تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ږیره درلودل د نارینه ښایست او د مسلمانانو شعار دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2021
  0


ږیره درلودل د نارینه ښایست دی او د مسلمانانو شعار دی


لیکنه : بصیر احمد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مسلمان وروره! ږیره درلودل د نارینه ښایست دی او د مسلمانانو شعار دی، او د ږیري خرول د مشرکانو او کافرانو شعار دی، د ږیري پرېښوول د انبیاء او رسولانو، د نېکانو او صالحانو طریقه ده، الله (جل جلاله) په ږیره سره د ښځي او نارینه فرق او توپیر کړی دی او نارینه یې د ږیري په درلودلو سره مکرم کړی دی، علماء کرام وايي: که یو چا د یوه مسلمان پر ږیره داسي تېری او تجاوز وکړی چي د هغه ږیره بیا هیڅکله نه را شنه کیدل نو به دغه سړي ته پوره دیت ورکوي، یعني دومره دیت به ورکوي لکه هغه چي یې وژلی وي، حال دا چي نن ورځ ځيني کسان په خپله پر خپل ځان دغه تېری او تجاوز کوي او د خپل مخ ښایست په خپله له منځه وړي.


ښايي نن ورځ د ږیري پرېښوول و ځینو کسانو ته په دې سبب سره سخت او مشکل کار وي چي د خپلي ټولني د عادته څخه مخالفت کوي، خاصتاً د خپلو انډیوالانو او هم مثله کسانو څخه مخالف کار کوي، مګر دغه کار هلته ډیر آسانه کیږي چي یو انسان د ږیري د پرېښوولو فایده او د ږیري د خرولو نقصان او خساره سره وسنجوي، د ږیري په خرولو کي که څه هم د خلکو مراعت او د ټولني سره مشابهت سته خو د الله (جل جلاله) نافرماني او خواهشاتو ته تسلیمېدل، د نفس تابع کېدل او ضعف د ایمان هم سته، انسان مري او بیا په قبر کي یواځي ایښوول کیږي چي هلته بیا دغه ټولنه یا دغه کسان چي نن ورځ تا د هغو په مراعت یا د هغو سره د مشابهت په سبب ږیره خرول تا ته هیڅ فایده نه سي در رسولای.


مسلمان وروره! د خپلو اولادو او خپلو کشرانو دپاره ښه مثال او ښه لار ښوونکی سه، ته باید د الله (جل جلاله) بنده و اوسې نه د خواهشاتو بنده، ښايي ځیني کسان داسي فکر کوي چي د ږیري پرېښوول یا خرول یو عادي کار دی چي د هغي ټولني متابعت پکښي کیږي چي دﺉ ژوند پکښي کوي، یا خو د ده خوښه ده چي څنګه یې زړه غواړي هغسي کولای سي، خو خبره داسي نه ده ځکه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) امر د وجوب او لزوم دپاره دی او منعه یې د حرام والي دپاره ده، یعني: که رسول الله (صلی الله عليه وسلم) موږ په یوه کار سره امر کړي د هغه کار کول پر موږ لازم او واجب دي او که یې د یوه کاره څخه منعه کړو د هغه کار کول موږ ته حرام دي.


ماخذ: درسول الله (صلی الله عليه وسلم)مقام او درجه 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته