تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر(رضي الله عنه)کرامتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 25, 2021
  0
د حضرت عُمر(رضي الله عنه)کرامتونه
 
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
هلته په يوه کوچنۍ منطقه کي چي (داربِجَرد) ور ته ويل کېده: يوه عجبه واقعه پېښه سوه، هغه دا چي دارِبَجَرد يوه منطقه وه چي د مسلمانانو يو کوچنئ لښکر د ساريه بن زُنَيم الکناني(رضي الله عنه)  په قومندانۍ ورغلى ؤ او هلته يې د هغو خلکو سره جنګ شروع سو، دغه جنګ په دښت کي او نژدې و غرو ته ؤ، جنګ ډير شديد سو، فارسيانو د کُرديانو څخه کومک و غوښتى، کُرديانو هم يو پوره لښکر د فارسيانو د کومک دپاره را ولېږى.
 
 نو دغه دوه لښکره چي یو لښکر د فارسيانو ؤ او بل د کُرديانو ؤ د ساريه(رضي الله عنه)  د کوچني لښکر په مقابل کي جنګيږي او حمله يې پر وکړه، جنګ شديد سو او قريبه وه چي ساريه(رضي الله عنه)  د خپله لښکره سره محاصره کړل سي او شکست وخوري، په دغه وخت کي چي هلته دغه شدید جنګ روان دى حضرت عُمر(رضي الله عنه)  په مدينه منوره کي د جمعې د ورځي خطبه ویل، خطبه یې پرېښوول او د خطبې په منځ کي یې ناري کړه:
 
( يا ساريه! الجبل) دغه ناره یې دوه درې واره تکرار کړه او بیرته یې په هغه خپله خطبه شروع وکړه، ځيني کسانو یو د بله سره وکتل او ویل سړﺉ لېونی سو، پسله خطبې او لمانځه څخه عبدالرحمْن بن عوف(رضي الله عنه)  چي د حضرت عمر(رضي الله عنه)  سره یې بېله تکلیفه خبري کولې ورغلی او حضرت عمر(رضي الله عنه)  ته یې و ویل: ډیر ځله زه پر خلکو ستا په باره کي ملامتي وایم او ستا څخه دفاع کوم خو ته داسي کار وکې چي دوی لره پر خپل ځان د خبرو کولو  موقع ورکړې، دا دي اوس څه وکړه چي د خطبې په منځ کي دي ناري کړه (يا ساريه! الجبل) دا اوس څه خبره وه چي تا وکړه؟
 
حضرت عمر(رضي الله عنه)  و ویل: والله زما خپل ځان په اختیار کي نه ؤ ما دغه د ساریه لښکر لیدی چي د یوه غره سره په جنګ مشغوله ؤ او د کفارو لښکر د شا او مخ له طرفه پر راغلی نو زما څخه بې اختیاره و ویل سوه (يا ساريه! الجبل)
 
يعني: يا ساريه! د غره و طرف  ته ولاړ سه په دښت کي مه درېږه. 
 
ساريه او هغه مسلمانان چي د ده سره وه د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  آواز د آسمان له طرفه اوري چي نارې وهي: {يا ساريه بن زُنَيم! الجبل الجبل} مسلمانان په تعجب کي دي چي دا څنګه ږغ دى؟ آواز د عُمر دى او د آسمان له طرفه ور ته راځي؟ ساريه هم امر وکى چي د غره و طرف ته پر شا ولاړ سى، مسلمانان غره ته ولاړه یو خو یې د شا طرف په غره وساتل سو او هلته يې لښکر هم منظم او مرتب کړى او بيا يې پر کفارو حمله وکړه او کفارو ته یې شکست ورکړى، او بيا يې د دغي فتحي خبر و حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته ور و لېږى، د دغه نفر څخه چي د فتحي خبر يې راوړى ؤ مسلمانانو پوښتني کولې چي آيا تاسي په جنګ کي يو آواز واورېدى؟ هغو ويل هو والله! كفارو د جمعې په ورځ پر موږ حمله وکړه او موږ د زوال پر وخت واورېده چي یو چا دوه واره را ناري کړه :{ يا ساريه! الجبل الجبل} موږ په تعجب کي سوو،
 
د عُمر(رضي الله عنه)  آواز مو د آسمان له طرفه اورېدى چي ويل يې:{ يا ساريه! الجبل الجبل} نو موږ هم د غره و طرف ته ولاړو او پر دښمن مو شدیده حمله وکړه څو الله(جل جلاله) شکست ورکړی.
 
یو وخت حضرت عمر(رضي الله عنه)  د یوه سړي څخه پوښتنه وکړه چي نوم دي څه دی؟ سړي و ویل: جمره. (سکروټه)
 
- د چا زوی یې؟
 
- د شهاب. (بڅرکي)
 
- د کومي قبیلې څخه یې؟
 
- د الحرقه څخه یم. (سوځل)
 
- چیري اوسېږې؟
 
- په الحرّه کي. (ګرمه توده مځکه)
 
- لقب دي څه شي دی؟
 
- لظّْی. (لمبه)
 
حضرت عمر(رضي الله عنه)  ورته ویل:کور ته دي ځان ورسوه چي هغه ټول وسوځل سوه.
 
سړی چي کور ته ولاړی رشتیا هم ټوله کورنۍ یې سوځل سوې وه.
 
 کوم وخت چي مصر فتحه کړل سو نو د مصر خلک و عمرو بن العاص(رضي الله عنه)  ته چي د مصر والي ؤ ورغله او ویل: يا ايّها الأمير! دغه زموږ رود نیل یو قانون او عادت لري  چي بېله هغه قانونه څخه یې اوبه وچیږي او نه بهیږي،
 
عمرو بن العاص(رضي الله عنه)  و ویل: هغه څه قانون او عادت دی؟
 
ویل: د دغه را نوي میاشتي چي یوولس شپې تیري سي موږ داسي یوه پېغله نجلۍ پیدا کړو چي د مور او پلار سره ژوند کوي بیا نو د هغې نجلۍ مور او پلار په مال یا بله هره طریقه سره چي وي راضي کړو، نو په هغې نجلۍ څومره چي زموږ په وسه پوره وي ښه لباس، زر او زېور واغوندو او بیا یې دغه رود نیل ته ور و غورځوو.
 
عمرو بن العاص(رضي الله عنه)  و ویل: دا کار هیڅکله په اسلام کي نسته او اسلام هغه دمخني ټول عادتونه او رواجونه نړوي او له منځه وړي، نو خلکو هم هغه خپل عادت پرېښاوه خو رود نیل داسي وچ سو چي نه لږ اوبه پکښي بهېدې نه ډیري، څو خلک دې ته مجبوره سوه چي باید د دغه ځای څخه بار سي یا کوچ وکړي،
 
 عمرو بن العاص(رضي الله عنه)  چي د خلکو دغه حال ولیدی نو یې حضرت عمر فاروق(رضي الله عنه)  ته لیک ولیکی چي په هغه لیک کي یې دغه واقعه ټوله ورته لیکلې وه.
 
 حضرت عمر(رضي الله عنه)  په جواب کي ورته ولیکل: هو ستا دغه خبره صحي ده چي اسلام د شرک او جاهلیت دمخني یا پخواني ټول عادتونه او رواجونه نړوي او له منځه وړي خو زما په دغه لیک کي یو بل کوچنی لیک پروت دی هغه به و رود نیل ته ور واچوې.
 
کله چي د حضرت عمر(رضي الله عنه)  لیک و عمرو بن العاص(رضي الله عنه)  را ورسېدی لیک یې و وایه او هغه بل کوچنی لیک یې خلاص کړی چي په هغه کي داسي لیکل سوي وه: 
 
من عبدِالله عمر بن الخطاب أمیر المؤمنین إلْی نیلِ مصر! امّا بعد: فإن کُنتَ تجري مِن قِبَلِکَ فلا تجري، و إن کان اللهُ یُجرِیکَ فأسألُ الواحدَ  القَهّار أن یجرِئکَ. 
 
ژباړه: د الله د بنده عمر بن الخطاب امیر المؤمنین له طرفه د مصر و نیل ته! امابعد: که ته ستا له طرفه بهېږې خو هیڅ مه بهېږه، او که الله(جل جلاله) تا بهوي نو د واحد او قهّار رب څخه دا غوښتنه کوم چي تا و بهوي.
 
دغه کوچنی لیک یې تر هغي ورځي یوه ورځ دمخه چي نجلۍ به یې رود نیل ته ور اچول رود ته ور واچاوه ، خو سهار چي خلک را و وتل وېلیده چي د رود نیل اوبه د الله(جل جلاله) په امر تر پرون ورځي شپاړس ذراعه لوړي بهیږي او الله(جل جلاله) دغه رواج چي د مصر خلکو به رود ته نجلۍ ور اچول تر نن ورځی پوري ځني پاته کړی.
 
یو چا چي به حضرت عمر(رضي الله عنه)  ته خبري کولې او د خبرو په منځ کي به یې د درواغو په خبره شروع وکړه حضرت عمر(رضي الله عنه)  به ور ته ویل: دغه خبره دي دی مه پوره کوه، بیا به هغه سړي نوري خبري کولې خو د خبرو په منځ کي به حضرت عمر(رضي الله عنه)  بیا ور ته و ویل دغه خبره دي بنده کړه مه یې پوره کوه، په آخر کي به هغه سړي و ویل: زما ټوله خبري حق او صحي وې بېله هغو خبرو څخه چي تا به ویل مه یې پوره کوه.
 
حسن (رضي الله عنه)  به ویل: که داسي یو څوک وي چي درواغ ورته و ویل سي او دﺉ په پوهیږي چي دا درواغ دي هغه به عمر بن الخطاب(رضي الله عنه)  وي. 
 
یو وخت و حضرت عمر(رضي الله عنه)  ته و ویل سوه چي د عراق خلکو خپل امیر په کوچنیو شګو ویشتی، حضرت عمر(رضي الله عنه)  ډیر په قهر سو او بیا چي یې لمونځ کاوه په لمانځه کي خطاوتی، کوم وخت چي د لمانځه څخه فارغه سو نو یې و ویل: الْهي! دوی پر ما دغه حال راوستی چي په لمانځه کي خطاوتم نو ته پر دوی هم دغه حال راولې او الْهي! هغه ثقفي ځوان ژر پر راولې چي په دوی کي د جاهلیت په حکم سره حکم کوي، د نیکي کوونکي څخه یې نیکي نه قبلوي او د ګناه کاره تر ګناه نه ور تیريږي، چي په دغه کي یې و حجاج بن یوسُف الثقفي ته اشاره وه او دا هغه وخت ؤ چي حجاج زېږېدلی هم نه ؤ. 
 
     دا د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  د کراماتو څخه د څو کرامتو ذکر او یاد ؤ، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته الهام کېدى او د الله(جل جلاله)  له طرفه يې مدد او نصرت کېدى.
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: خلفاء راشدین
 
www.taleemulislam.net

سرته