تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مدينې منورې د ژوند درېیمه مرحله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 4, 2021
  0


د مدينې منورې د ژوند درېیمه مرحله


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


دغه مرحله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ژوند د مرحلو آخرنۍ مرحله ده، په دغه مرحله کي پسله اوږده جهاده څخه، پسله تکاليفو او ستړياوو څخه، پسله لوږو او مشکلاتو څخه، پسله تشويشاتو او اضطراباتو څخه، پسله خونړيو جنګو څخه، اسلامي دعوت نتيجه او ثمره ورکوي. 


په تيرو سوو کلو کي د مکې مکرمې فتحه کول د دعوت هغه ډيره لويه نتيجه وه چي د مسلمانانو لاس ته ورغله، په دغه فتحه سره د ورځو تېرېدلو تغير وکړی، د جزيرة العرب هوا په بدله سوه، دغه فتحه د تېر سوي وخت او د را تلونکي وخت په منځ کي يو  فاصل ؤ. د عربو په نظر قريش د بت پرستی د دين ساتونکي او انصار وه او نور عرب په دغه کار کي د دوى تابع وه، نو اسلام او مسلمانانو ته د قريشو تسليمېدل په جزيرة  العرب کي د بت پرستۍ د دين ختمېدل وه. 


اوس نو دغه درېیمه مرحله ممکن و دوو صفحو ته و وېشل سي چي يوه صفحه د جهاد او جنګو ده او دوهمه صفحه و اسلام ته د عربي قبيلو داخلېدل او مسلمانېدل دي او د دغو دوو صفحو واقعات سره مښتي دي يوه واقعه د بلي په منځ کي پېښېدل په خپل منځ کي يې ترتيب، تقديم يا تاخير نه درلودى چي زه يې پر هغه ترتيب درته بيان کم، مګر ما دا مناسب وليدل چي هره صفحه جلا  جلا په ترتيب سره بيان سي خو څرنګه چي د جنګو او غزاوو صفحه زموږ د د مخني بحث سره مشابهت لري نو مي دا بهتره و بلل چي اول د جنګو او غزاوو صفحه درته بيان کم.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته