تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اصحابانوڅخه چي کوم سابقین هغه اولین دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 10, 2021
  0

 اصحابانوڅخه چي کوم سابقین هغه اولین دي 


رالیږونکي : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


حضورپاک(صلی الله عليه وسلم)فرمایي : چی زما د اصحابانوڅخه چی کوم سابقین اولین دي د هغوي برابر هغه کسان نشی کیدلاي کوم چی وروسته یی ایمان راوړي دي .

یعني : د بیعة الرضوان څخه وروسته او مخکنیو که د الله په لاره کي یو(مُد) ۰/۸۸۴ ګرامه اوربشي خرڅي کړي وي وروستني اصحابان که د احد دغره په شان سره زر خرڅ کړي نو ددي نیمي برابر هم نشی کیدای.


 دا کیسه داسي پيښه شوه چی یوه پلا د خالد بن ولید (رضي الله عنه) اوعبدالرحمن بن عوف(رضي الله عنه) ترمینځ په څه هکله تیزی خبري اتري وشوي کله چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ته خبر ورسیدو نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) حضرت خالد(رضي الله عنه) ته پورتني ارشاد وفرمایل اوهغه یي تنبیه کړ.


 مطلب دا دي هغه څوک چی د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په صحبت کي زیات وخت پاته شوي وي او کوم تن چي اسلام یي د مخه راوړي وي په وروستیو اصحابانو رضوان الله علیهم افضل اوبهتردي .


یوچا د امام مالک(رضي الله عنه) نه پوښتنه وکړه چي عمربن عبدالعزیز اومعاویه رضی الله عنه نه کوم یوبهتردي . امام مالک (رضي الله عنه) چي دا پوښتنه واوریده نویي وژړل نوبیا یي وفرمایل چي دغه سوال څرنګه پيدا شو چي د یو صحابي سره د تابعي موازنه وشي او ویي فرمایل : حضرت معاویه (رضي الله عنه) له رسول الله(صلی الله عليه وسلم) سره د جهاد په سفر کښي چي پرکوم آس سپور وو دده په پوزه کښي چي کوم ګرځ ، غبار، اوپه لاره کي رسیدلي حضرت عمربن عبدالعزیز ددغه ګرځ برابری هم نشي کولای نو دده مقابله به د حضرت معاویه چي یوصحابي وو څرنګه وشي ؟ ولی حضرت عمربن عبدالعزیز هغه سترګي له کومه راوړي چي یي د نبوت دجمال دیدارکړي وي .

 

دلته دا خبره هم د پاملرني وړ ده چي عمربن عبدالعزیز ډیرجلیل القدرتابعي او د ثاني عمر په لقب سره مشهور دي او بعضي مؤرخینو دده خلافت هم راشده خلافت ګڼلي ! 

ماخذ :د علم اوعمل ملګرتیا


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته