تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پخوانیو مسلمانانو ښه عادات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 25, 2021
  0

د پخوانیو مسلمانانو ښه عادات

 

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عَنْ أَبِي عِنَبَةَ الْخَوْلاَنِيِّ أَنَّهُ كَانَ فِي مَجْلِسِ خَوْلاَنَ فِي الْمَسْجِدِ جَالِسًا ، فَخَرَجَ عَبْدُ اللهِ بْنُ عَبْدِ الْمَلِكِ هَارِبًا مِنَ الطَّاعُونَ ، فَسَأَلَ عَنْهُ ، فَقَالُوا: خَرَجَ يَتَزَحْزَحُ هَارِبًا مِنَ الطَّاعُونِ ، فَقَالَ : إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ، مَا كُنْتُ أَرَى أَنِّي أَبْقَى حَتَّى أَسْمَعَ بِمِثْلِ هَذَا ، أَفَلاَ أُخْبِرُكُمْ عَنْ خِلاَلٍ كَانَ عَلَيْهَا إِخْوَانُكُمْ : أَوَّلُهَا لِقَاءُ اللهِ كَانَ أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ الشَّهْدِ ، وَالثَّانِيَةُ لَمْ يَكُونُوا يَخَافُونَ عَدُوًّا قَلُّوا أَوْ كَثُرُوا ، وَالثَّالِثَةُ لَمْ يَكُونُوا يَخَافُونَ عَوَزًا مِنَ الدُّنْيَا ، كَانُوا وَاثِقِينَ بِاللَّهِ أَنْ يَرْزُقَهُمْ ، وَالرَّابِعَةُ إِنْ نَزَلَ بِهِمُ الطَّاعُونَ لَمْ يَبْرَحُوا حَتَّى يَقْضِيَ اللَّهُ فِيهِمْ مَا قَضَى.[الزهد لإبن مبارک524] 

 

د ابي عنبه خولاني څخه روايت دی: چي دی په مسجد کي د خولان په مجلس کي ناست وو چي عبدالله بن عبدالملک د طاعون له وېري تښتېدلي وو، نو ده يې په اړه پوښتنه وکړه؛ هغوی ويل دی ددې لپاره تښتېدلی دی چي د طاعون څخه ځان ليري کړي، نو ده وويل: إنا لله وإنا إليه راجعون، ما فکر نکوی چي زه به تر داسي وخت پاته سم چي داسي خبره دي واورم، زه به تاسو ته ستاسو د مخکنيو وړونو د ځينو عاداتو خبر درکړم: 

 

لومړی: هغوی ته د الله ملاقات تر عسلو هم خوږ وو. 

 

دويم: هغوی د دښمن څخه نه وېرېدل فرق يې نکوی که لږ وای او که ډېر. 


دريم: هغوی د دنيا د هيڅ ضرورت او اړتيا څخه نه وېرېدل، ددوی پر الله باندي يقين وو چي رزق ورکوي. 


څلورم: کله چي به پر دوی باندي طاعون راغی نو دوی د هغه ځای څخه نه وتل تر څو چي الله پاک د دوی په باره کي خپله فيصله عملي کول. 


دا څلور مهم صفات بايد هر وخت مسلمانان په ځانونو کي ژوندي وساتي. 


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

سرته