تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که څوک قرآن د پيسو ګټلو آله جوړوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2021
  0

که څوک قرآن د پيسو ګټلو آله جوړوي د قيامت په ورځ به يې د مخ غوښي تللي وي


لیکنه :مولانا محمدزکريا نور الله مرقده/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عن بريدة (رضي الله عنه) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) من قرء القران يتاکل به الناس جآء يوم القيامة ووجهه عظم ليس عليه لحم : رواه البيهقى في شعب الايمان


ژباړه: د بريدة (رضي الله عنه) څخه روايت دئ، چي نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي څوک قرآن د دې لپاره وايي چي د خلګو څخه ډوډۍ تر لاسه کړي په ورځ د قيامت به داسي راسي چي مخ به يې يوازي هډوکي وي غوښي به نه لري.


يعني : څوک چي قرآن د دنيا د ګټو لپاره وايي د هغو لپاره په آخرت کي هيڅ  حصه نسته. د نبي (صلی الله عليه وسلم) ارشاد دئ، چي فرمايي: موږ قرآنکريم شريف وايو په موږ کي عرب او عجم دواړه سته قرآن وايي څنګه چي يې وايي وايي يې. ډېر ژر به يوه ډله راسي چي د قران حروف به داسي نېغوي لکه غشي چي خلګ نېغوي د دې لپاره چي ښايسته يې کړي دا ډول د دنيا لپاره کوي د آخرت لپاره به  هيڅ نه وي مقصد دا دئ چي يوازي خوش اوازي په کار نه ده،  چي اخلاص نه وي پکښې او يوازي د دنيا لپاره وي.

 

د مخ غوښي د نيستوالي مطلب دا دئ : چي کله ده اشرف الاشيآء يعني قران ديوه ذليله شي د ګټلو آله وګرځول نو د ده  د اشرف الاعضآء (يعني د مخ) ښايست به له منځه ولاړ سي. عمران بن حصين(رضي الله عنه) د يو واعظ  و مخ ته تېرېدى چي د تلاوت وروسته يې د خلګو څخه يو شى (پيسي) غوښتې، عمران بن حصين(رضي الله عنه) (انا لله وانا اليه راجعون) وويل او وې ويل چي ما د نبي (صلی الله عليه وسلم) څخه اورېدلي دي، چي څوک تلاوت وکړي او يو شى غواړي نو د الله (جل جلاله)څخه دي يې وغواړي نژدې دئ چي داسي خلګ به پيدا سي چي تلاوت به وکړي او د خلګو څخه به خير غواړي. د علماوو وينا ده چي څوک چي د علم په ذريعه مال لاسته راوړي داسي  مثال  لري لکه په چپلکه  چي مخ پاکوي. حقيقت دا دئ چي چپلکه  به پاکه سي او د مخ د پاکولو هيله بېعقلي ده او د دې خلګو په اړه  الله (جل جلاله) فرمايي: 

أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىْ ﴿البقرة: ١٦﴾


ژباړه : دا هغه کسان دي چي ضلالت يې د هدايت په بدله کي واخيستى.


 ابي بن کعب (رضي الله عنه) فرمايي : ما يوه سړي ته د قرانکريم  يو سورة  وښودى هغه سړي ما ته يوه لينده  په تحفه کي راکړه، ما د نبي (صلی الله عليه وسلم) څخه د هغې لېندۍ په اړه پوښتنه وکړه، رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  راته وويل  چي د دوزخ لېنده دي واخيسته.

 

په دغه  ډول قصه د عباده بن صامت (رضي الله عنه) څخه هم نقل سوېده او د نبي (صلی الله عليه وسلم) جواب هم په دغه ډول رانقل سوى دئ، چي ورته ويلي يې وه چي د دوزخ  يوه سکروټه دي د اوږو په منځ کي ځړانده کړه. په يو بل روايت کي راغلي دي  چي که ته غواړې د دوزخ يو طوق  په غاړه کي قبول کړې  نو  دا کار وکړه.

 

اوس نو زه د هغو حافظانو څخه په ډېر درنښت هيله کوم چي قران  د دې لپاره يادوي چي د مدرسې  څخه د پيسو ګټه لاسته راوړي چي خپله مرتبه دي وساتي او د خپلي ذمه دارۍ لحاظ دي وکړي، کوم خلګ چي تاسو د بدنيتو له امله د قران د زده کولو او يادولو  څخه منع کوي د ګناه  بار يوازي د هغو پر اوږو نه دئ، بلکي تاسو هم ورسره شريک ياست د الله (جل جلاله) په حضور کي به تاسو هم جواب  واياست  تاسو دا فکر کوئ، چي موږ د قرانکريم خورونکي يو په حقيقت کي د قران کريم منعه کوونکي موږ  يو د خلګو د بدنيتو له وجي موږ ولي قران پريږدو علماوو د علم په بدل کي  معاش اخيستل د دې لپاره نه دى جائز کړي چي بس موږ دا معاش مقصود وګڼو او نه دا معاش د ديني تعليم بدله ده  بلکي معاش يوازي د ضرورت د پوره کولو لپاره جائز سوى دئ، اصلي مقصود دقرآنکريم د علومو زده کړه ده.


ماخذ: دقران فضایل 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته