تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ايا موسيقی پاک شی ده؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 2, 2021
  0

ايا موسيقی پاک شی ده؟


لیکنه : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

شیخ قرضاوي داسلام او موسیقي په نوم کتاب لیکلی دئ او په اتمه صفحه کي لیکي: الله(جل جلاله)  هغه خلک ظالمان بولي ، چي حلال اوپاک شیان حرام   بولي. شیخ زیاتوي:  موسيقي خو داسي شی ده، چي انساني فطرت يې غوښتنه کوي او خوند ورباندي اخلي لکه معده ، چي د پاکو او حلالو مشروباتو او ماکولاتو څخه خوند اخلي ، کوم کس ،چي انسان د دغه فکري غوښتني څخه منع کوي اودغه سپېڅلی شی یعني موسیقي حرام بولي دغه کس الله(جل جلاله) ظالم بللی دئ او فرمايي: 


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿المائدة: ٨٧﴾

 

ژباړه : اې مؤمنانو! هغه پاک شيان ، چي الله(جل جلاله)  حلال بللي دي هغه مه حراموئ، (دغسي کار ظلم دئ) ، ظلم مه کوئ الله(جل جلاله) ظالمان نه خوښوي.


ښاغلي قرضاوي زياتوي: هرانسان ته پکارده ، چي د ظلم څخه ځان وژغوري موسیقي حرامه نه کړي، موسیقي حرامول ظلم دئ.
اوس نوکه دقرضاوي خبرو ته متوجه سو قرضاوي موسيقي د نورو پاکو ماکولاتو په څېر پاک شی بولي او د نورو پاکو ماکولاتو حکم  ورکوي  دغه کار ته دفقه اوعلم اصول له انده قياس ويل کيږي ثابته خبره ده ، چي قياس خپل شرطونه لري چي له جملې څخه يې لومړئ دادئ،چي دکوم شي حکم ،چي په قیاس ثابتیږي دهغه شي حکم به په قرآن او حدیث ثابت نه وي.


تعجب!!!


د موسیقۍ حکم  خو په قرآن او حدیث ثابت دئ، دموسیقۍ دحکم د اثبات لپاره دقیاس څه ضرورت دئ؟


که یې دا دقیاس خبره ومنو ،چي خیر دئ دموسیقۍ حکم دي په قیاس هم معلوم سي نو موسيقی هغه شی ده ، چي په حرمت يې په ميلنونو علماءقايل دي او نور دخوراک او څښاک شیان کوم،چي الله(جل جلاله) پاک بللي دي دا په اتفاق حلال او پاک دي په پاکوالي او روا والي کي یې هیڅوک مخالفت نه کوي نو يو شی ، چي په اتفاقي ډول حلال وي او بل بیخي حلال نه وي یا یې دحلالېدو محض وهم وي  ايا داسره برابردي؟ ایا دا قیاس ، قیاس مع الفارق نه دئ؟ دقیاس شرطونه به پکښي وي؟ او که به تشه حلالوالي بهانه وي او دعامو دنظرونو غلطول او مغالطه وي؟


 ايا ددغسي چا سره الله(جل جلاله) دعذاب وعده نه ده کړې، چي قرآني ايت دخپل نظرمطابق جوړوي؟ اياداسی قياس کول جايز دي؟
 بله خبره داده ،چي قرضاوي هغه کسان ظالمان بولي ، چي موسيقي حرامه بولي نو موسيقی خو عبدالله بن عباس(رضي الله عنه) اوعبدالله بن مسعود(رضي الله عنه) حرامه بللې ده او پر دې خبره قسم یادوي، چي الله(جل جلاله) په قرآن کي حرامه کړې ده نو دشیخ قرضاوي په نظر خودغه صحابه ظالمان سوه (العیاذبالله)


 هم داډول کوم مذاهب، مفسرين ، محديثين اوعلماء ،چي موسيقي حرامه بولي هغه هم دده په نظر ظالمان سوه د دومره اصحابو ،محدثينو ، مفسرينو اوعلما‌وو سپکونکی اودوی ته دظلم نسبت کونکی به نو څه حکم لري؟ اوخبره به يې ترکومي اندازې رشتیا او دمنلو وي؟


لنډه داچي ،چي موسيقی داسي حلال او پاک  شی نه ده لکه نور پاک ماکولات يا مشروبات ،چي معده خوند ځني اخلی يا نور ظاهري حواس ، چي د خپلو مربوطه غوښتونو څخه خوند اخلی.


بله خبره داده : چي موسيقي د ماکولاتو، مشروباتو او نورو ظاهري حواسو سره پرتله کول تر ډېره ځايه ممکن  نه دي ځکه موسيقي هغه شی ده ،چي درواني غوښتنو سره اړه لري ، ماکولات او مشروبات  د جسمي  غوښتنو سره اړه لري څنګه به بېل کيفيت لرونکي شيان په حکم کي سره پرتله سي که پرتله هم سي نو هر شی ،چي انساني  غوښتنه وي هغه پاک ، سپيڅلی اوروا شی نه سي جوړېدای بلکي ډېر داسي شیان سته،چي انسان یې غوښتنه کوي هغه پاک شیان نه دي لکه شراب ، دنامشروع جنسي خواهشاتو اشباع اوداسي نور.


ماخذ: موسقي او نوي لیکوالان

 www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته