تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
داراده اړوند څو سپیڅلی خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 6, 2021
  0

داراده اړوند څو سپیڅلی خبري


رالیږونکي : قاري خبیب پشت رودي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱ : اراده دالله (جل جلاله) د صفتونو څخه یو صفت دئ.


۲ : هیڅ کار وروسته تر ارادې غیر ممکن نه دئ.


۳ : هغه چي سړی مقصد ته رسوي اراده ده، نه تمنا او ارزو.


۴ : په قوي او ټینګه اراده سره سړی هرځای او هر څه ته رسېد لای سي.


۵ : د قوي ارادې لويه نښانه داده، چي سړی محکم مطمئن او ارام وي.


۶ : د ټول او مکمل ملت تر ارادې، لوړه اراده نسته.


۷ : د څه شی قیمت تر زرو لوړ دئ؟ تر الماسو څه شی ګران دئ؟ کوم خلک چي خپله اراده نه سي کولای، مجبور او مکلف دي چي د نورو خلکو د ارادې، اطاعت او پیروي و کړي. 


۸ : په ټینګ عزم او ارادې که هره دروازه و ټکوې، خلاصیږي.


۹ : هغه څه چي موږ یې غواړو د ټینګي ارادې څخه سرچینه اخلي.


۱۰ : د کامیابی شرط ټینګه اراده ده، نور شرائط دومره مهم نه دي.


ماخذ : سپیڅلی خبري


www.taleemulislam.net

سرته