تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي څېړنو نتائج
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2021
  0

د اسلامي څېړنو نتائج

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د مخلوط تعلیم د اغیزو په اړه په اسلامي هیوادونو کې ډيري څیړني ترسره شوي، د هغو له ډلي څخه یوڅو په لاندي کرښو کې یاد وو:
اوله څېړنه: دغه څېړنه فاطمې بنت محمد رجاء په (مسلماني نجلۍ باندي د مخلوط تعلیم اغېزې) ترعنوان لاندي ترسره کړې ده.

چي لاندي پایلي ئې درلودې:


الف- اخلاقي ستونزي:


۱ – د فتنو اوفساد ولاړیدل.


۲ – د نجونو اوهلکانو ترمنځ یوبل ته په مصنوعي او غیرواقعي بڼه ځان ښودنه.


۳ – د هلکانو له خوا د نجونو تنګول.


۴ – د یني کمزوري، ځکه چي هلکان او نجوني په دغه ماحول کي له بدو کارونو او ګناهونوسره روږدي کیږي.


۵ – عریانت او بې حجابي عامیدل، ځکه چي نجوني په دغسي چاپیریال کي زیارباسي، چي د هلکانو توجه ځان ته را واړوي، داسي جامې په تن کوي چي هغه د شریعت له معیارونو څخه مخالف وي.


۶ – د اخلاقي جرمونو لکه زنا، غصب او... عامېدل، ځکه چي د فتنې اوفحشا د اسبابو ترڅنګ د هلکانو اونجونو یوځای اوسېدل بد اخلاقۍ ته زمینه برابروي. 

۷ – دواړه لوري په اخلاقي فساد اخته کیږي.


ب – اکادميکي ستونزي:


۱ – په درس کي د پوښتنو او مناقشې څخه ډډه کول، د دې وېري له کبله چي غلطي و نه کړي اود مقابل جنس په وړاندي خجالت نه شي او په نظرکي ئې شخصیت ټیټ نه شي.


۲ – د استاذانو له خوا نجونو زده کوونکو او محصلاتو ته ډېره توجه کیږي، چي له کبله يې د هلکانو حقوق تر اغیزې لاندي راځي.


۳ – د درسونو څخه ډېره غیر حاضري، د مخالف جنس سره د مشغولتیا له کبله.


۴ – د مخالف جنس په اړه د ډېر فکر کولو له امله وخت ضایع کول.


۵ – علمي کچه کښته کیدل.


ج- اقتصادي ستونزي:


شاګردانو لاندي ستونزي په ګوتو کړي دي:


۱ – هریو کوښښ کوي مقابل لوري ته خپل ځان سخي او مخلص معرفي کړي، هریو د بل مالي لګښت په غاړه اخلي، چي له کبله یې پور اخیستلو ته اړ کیږي، اویاهم د مال لاسته راوړلو لپاره داسي کارونه کوي چي د یو مهذب او تعلیم یافته انسان سره نه ښايي.


۲ – په جامو، شکل اوصورت جوړوني باندي ډیر مصرف کول په خاصه توګه د نجونو له خوا. 


د – ټولنيزي ستونزي:


په دې اړه د زده کوونکواو محصلینو نظرونه په لاندي ټکو کي نغاړو:


۱ – په ټولنه کي د ښځي حیثیت کمیږي، هغې سره د مال اومتاع په توګه معامله کیږي، هغه هم د ځان په هکله د تجارتي توکي په حیث فکرکوي، چي بازار ته د پلورلو لپاره وړاندي کیږي.


۲ – مخلوط تعلیم د واده شوو نجونو او هلکانود کورني ژوند په خرابولو کي ډېره ونډه لري، دلته واده والا هلکان د داسي نجونو سره اشناکیږي، چي واده شوې نه وي او د دوی ترمنځ د ناروا اړيکو د فضا په رامنځته کېدو سره د ده کورنی ژوند او د خپلي میرمني سره اړیکي تر ګواښ لاندي راځي. 


۳ –د  واده څخه ډ ډه کول او یواځي په ناروا جنسي اړیکو بسنه کول.


هـ - رواني ستونزي:


شاګردانو ډیري رواني ستونزي یادی کړي دي، چي دهغو څخه دوې یادوو: 


۱ – د ناوړه عملونو له کبله د نا ارامۍ او ویري احساس.


۲ – د ځوانانو په نفسونو کي داخلي کشمکش.


د هغو شاګردانو په نظر، چي مخلوط تعلیم په تحصیلي پروسه ناوړه اغیزې لري په لاندي توګه دي:


۱ – د پوښتنو څخه وېرېدل دا هم د دې له امله چي د مخالف جنس په وړاندي شرمنده نه شي.


۲ – د مخالف جنس سره د مشغولتیا له کبله په تکراري ډول د صنف څخه غائبېدل.


۳ – د دې وېري څخه چي غلط نه شي په لکچر کي د برخي اخیستلو څخه ډ ډه کول.


۴ – د ښځینه شاګردانو د موجودیت په سبب استاذ نه شي کولی ځیني موضوعات په ډاډه زړه شرحه کړي.


۵ – د استادانو له خوا ښځينه ته ډیره توجه کیږي، چي دغه کار د نارینه شاګردانو په تحصیل منفي اغیزه کوي.

 

ماخذ : تعلیم الاسلام مجله 

www.taleemulislam.net

 

 

سرته