تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خیر او شر کیلیاني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 1, 2021
  0
د خیر او شر کیلیاني
 
 
ژباړن: شبيراحمد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
د خير کيلياني:
 
 

د خير او شر کلياني

 

 
 
۱. د لمانځه کيلي: پاکي ده. 
 
۲. د حج کيلي: احرام دی. 
 
۳. د جنت کيلي: توحيد دی. 
 
۴. د نېکۍ کيلي: رښتياويل دي. 
 
۵. د علم کيلي: ښه سوال او ښه غوږ نيول دي. 
 
۶. د برياليتوب کيلي: صبر دی. 
 
۷. د خلاصون کيلي: تقوا ده. 
 
۸. د زياتوب کيلي: شکر دی. 
 
۹. آخرت ته د رغبت کيلي: په دنيا کي زهد دی. 
 
۱۰. د اجابت کيلي: دعاء ده. 
 
۱۱. د ايمان کيلۍ: د الله (جل جلاله) په نښو او مخلوقاتو کي فکر کول دي. 
 
۱۲. د زړه د ژوند کيلي: په قرآن کريم کي فکر کول، د سهار په وخت کي الله (جل جلاله) ته زارۍ او عاجزي کول او د ګناهونو پرېښوول دي. 
 
۱۳. د رزق کيلي: د استغفار او تقوا سره کوښښ کول دي. 
 
۱۴. د عزت کيلي: د الله (جل جلاله) او د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) اطاعت کول دي. 
 
۱۵. آخرت ته د چمتو کېدو کيلي: لږ امېدونه لرل دي. 
 
۱۶. د هر خير کيلي: الله (جل جلاله) او آخرت ته رغبت کول دي. 
 
۱۷. د رحمت کيلي: د الله (جل جلاله) په عبادت کي ښه والی او مخلوق ته په ګټه رسولو کي کوښښ کول دي. 
 
د شر کيلياني: 
 
۱۸. د هري ګناه کيلي: شراب څښل دي، ځکه شراب ام الخبائث (د ګناهونو مور) ده. 
 
۱۹. د زنا کيلي: سروز  او د هغه اورېدل دي. 
 
۲۰. د ناامېدۍ او محرومه کېدو کيلي: لټي (ټنبلي) او د راحت خوښول دي. 
 
۲۱. د نفاق کيلي: درواغ ويل دي. 
 
۲۲. د بخل او د صله رحمۍ پرېکولو کيلي: بُخل او حرص کول دي. 
 
۲۳. د هر بدعت او ګمراهۍ کيلي: د هر هغه څه څخه مخ اړول چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي وي.
 
۲۴. د کفر کيلي: ټول ګناهونه دي. 
 
هغه کس لره دي خوشحالي وي، چي هغه د خير کيلي او د شر قلف وي، او هغه کس لره دي هلاکت وي، چي  هغه د شر کيلي او د خير قلف وي. 
 
يا الله (جل جلاله)! موږ او ټول مسلمانان د خير د کيليو څخه وګرځوې. (آمين)
 
ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۱۶:ګڼه)
 

 www.taleemulislam.net

 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته