تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پيسو زور
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 6, 2021
  0

د پيسو زور


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


همدغه پيسې دي چي:


۱ – د امين انسان څخه خائن جوړوي.


۲– د خپلواک انسان څخه غلام جوړوي.


۳ – د غيرتمند انسان څخه بې غيرته جوړوي.


۴ – د آزاد عالم څخه درباري جوړوي.


۵ – د مخلص انسان څخه ريا کاره جوړوي.


۶ – د دوست څخه دښمن جوړوي.


۷ – د پاک انسان څخه مجرم جوړوي.


۸ – د دينداره انسان څخه بې دينه جوړوي.


۹ – د غريب انسان څخه متکبر جوړوي.


۱۰ ـ د صادق انسان څخه درواغجن جوړوي.

 

نو د پيسو سره ډېر احتياط کوئ چي په فتنه کي يې راګير نسی رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل پر امت باندي د مال د فتنې څخه ډېر وېريدی او امت ته يې د مال په وړاندي د ساتني ډېري سپارښتني کړي دي. 


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

سرته