تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفارو سره د مشابهت شپږمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 13, 2021
  0

د کفارو سره د مشابهت شپږمه برخه 


لیکنه : عبدالسلام حنفي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په شریعت اسلامي کې د کفارو سره مشابهت کول په تعصب سره نه دي بناء بلکي په غیرت او ځان ساتنه سره بناء دي  ځکه یو قوم  تر هغه  وخته پوري مستقل نه شي  پاتي کیدلي  تر څو چې يي د خپل قوم ځانګړتیاوي او خویونه نه وي ساتلي ،  دغه رنګه  د  دین اسلام له کفر ، یهودیت ، نصرانیت ، زندیقیت څخه د بیلولو بله لار نشته ده ،  چې تر څو اسلامي ځانګړتیاوي نه وي ساتل شي ، تر هغه وخته پوري اسلام یو مستقل دین نه پاتي کیږي . ځکه د مشابهت معني  خپل وجود  په بل کې نیستی کول  دي،، نو ځکه الله جل جلاله مسلمانان د داسي کار څخه منع کړي دئ . لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايي .


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا ﴿آل‌عمران: ١٥٦﴾


ژباړه : اي مومنانو د کفارو سره مشابه او ورته مه ګرځئ  . 


ځکه مؤمن د الله جلاله دوست او کافر د الله جل جلاله دښمن دي ، نو دوست باید له دښمن څخه بیل وي ، ځکه په دنیوي لحاظ د حکومت د پیلوي لپاره دا نه د جائز چې د حکومت د  دښمنانو او باغیانو سره ځان مشابه کړی ، 


نو تر کومه چې کوم کس د یو قوم مشابهت کوي ، د دې ویره هم موجوده ده چې د  هغه قوم عادت ، خوي او  بلاخره عقیده خپله کړی  او په پاي کې له خپل دین څخه مرتد شي ، نو په دې وجه باندی علامه ابن حجر الهیثمي  په خپل کتاب الزواجر عن اقتراب الکبائر  ، جلد ۱ صفحه ۱۱  کې یو روایت  د مالک بن دینار په واسطه له نبي کریم صلي الله علیه وسلم څخه رانقل کړي دي  چې فرمايي ،په مخکینو انبیاء  علیهم السلام کي یو نبي  علیه السلام ته د الله جل جلاله له طرفه داسي وحي راغله  چې اي نبي علیه السلام  خپل قوم ته ووایه چې زما د دښمنانو  د داخلیدو ځاي ته مه داخليږئ. او مه زما د دښمنانو په څیر جامې اغوندي او مه زما د دښمنانو  په څیر خوراک کوئ  ،  او مه زما د دښمنانو په څیر سپریږئ. یعني مطلب په هر شي کې له دوی څخه بیل  او بیزاره شئ ،  هسي نه چې تاسو هم زما د دښمنانو په څیر تاسو هم زما د ښمنان شئ ، نعوذ بالله من ذلک.


پاي 


د مشابهت په اړه کومې لیکني چې موږ درته نشر کړلئ دا په مختصر ډول د سیرت المصطفي صلي الله علیه وسلم  له کتاب څخه چې یوه رساله د مشابهت په نامه په هم دې کتاب کې درج شوي ده  را خیستي  دي ،


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته