تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دګناه په نه کولو پښیماني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 6, 2021
  0

دګناه په نه کولو پښیماني 

 

رالیږونکي : نصیب الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

حکیم ترمذي رحمه الله مشهور بزرګ او ولي تیر شوي دي : هغه د ځواني په وخت کي یوه ورځ یو باغ ته تشریف یووړ په هغه باندي یوه ښځه عاشقه وه هغې موقع غنیمت ګڼله :


باغ ته ورغله او دده څخه يي د مطلب د پوره کولو هیله وکړه .دغه بڼ (باغ) د څلوره دیوالونو په سبب له هغی څلورو خواوو بند وو ده  مبارک چي دا منظره ولید ډیر وبیریدي او په ځغاسته له دیوال څخه واوښت د ډیري مودي وروسته د سپين ږیرتوب په وخت کی د وسوسي په توګه په دغه حال شو که چیري ما د هغي ښځي زړه نه وای مات کړي. او د هغي غوښتنه مي ترسره کړي وای او وروسته می توبه او استغفار کړي وای نوهغه به هم خوشحاله او ګناه به مي هم معاف شوي وای . بس ددغي وسوسي راتلل وو چي هغه په ژړا شو ډیر پریشانه او پښيمانه شو چي په ځواني کي خو مي همت وکړ او د ګناه څخه وساتل شوم اوس په سپين ږیرتوب کي مي دغه حال ده؟.


بر دل سالک هزاران غم بود                             ګرز باغ دل خلالی کم بود


په خوب کي د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)په حضور مشرف شو او مبارک ورته وفرمایل ای حکېمه : غم مه کوه ته چي په هغه وخت کی د ابتلاء څخه وژغورل شوي هغه زمانه د بعثت سره نژدی وخت وه چي د هغه په برکت د ګناه د ککړیدو وساتل شوي اوس چي په سپين ږیروالي کی دغه ډول وسوسه درپيداشوه دا د زمانې د لیري والی له امله ده ته څه خیال مه کوه ! نوبیا دده زړه ته سکون پيدا شو . د کوم ذات چي د زمانې د نزدیکت دغه عالم وي د هغه د صحبت به څومره تاثیر وي .


ماخذ : دعلم او عمل ملګرتیا


www.taleemulislam.net

سرته