تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حق متابعت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 1, 2021
  0

د حق متابعت


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هر چیري چي به حق ؤ حضرت عمر(رضي الله عنه)د هغه حق تابع ؤ، که څه هم دغه حق د ده د مخالفینو سره وای. 


حضرت عمر(رضي الله عنه)که به د یوه کار په باره کي خپله فیصله صادره کړه یا به یې په یوه موضوع کی حکم وکړی او د ده مقابل طرف به د هغې فیصلې یا هغه حکم مخالف ؤ نو به یې و دغه عادل امام او أمین خلیفه ته و ویل: زما او ستا په منځ کي دي بل څوک فیصله وکړي. 


سبحان الله! یواځي دا نه چي امیر المؤمنین د هغه مخالف طرف په دغه خبره نه ناراضه کېدی بلکه ډیر په خوشاله کېدی، دا ځکه که به دﺉ پر حق ؤ د ځان دپاره به یې ملګری پیدا کړی او که به دﺉ خطاوتلی ؤ د هغه درېیم طرف په واسطه سره به سمه لار ور وښوول سوه، اوس دغه یوه قصه واوری:


یوه ورځ یې و حضرت عباس(رضي الله عنه)ته و ویل: ما د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) څخه د هغه تر رحلت دمخه واورېدل چي وې فرمایل: غواړم چي مسجد پراخه کړم. 


نو اوس ستا کور و مسجد ته نژدې دی، دغه کور دي راکړه چي په مسجد کي یې داخل کړم او تا ته به دغه ستا تر کور  ډیره یا پراخه مځکه درکړم. 

حضرت عباس(رضي الله عنه)  و ویل: یا! دا کار نه کوم.


حضرت عمر(رضي الله عنه)و ویل: په دغه موضوع کی درباندي غالبه کیږم.


عباس(رضي الله عنه)و ویل: په دغه موضوع کي ستا امر نه قبلوم بل څوک زما او ستا په منځ کي و ټاکه چي هغه حکم او فیصله وکړي.
امیر المؤمنین و ویل: د دغه حکم دپاره څوک اختیاروې؟


عباس(رضي الله عنه)و ویل: حذیفه بن یمان(رضي الله عنه) .


اوس نو د دې پر ځای چي امیر المؤمنین حذیفه خپل مجلس ته را وغواړي دﺉ او عباس(رضي الله عنه)هغه ته ورغله.


هو،  اوس د حذیفه(رضي الله عنه)قدرت د امیر المؤمنین تر قدرت لوړ دی ځکه دﺉ د امیر المؤمنین او د یوه بل مسلمان فرد په منځ کي حکم او فیصله کوي، 


نو د حذیفه بن الیمان(رضي الله عنه)  و مخ ته حضرت عمر او حضرت عباس(رضي الله عنه)کښېنستل او هغه د دوی د اختلاف موضوع یې ورته بیان کړه.


حذیفه(رضي الله عنه)و ویل: ما اورېدلي دي چي نبي الله داؤد(عليه السلام)غوښته چي بیت المقدس پراخه کړي نو هلته مسجد ته نژدې یو کور ؤ او دغه کور د یوه یتیم ؤ نو یې د دغه یتیم څخه دغه کور وغوښتی خو هغه نه ورکاوه، داؤد(عليه السلام) قصد وکړی چي دغه کور په زور ځني واخلي، خو الله(جل جلاله)  و داؤد(عليه السلام) ته داسي وحي نازلي کړې: 

 

«إنَّ أنْزَهَ البيوتِ عنِ الظّلمِ لَهُوَ بيتي» 


ژباړه: تر ټولو کورو د ظلمه څخه پاک او خلاص کور زما کور دی.


یعني: زما په کورکي باید هیڅ ظلم ونه سي او نه د ظلم مال یا بل د ظلم شی په ګَډ او پکښي مصرف سي.


نو داؤد(عليه السلام)د هغه خپله فکره څخه رجوع وکړه او هغه کور یې و خپل خاوند ته ور پرېښاوه.


حضرت عباس(رضي الله عنه)و امیر المؤمنین ته وکتل او ویل: تر اوسه لاهم ته په دې فکر کي یې چي زما په کور کي پر ما غالبه سې؟
حضرت عمر(رضي الله عنه)و ویل: یا.


حضرت عباس(رضي الله عنه)و ویل: سره د دغه چي حکم زما پر طرف وسو ما خپل کور درکړی دی چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) مسجد په زیات او پراخه کړې.


په مدینه منوره کی یو یهودي ؤ چي د آسانو تجارت یې کاوه، یوه ورځ امیر المؤمنین حضرت عمر(رضي الله عنه)د یوه آس د رانیولو دپاره د هغه طبیلې ته ورغلی هغه یهودي و یوه عیبي آس ته اشاره وکړه چي دغه رانیسه، حضرت عمر(رضي الله عنه)هغه آس د تجربې دپاره را وایستی د تجربې په وخت کي د هغه آس پښه ماته سوه، یهودي ویل: زه آس نه غواړم قیمت یې راکړه، حضرت عمر(رضي الله عنه)ویل ما تر اوسه رانیولی نه دی، خو یهودي نه قانع کېدی، نو دوی دواړه د فیصلې دپاره و قاضي شُریح(رضي الله عنه)ته ورغله، شُریح(رضي الله عنه)  و امیر المؤمنین ته و ویل: یا به دغه آس رانیسې یا یې بیرته پر هغه ډول ورکه چي را ایستلی دي دی.


حضرت عمر(رضي الله عنه)و خندل او ویل: قضا او فیصله باید بل ډول نه وي بېله دغه قسمه (قاطعه فیصله) بس دغه آس اخلم. او ویل: الحمد لله پر دغه عدل چي په محمدي امت کي موجود دی.  


یو وخت د یمن څخه د مسلمانانو و بیت المال ته ټُکران راغله، حضرت عمر(رضي الله عنه)دغه ټُکران د مدینې منورې پر مسلمانانو و وېشل چي و هر سړي ته د یوه کمیس پر اندازه یا تر هغه هم څه لږ ټُکر ور و رسېدی، حضرت عمر(رضي الله عنه)  هم خپل ټُکر واخستی او ټُکر دومره لږ ؤ چي د ده کمیس خو د ده (رضي الله عنه)د جګوالي په سبب هیڅکله نه ځني جوړېدی، نو د ده (رضي الله عنه)زوی عبدالله بن عمر(رضي الله عنه)هغه خپل ټُکر هم و ده (رضي الله عنه)ته ورکړی او ده د ځان دپاره کمیس ځنی جوړ کړی، کله چي د جمعې په ورځ د خطبې ویلو دپاره را و وتی هغه کمیس یې اغوستی ؤ او د خطبې په شروع کي یې و ویل:{ إسمعوا و أطيعوا} واوری او اطاعت می وکړی، د خلکو د منځ څخه یو سړﺉ ولاړ سو او ویل: والله نه دي خبري اورو او نه دي اطاعت کوو. 


حضرت عمر(رضي الله عنه)  ورته و ویل: ولي یا سلمان؟ 


سلمان(رضي الله عنه)  و ویل: خپل ځان ته دي په دنیوي اموروکي تر موږ امتیاز ور کړی دی، موږ ته دي یو یو ټُکر را کړی او ځان ته دي دوه ټکره اخستي دي. 


امیر المؤمنین د خلکو په صفو کي شا و خوا وکتل او ویل عبدالله چیري دی؟  

 

عبدالله د حضرت عمر(رضي الله عنه)  زوی ولاړ سو ویل زه دغه یم یا امیر المؤمنین! 


حضرت عمر(رضي الله عنه)  د خلکو په حضور پوښتنه ځني وکړه چي د دغه دوهم ټُکر خاوند څوک دی؟ 


عبد الله(رضي الله عنه)  و ویل: د هغه خاوند زه یم یا امیر المؤمنین! 


نو حضرت عمر(رضي الله عنه)  و حاضرو خلکو ته و ویل چي سلمان(رضي الله عنه)  هم په هغو خلکو کي ؤ: لکه څرنګه چي تاسي ته معلومه ده زه جګ سړﺉ یم او هغه زما ټُکر زما نه بسېدی نو عبدالله هغه خپل ټُکر ما ته راکړی ما دغه خپل کمیس په اوږد کړی.


سلمان(رضي الله عنه)  چي په سترګو کي یې د غِبطې او اعتماد اوښکي پرله اوښتې و ویل: الحمد لله اوس دي هم خبري اورو او هم دي اطاعت کوو یا امیر المؤمنین!


یواځي نن ورځ نه بلکه په ټول تاریخ او په ټوله دنیا کي حتّْی په هغو ملکو کي چي د دیموکراسۍ او آزادۍ بیرغ یې په لاس کي نیولی دی آیا داسي څوک یا داسي حزب اختلاف یا معارضه سته یا موجوده وه چي د خپل حاکم سره دي د هغه د کالو او لباسو حساب په دغسي قاطعه لهجه سره وکړي؟


که چا ته په ټول تاریخ کي د دغه مثل او نظیر ورمعلوم وي ذکر دي یې کړي.


یوه ورځ حضرت عمر(رضي الله عنه)خطبه ویل او په خطبه کي یې دا هم و ویل چي د ښځو مَهَر دي تر څلوېښت اوقیه زیات نه اخستل کیږي او که چا تر تر څلوېښت اوقیه زیات واخستی هغه زیات مهر یې د مسلمانانو د بیت المال دپاره ځني اخستل کیږي. 


د مسجد د آخره څخه یوې ښځي په لوړ آواز سره و ویل: دا ته نه سې کولای، یا په دغه موضوع کي ستا امر نه چلیږي. 


حضرت عمر(رضي الله عنه)و ویل: ولي؟ 


ښځي ویل: آیا تا د الله(جل جلاله)هغه قول نه دی اورېدلی چي فرمايي: 


وَإِنْ أَرَدتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴿النساء: ٢٠﴾

 

یعني: که تاسي و یوې ښځي ته په مَهَر یا وَلوَرکي ډېر مال ورکړی وي او تاسي د هغې ښځي د طلاقولو إراده وکړی نو تاسي د هغه مال څخه چي دوی ته مو په مَهَر یا ولور کي ورکړی دی هیڅ شی مه ځني اخلی، آیا تاسي دغه مال په ناحقه او په ښکاره ګناه سره اخلی؟


د دغه آیات شریف د تلاوتولو څخه د ښځي مقصد دا ؤ چي د الله(جل جلاله)په قول یوې ښځي ته د دې په مَهَر یا ولور کي ډېر شی هم ورکول کېدلای سي، نو ته نه سې کولای چي د ښځو مَهَر یا ولور ته یوه معینه اندازه کښېږدې او همدارنګه نه سې کولای چي د هغه مَهَر یا ولور څخه شی ځني واخلې. 


د حضرت عمر(رضي الله عنه)مخ د خوشالیه سره وغوړېدی او په خندا سره یې و ویل: هو، د ښځي خبره صحي ده او عُمر خطاوتی.


سبحان الله! نن ورځ که د یوه حاکم یا یوه رئیس د حکم په مقابل کي په آیات او حدیث سره دلیل و ویل سي یوازي دا نه چي هغه څوک مرتجع بلل کیږي بلکه د بدیخانې دپاره یې خپل بستر هم باید تیار کړی وي.  


حضرت عمر(رضي الله عنه)د مالو په وېشلو کي د فضیلت د خاوندانو او د هغو د اولادو خاص مراعت کاوه، یوه ورځ یې پر مسلمانانو د بیت المال پیسې وېشلې، یو ځوان یې ولیدی چي پلار یې په اُحد کي ګډون کړی ؤ و هغه ته یې څلور زره درهمه ورکړه او خپل زوی عبدالله بن عمر(رضي الله عنه)ته یې درې زره درهمه ورکړه، خلکو پوښتنه ځنی وکړه چي دغه فرق دي ولي وکړی؟ حضرت عمر(رضي الله عنه)و ویل: د دغه ځوان پلار د اُحد د ورځي په جنګ کي تر ما ډېر ثابت ؤ.


حضرت عمر(رضي الله عنه)به ډیر ژړل او ډیري اوښکي یې تویېدې نو د دغه ډیرو اوښکو په سبب یې تر سترګو لاندي پر مخ دوې توري لیکي یا دوه تور خطونه جوړ سوي وه، یوه شپه د خپله عادته سره سم د شپې د مدینې منورې په کوڅو کي ګرځېدی چي د یوه کوره څخه یې د قرآن مجید تلاوت واورېدی، هغه سړي سورة الطّور وایه او کوم وخت چي د الله(جل جلاله)و دغه قول ته ورسېدی:


إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ ﴿٧﴾ مَّا لَهُ مِن دَافِعٍ ﴿٨﴾ [الطور: 8،7]


یعني: بېشکه ستا د رب(عزوجل) عذاب خامخا پر هغو کسانو چي د رب(عزوجل)احکام نه مني او د عذاب مستحق وي واقع کیدونکی دی او دغه عذاب لره هیڅوک لیري کوونکی یا منعه کوونکی نسته.


حضرت عمر(رضي الله عنه)و درېدی د ده پښو د ده د وړلو طاقت نه درلودی، نو د یوه دېواله و بغل ته کښېنستی او ژړل یې، تر داسي اندازې چي خلکو د ده کور ته پر چارپايي یووړی، راوي د قصې وايي: مسلمانان یوه میاشت د ده کور او د ده پوښتني ته ورتله او په مریضي یې هم څوک نه پوهېده، خو د ده مریضي دغه وه چي دغه آیات یې اورېدلی ؤ. 


حضرت عمر(رضي الله عنه)به د تقوْی په هکله ډیره پوښتنه کول، یوه ورځ یې اُبی بن کعب(رضي الله عنه)ته و ویل: د تقوْی په باره کي خبري را ته وکړه، اُبی(رضي الله عنه)ورته و ویل:

 

یا امیر المؤمنین! که ته په یوه داسي مځکه یا باغچه کي رهي یې چي ډیر زوزان لري څه کوې؟ حضرت عمر(رضي الله عنه)و ویل: پایڅې را پورته کوم او ډیر کوښښ کوم چي په زوزانو کي و نه خېژم، کعب(رضي الله عنه)و ویل: دغه تقوْی ده چي د الله(جل جلاله)د عبادت دپاره به پایڅې پورته کوې (ملا به تړې) او کوښښ به کوې چي په ګنهو او نافرمانیو کي و نه لوېږې.


یو وخت حضرت عمر(رضي الله عنه)د اُبی بن کعب(رضي الله عنه)څخه د روح د وتلو پوښتنه وکړه، اُبی(رضي الله عنه)ورته و ویل: که موږ د زوزانو د درختي یو داسي ښاخ راوړو چي ډیر زوزان لري او هغه ښاخ د بني آدم په خوله ور ننه باسو او د دغو زوزانو څخه هر زوز د ده په رګو کي په یوه رګ ننوزي او بیا دغه ښاخ ټینګ او په شدت سره را کش کړو د دغه سړي به څه حال وي؟

 

د روح وتل هم دغسي تکلیف لري.


حضرت عمر(رضي الله عنه)هغه حدیث شریف چي امام مسلم رحمته الله علیه یې په صحیح مسلم کي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) څخه روایتوي د خپل ځان دپاره نصب العین ګرځولی ؤ او همېش به یې د ځانه سره وایه، هغه چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمايي: 
 

«مَا مِنْ أَمِيرٍ يَلِى أَمْرَ الْمُسْلِمِينَ ثُمَّ لاَ يَجْهَدُ لَهُمْ وَيَنْصَحُ إِلاَّ لَمْ يَدْخُلْ مَعَهُمُ الْجَنَّةَ».


یعني: داسي امیر او حاکم نسته چي د مسلمانانو حکم د ده په لاس کي وي او بیا دﺉ د دوی دپاره کوښښ و نه کړي او ځان د هغو دپاره ستړی نه کړي او مسلمانانو ته نصیحت و نه کړي مګر د دوی سره به جنت ته نه سي داخل.


نو ځکه حضرت عمر(رضي الله عنه)د خوب او راحت دپاره وخت نه درلودی او ویل به یې: څه وخت بیده سم؟ که د شپې بیده سم د خپل رب حق مي ضایع کړی او که د ورځي بیده سم د رعیتو حق مي ضایع کړی.


طلحه بن عبیدالله(رضي الله عنه)چي د عشرۀ مبشره څخه دی یوه شپه د کوره څخه را و وتی وې لیده چي امیر المؤمنین رهي دی نو دﺉ په پسې سو چي امیر المؤمنین چیري ځي او څه کوي، حضرت عمر(رضي الله عنه)د یوه کور دروازه و ټکول او بیا دننه کورته ورغلی، پسله څه وخته بیرته د هغه کوره را و وتی، طلحه(رضي الله عنه)وايي: وروسته زه و هغه کورته ور ننوتم و مي لیده چي یوه عاجزه، سپین سرې، ړنده ښځه ده، نو مي هغې ښځي ته و ویل: دغه سړﺉ چي اوس دلته راغلی دغه څوک ؤ؟ ښځي ویل: والله نه یې پېژنم خو دا یو سړﺉ دی چي د لسو کلو راهیسي په هفته کي یو وار راځي زما کور را پاکوي او زما د ضرورت شیان راته راوړي، خو چي زه پوښتنه ځني وکم چي ته څوک یې؟ دﺉ وايي: د الله د بندګانو څخه یو بنده یم چي ستا دعاء غواړم.      


د حضرت عُمر(رضي الله عنه)د ژوند په هره قصه او واقعه کي لوی لوی پندونه، وعظونه، عبرتونه او نصیحتونه پراته دي، او د ده (رضي الله عنه)  د فضيلت، تقوْی، عدل او لوړي درجې قصې او واقعې دومره ډيري او زياتي دي چي نه فيتو کي بیانېدلای سي او نه په کتابو کي لیکل کېدلای سي، ځکه ده(رضي الله عنه)  تقریباً څلوېښت کاله عمر په اسلام کي تېر کړی دی، نو د څلویښتو کلو د ټولو واقعاتو را نقلول د چا په وسه نه دي پوره.  


نو زه به هم په دغه لږ سره کفايت وکړم او اوس به د هغو عظيمو فتوحاتو په باره کي، د هغه عزت او مجد په باره کي، کوم چي د حضرت عُمر(رضي الله عنه)د خلافت په موده کي اسلام او مسلمانانو ته  حاصل سوي دي په اختصار سره بيان درته وکم، چي په لږ او محدود وخت کي اسلام څومره نشر سو او د اسلامي دولت حدود تر کومه ځايه ورسېدل.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

سرته