تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اودس انسان له ډیرو ناروغیو څخه ژغوري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 23, 2021
  0

اودس انسان له ډیرو ناروغیو څخه ژغوري 


لیکنه : بصیر احمد یوسفزي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دانسان په بدن کي دسرو کرویاتو څخه علاوه سپین کرویات هم شتون لري .چي دسپینو کرویاتودوران نسبت وسروکرویاتوته ۱۰ ځله زيات دي ،سپین کرویات هغه مهال موږ  وینو چي کله زموږ په بدن کي یو زخم پیدا شي او سپین کرویات بیا موږ لیدلای شو ،په بدن کي سرطاني حجري هم شتو ن لري او کله چي وس او توان پیدا کړي نو په بدن باندی حمله کوي او دهلاکت کندي ته يي غورځوي :

 

یخوالي پردي سرطاني نظام باندي پوره اغیزې کولای شي ، دعامي نزلي  او زکام پرمهال دبدن دفاعي نظام ودې سرطاني حجرو ته لاس رسي نلري او داوداسه په کولو سره هره څه سمون مومي اودس خپله دبدن و دفاعي نظام ته وده   ورکوي هغه پوره فعاله کوي ،او هغه سرطاني حجرې چي هر ځاي وي کنترولوي دبدن دفاعي نظام په اوداسه  سره قوي او مضبوط کیږی ، نو ځکه اودس دژوند لپاره اړین دي  دا ځکه چې : 


۱  : دبدن لمفاوي نظام دبدن هره وړه برخه هم ژغورئ ،چې دلمفا وي نظام دښه فعالیت او حفاظت لپاره اودس يوه مجربه نسخه ده .


۲  : دپزي څخه لاندي دسږمو سره دا هغه برخه ده چې دبدن دفاع نظام په خوځښت راولي ، چې دا برخه په هراوداسه کي لندیږئ او پریمنځل کیږی اوکارته اماده کیږي .


۳  : دمغزي (اورمیږ)دواړي خواوي مسح کیږی ، او په اوداسه کي په حرکت راځي. چې دا مغزی دبدن ددفاعي نظام په خوځښت کي دوهم مقام لري.


دپورتینوساینسي څیړنو په رڼا کي دنړۍ هیڅ ساینس پوه دانه شی ویلای چي اودس بیهوده دي ،بلکي په ورځني ژوند کي فرض او هر چا‌‌‌‎‌ذمه  ده ، دا ځکه چي دروغتیاپوره ضمانت کوي ډیرداسي انسانان شته چې غیر مسلمانان دي خو دخپل صحت په خاطراودس هر ه ورځ تازه کوي .

 

ماخذ : اسلام او نوې ساینسې څیړني


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته