ حسين(رضي الله عنه)  و ويل: زه درغلم مګر عبدالله ستا زوى راته و ویل: چي هغه درغلى ؤ او هغه ته اجازه ور نه کړه سوه چي درسي، نو ما ويل: چي تا خپل زوى ته د ملاقات اجازه ور نه کړه نو بل چا ته به څنګه اجازه ورکې؟ حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه)  ور ته و ویل: آيا زما په حضور کي ته د عبدالله په مثل يې؟ په والله د هغه قرابت په سبب چي ته يې د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) سره لرې و ما ته تر عبدالله ډیر را نژدې، معزز او مکرم يې. 


دا د حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه)  هغه عزت ؤ چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) و اهلِ بيت او کورنۍ ته يې ورکاوه.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته