تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د طائف محاصره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 27, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۷۳برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د طائف محاصره

د طائف محاصره او غزاء په حقيقت کي د حنين د غزاء پاته حصه ده که څه هم ځيني علماء دغه د طائف محاصره او جنګ بله غزاء بولي مګر دغه غزاء د حنين د غزاء تکمله او پوره کېدل دي او دغه غزاء په دې سبب پېښه سوه چي د هوازن او ثقيف تښتېدلي خلک د خپل عمومي قومندان مالک بن عوف سره په طائف کي سره يو ځاى او سره جمعه سول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسله هغه څخه چي د حنين د جنګه څخه فارغه سو غنيمتونه يې په جُعرانه کي سره يو ځاى کړه او د مسلمانانو لښکر هم سره يو  ځاى او منظم سو نو د خپله لښکره سره يې د طائف پر طرف حرکت وکړی، د لښکر د مقدمې قومندان خالد بن وليد المخزومي رضی الله عنه  دى، دا پسله هغه څخه چي الله جل جلاله  يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په معجزه زخمونه ور جوړ کړه.

 د مسلمانانو لښکر و طائف ته ورسېدى مګر د طائف خلک کوم وخت چي د حنين څخه وتښتېدل نو يې په طائف کي خپلي قلاوي ټينګي کړې اسلحه يې سره يو ځاى کړه، خواړه او ارتزاقي مواد يې سره جمعه کړه، چي په دې ډول سره يې د محاصرې دپاره آمادګي ونيول، د بله طرفه د مسلمانانو لښکر د طائف قلاوي محاصره کړې. 

اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم  إراده وکړه چي د اهل طائف سره خبري وکړي چي يا مسلمانان سى يا جزيه قبوله کړی يا جنګ در سره کوو، نو يې يزيد بن زُمعه رضی الله عنه  د خبرو دپاره ور ولېږى، يزيد رضی الله عنه  هم د هغو د قلا و طرف ته ور نژدې سو او ويل: ما لره امان سته درتلاى سم؟ هغو ويل: هو په امان يې، يزيد رضی الله عنه  ښه ور د مخه سو غواړي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پيغام ور ورسوي، كله چي ښه ور نژدې سو اهل طائف د هغه طرفه څخه په غشو و ويشتى او شهيد يې کړى رضی الله عنه  او د ده قاتل هم هُذيل بن ابي صلت ؤ، يزيد رضی الله عنه  قاصد او سفير ؤ، قاصد او سفير هيڅ وخت نه وژل کيږي مګر اهل طائف په دغه اندازه د اسلام څخه منکره او د مسلمانانو دښمنان وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد يې شهيد کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوه سو چي دغه خلک پر جنګ ټينګ دي او نه غواړي چي خبري وکړي.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسلمانان امرکړه چي ځانونه د هجوم او حملې دپاره آماده کړى، په دغه وخت کي چي مسلمانان خپل ځانونه آماده کوي هغه د يزيد رضی الله عنه  قاتل هُذيل بن ابي صلت د قلا څخه را و وتى غواړي چي د مسلمانانو د لښکر معلومات وکړي بېغمه پر آس سپور دى دى، د ده په فکر! هر وخت چي و غواړي په ځغستا بيرته قلا ته ننوتلاى سي، دلته بيا يعقوب بن زُمعه رضی الله عنه  وليدى، يعقوب د هغه شهيد سوي يزيد  ورور دى، نو يعقوب د شا د طرفه ورغلى او ځان يې و قلا ته ور نژدې کړی او بيا يې پر دغه هُذيل قاتل د شا د طرفه حمله وکړه، هُذيل وارخطا سو د مخ و طرف ته يې وځغستل، مخ ته د مسلمانانو لښکر ؤ هغو ونيوى، اوس نو د يزيد رضی الله عنه  قاتل د مسلمانانو سره بندي دى، دغه هُذيل د هغه مشهوره شاعر اُميه بن ابي صلت ورور دى، کوم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه په باره کي فرمايي: دئ بايد د خپل حکمت او پوهي په سبب مسلمان سوى واى، هُذيل اوس د مسلمانانو سره بندي دى، يعقوب بن زمعه رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! دغه هذيل زما د ورور قاتل دى او دا هغه خائن دى چي قاصد يې و وژى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو! غاړه يې ور و وهه، نو يې هذيل بن ابي صلت و وژى ځکه ده د رسول الله  صلی الله علیه وسلم قاصد وژلی ؤ.

وروسته د مسلمانانو د پهلوانانو څخه يوې ډلي ځانونه آماده کړه او د طائف پر قلا يې حمله وکړه غواړي چي د يوې لاري و قلا ته ور ننوزي مګر اهل طائف په غشو ويشتل او د قلا څخه يې ليري کړه، ډير غشي يې پر واورول او ډير صحابۀ کرام يې زخميان کړه چي مسلمانانو د هغه غشو په سبب خپله حمله نه کړه پوره او پر شا تګ ته مجبوره سوه، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  په څو کارو سره امر وکړى. 
لومړی: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه د طائف و مريانو ته دا اعلان وسو: هر  مريئ چي د قلا څخه را ووزي او موږ ته راسي هغه حُر او آزاد دى، د دغه  اعلان په سبب درويشت نفره مريان په هره طريقه سره چي وه خپل ځانونه يې د مسلمانانو و لښکر ته ورسول چي په دې جمله کي يو هم ابوبکره ؤ، ابوبکره يو مريئ ؤ چي د قلا و دېواله ته وختى او د هغه ځايه څخه د یوه څرخ یا يوې غرغړې په واسطه د قلا د دېواله څخه لاندي مځکي ته را کښته سو او مسلمانانو ته يې ځان ورساوه (غرغړه) هغه ګردۍ ارغړۍ ده چي د څاهانو څخه اوبه په را کښل کيږي، په هغه وختو کي هم دغسي ارغړۍ د اوبو او نورو درنو شيانو د پورته کولو دپاره استعمالېدل او دغي ارغړۍ ته په عربي کي (بَکره) ويل کيږي، څرنګه چي دغه مريئ د دغي ارغړۍ په مرسته را کښته سو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغې ورځې څخه پر دغه مريي د ابوبکره نوم کښېښاوه. 

دوهم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر د طائف د قلاوو پر شا وخوا تېره او کنج داره اوسپني و پاشل سوې، د طائف د قلاوو پر شا وخوا  يې ډيري تېرې اوسپني ورته و پاشلې، دا د دې دپاره چي اهل طائف پر بله خوا و نه تښتي، ځکه هغه تېرې اوسپني د دوى او د دوى د اوښانو او آسانو په پښو ننوتلې، اصلاً دغه تېرې اوسپني د هغه وخت مينونه وه، د اوس مينونه هم د دغسي مقصد دپاره استعماليږي، نو د طائف پر شا وخوا دغه مينونه ورته وپاشل سوه، فقط هغه طرف يې خالي پرېښاوه چي پر هغه طرف د مسلمانانو لښکر پروت ؤ، هغه هم د دې دپاره چي مسلمانان حمله پر وکولاى سي چي په دې ډول سره اهل طائف د یوه طرفه په لښکر او د نورو طرفو څخه په مينو سره محاصره سوه. 

دوهم وار بيا مسلمانانو حمله پر وکړه، دوهمه حمله يې هم د هغه غشو د ويشتلو په سبب نا کامه سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ د يوه سياست پر قسم چي دښمن و تسليمېدلو ته مجبوره کړي امر وکړی چي باغونه يې قطعه کړی او  وې سوځى، طائف د انګورو ډير باغونه درلودل ويل: دغه وُني يې ور قطعه کړی، صحابۀ کرامو د باغو په قطعه کولو شروع وکړه خو د طائف د مشرانو څخه يوه نفر چي عبديا ليل نومېدى و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ور ولېږى. 

دا هغه عبدياليل دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د غم تر کال وروسته طائف ته د دعوت دپاره ورغلى او د طائف په شروع کي چي یې د هغه اول نفر سره وليدل هغه دغه عبدياليل ؤ، ده او د ده وروڼو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعوت رَد کړى او بيا يې مريان او هلکان وګمارل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ډبرو ولى، اوس دغه عبد يا ليل د طائف د عمومي مشرانو د غیاب په سبب د طائف مشر ؤ. 

دا خو درته معلومه ده چي د طائف او ثقيف عمومي مشر او رئيس عُروه بن مسعود الثقفي ؤ مګر دغه عُروه بن مسعود دغه د طائف د محاصرې په وخت کي په طائف کي نه ؤ موجود اُردن ته تللى ؤ او په جَرَش کي ؤ، هلته يې د ځينو جنګي ثقیله اسلحو او مشين آلاتو چي منجنيق او دبابات ورته ويل کېده جوړول زده کول، څرنګه چي اهل طائف پر مسلمانانو د حملې نيت او إراده درلودل غوښته يې چي دغه ثقيله اسلحه ورته برابره کړي، نو عروه بن مسعود او د طائف يو بل مشر د ثقيلي اسلحې د جوړولو د زده کړي دپاره شام ته تللي وه، دلته دغه ټولي واقعې لكه د مکې مکرمې فتحه، د حنین غزاء او د طائف محاصره د هغو په غياب کي پيښي سوې.

 عروه بن مسعود چي د طائف عمومي مشر ؤ نسته او مالک بن عوف هم په واديِ لـيه کي دى نو د طائف مشرتوب و عبد ياليل ته ور پاته ؤ، دغه عبد ياليل و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى ويل:يا محمّد! صلی الله علیه وسلم  د وُنو څه ګناه ده؟ که کاميابه سواست هغه ستاسي دي اوکه موږ کاميابه سوو د الله او صِلۀ رحمي په خاطر يې را پرېږده، د باغو په قطعه کولو کي ستاسي څه فايده ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم باغونه ور پرېښوول. 

دلته د عُیینه بن حصن څخه ځيني کارونه ښکاره سوه، هغه عُیینه چي د غطفان رئيس ؤ او په پخوا کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د احمقِ مُطاع نوم پر ايښى ؤ او په وروسته کي مسلمان سو، خو د ده اسلام هم د غنيمتو دپاره ؤ،  حتّْی د مکې مکرمې فتحي ته هم د غنيمت دپاره راغلى ؤ، اوس طائف ته هم په دغه مقصد راغلى دى، دغه عُیینه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله! اجازه راکه چي زه د طایف د مشرانو سره خبري وکم او ما وژلاى هم نه سي ځکه زه د  غطفان رئيس او سردار يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم اجازه ورکړه چي هو ورسه خبري ور سره وکه، عُیینه بن حصن و اهل طائف ته ورغلى اول يې امان  و غوښتى امان ورکول سو او دئ هلته دننه و قلا ته ورغلى د طائف مشران ورته را ټول سوه ويل: څه خبر دي را وړى دى؟ ده ورته و ويل: خبره دا ده چي زموږ لښکر ضعيفه دى د جنګ طاقت نه لري تاسي نه وليدل چي په حنين کي په اوله حمله مات سوه، ورته ټينګ سى او صبر وکړی په تاسي هيڅ نه سي کولاى تاسي په قلاوو کي ياست مسلمانان ستاسي سره د جنګ کولو طاقت نه لري پام کوى چي تسليم نه سى، سبحان الله! دا اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد دى او خبري ټوله د مسلمانانو پر ضد کوي، د اهل طائف هم اطمينان حاصل سو او نيت يې وکړی چي نه به تسليميږو، که څه هم د مخه بيرېدل او په شک کي وه چي تسليم سو که يا؟ مګر اوس چي عُیینه بن حصن ورغلى او دغه خبري يې ورته وکړې اهل طائف بالکل تسليمېدل رَد کړه او د جنګ نيت يې وکړی، عُیینه بن حصن بيرته و مسلمانانو ته ورغلى. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه چي ها!کومي نتيجې ته ورسېدې؟ عُیینه ويل: يا رسولَ الله! و مي بېرول ستا او ستا د لښکر قوت مي ورته بيان  کړی، ورته و مي ويل: تاسي څوک ياست چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره جنګېږى؟ خيبر په هغه اسلحه او هغه قلاوو نه سو ورته ټينګ! تاسي ورته ټينګېدلاى سى؟ تسليم سى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغسي دي ورته و ويل؟ ده ويل هو، رسول الله  و فرمايل: يا! بلکه تا داسي او داسي ورته و ويل، عمر فاروق رضی الله عنه  ولاړ سو او توره يې پورته کړه ويل: يا رسولَ الله! اجازه راکه چي غاړه يې ور پرې کم دا منافق دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پرې يې ږده يا عمر! بيا به خلک وايي چي محمّد خپل ملګري وژني، حضرت ابوبکر رضی الله عنه  ولاړ سو هغه هم دغه حال نه سواى زغملاى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد دي وکفارو ته د زړه ډاډ ورکړي او هغه دي د مسلمانانو و جنګ ته تشويق کړي، ويل: يا عُیینه! داسي کارونه کوې او داسي درواغ وايې! حال دا چي ته په کلمه سره د (لا إلْه إلاّ الله و أن محمّداً رسول الله) شاهدي آداءکوې آيا دا د مسلمان کار دى؟ عُیینه په عذر او زاريو شروع وکړه ويل بخښنه غواړم زه ضعيفه يم بيا داسي نه کوم، خطاوتم عذرونه وايي. 

وروڼو! دغسي معلومات زموږ او ستاسي دپاره درس او عبرت دی، اسلامي ټولنه هيڅ وخت د دغسي ضعيف الإيمانه او منافق مزاجه انسانانو څخه نه خالي کيږي، دا نبوي عهد ؤ او دغسي اشخاص پکښي پيدا کېدل، خو بيا هم هلته الْهي وحيِ نازلېدې او دغسي اشخاص لکه عبدالله بن اُبى بن سلول، يا عُیینه بن حصن او داسي نور پکښي رسوا کېدل، اوس خو وحيِ نسته او د زړو مالک الله دى، نو ويښ او بيداره اوسى په اشخاصو او د هغو په نظرياتو پسي مه ځى، د خپل ځان پيشوا او مقتداء کلام الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د هغه غوره اصحاب وګرځوى، نو به مو د جنت د داخلېدلو اميد پر ځاى وي، په پوره ډول سره ځانونه د واقعي اسلام په  احکامو خبر کړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوند او احاديثو ځان خبرکړی او عمل په وکړی، ځکه نن ورځ داسي شيطان صفته مسلمانان د علماوو  په نامه سره پيدا سوي دي چي د کلام الله او احاديثِ رسولِ الله صلی الله علیه وسلم  معناوو ته هم د خپلو شيطاني مقصدو د حاصلولو دپاره تغير ورکوي، د خپلو شخصي ګټو د حاصلولو دپاره يې د دين په اړولو هيڅ پروا هم نه کيږي، دپاره د دې چي د دغسي کسانو په دام کي و نه لوېږى فقط د پخوانيو علماوو پر تفاسيرو او د احاديثو د کتابو پر شروحو اعتماد کوى، نه د دغو بې پروا مسلمانانو پر فتواوو.

خير اهل طائف د خپلو قلاوو څخه هيڅ نه را وزي او مسلمانانو څو واره د حملې کوښښونه وکړه خو هغه ټول کوښښونه د اهل طائف د غشو ويشتلو په سبب بې نتيجې سوه او مسلمانان هيڅ نه سي ور د مخه کېدلاى، خالد بن وليد رضی الله عنه  ور و وتى او د قلا و مخ ته ورته ګرځي د پهلوانۍ حرکتونه ورته کوي د طائف و مشرانو ته ور ناري کي چي څوک جنګ او مبارزه را سره کوي؟ خو د ها خوا هيڅوک نه ورته راوزي.

خالد رضی الله عنه  د قلا پر شا وخوا ورته ګرځي د خپل همت او غيرت او بيا د دوى د بې غيرتۍ خبري ورته کوي چي ګوندي يو څوک را ووزي او بيا ورته وايي چي څوک مبارزه را سره کوي؟ بيا هم څوک نه ورته را وزي، دئ رضی الله عنه  بيا هم نارې ور وهي خو آخر عبدياليل ورته را ږغ کړه ويل: يا خالد! که يو کال پر دغه ځاى و درېږې په والله که څوک در ووزي، خالد رضی الله عنه  هم بيرته راغلى، حتّْی د مبارزې دپاره هم څوک نه را وزي. 

بيا نو مسلمانانو دبابه جوړه کړه هغه چي په خيبرکي يې ليدلې او استعمال کړې وه او هلته مو درته ويلي وه چي دبابه يوه لويه ځِنه ده چي د لرګي عربې لري او په څو نفرو پوري وهل کيږي، د مخ د خوا په څرمنو او پوستو د دې دپاره پټه ده که دښمن په غشو ويشتل غشي په هغه څرمنو کي بنديږي او هغه څوک چي پر دغه ځِنه وي و هغه ته نه ور رسيږي، دغه څرمني او پوستونه يې بيا په اوبو لندول ځکه که په اور هم وويشتل سي بيا هم دغه پوستونه اور نه اخلي، نو مسلمانانو دغه دبابه جوړه کړه او سل نفره اصحاب کرام د دغي دبابې ترشا دي او پوري وهي يې غواړي چي دغه ځِنه د قلا و دېواله ته ورسوي او هلته يې ورته کښېږدي پر ور وخېژي او قلا ته ور واوړي، اهل طائف ورته ګوري چي مسلمانانو په ثقيله اسلحه شروع وکړه، ځکه دا د هغه وخت لويه او درنه اسلحه وه، واقعاً هم دغه دبابه د طائف و قلا ته ور نژدې سوه، 
د اهل طائف سره بيا يوه بله اسلحه موجوده وه لکه کوچنئ منجنيق چي ډبري يې په ويشتلې، هغو بيا دغه اسلحه ورته کښېښوول او دغه د مسلمانانو دبابه په لويو لويو ډبرو ولي، په غشو يې نه ولي ځکه غشي تاثير نه پر کوي بلکه په ډبرو يې ولي په دغه ډبرو دا دبابه ماته سوه ځکه دغه دبابه د پخوا څخه مضبوطه نه وه جوړه سوې دالته يې دکار چلولو دپاره په رَسيانو سره بنده کړې وه، موقتي شئ ؤ، نو دبابه ماته سوه او بيا يې پر اصحاب کرامو د غشو باران جوړکړی حتّْی څو نفره يې زخميان هم کړه، مسلمانان بيرته پر شا ولاړل او دغه حمله هم ناکامه سوه. 

د طائف محاصرې د شلو ورځو په شا وخوا کي دوام وکړی، د مسلمانانو د طرفه دغه حملې او کوښښونه پرله پسې جاري دي چي و قلا ته ور ننوزي خو ټوله کوښښونه بې فايدې وه، يوه بله ورځ بيا مسلمانانو حمله وکړه چي هغه هم بې فايدې سوه ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ناست دى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په دغه باره کي خبري کوي چي بايد څنګه او په څه ډول حمله پر وکو؟

 رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: «يا ابا بکر! إن اللهَ لم يَأذَن لِي بِفَتحِهَا»
 
يعني: ياابابکر! الله جل جلاله  د طائف د فتحي اجازه را نه کړه.
 او دغه د طائف نه فتحه کېدل الله جل جلاله  تر دغه د مخه په خپل کتاب قرآن مجید کي ذکر کړي وه چي د سورة الفتح په (21) نمبر آيات کي فرمايي:
وَأُخْرَىٰ لَمْ تَقْدِرُوا۟ عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ ٱللَّهُ بِهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرًۭا .
يعنى: يو بل ځاى سته چي اوس د هغه د فتحه کولو قدرت نه لرى. 
ډير مفسرين دغه بله فتحه د طائف فتحه بولي، الله جل جلاله  دغسي مقدره کړې وه چي اوس يې نه سى فتحه کولاى، ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  چي دا خبره واورېدل ويل: 

يا رسول الله! و خلکو ته دکوچ او بارېدلو اجازه ورکړو؟ 
يعني: دا چي طائف نه فتحه کيږي نو خلک په بارېدلو سره امر کړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: هـو، ځکه وحيِ نازلي سوي وې چي نه يې سى فتحه کولاى، کوم وخت چي ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خېمې څخه را و وتى چي خلک په باريدلو سره امرکړي وې ليدل چي د عمر فاروق رضی الله عنه  او ابو المحجن الثقفي په منځ کي يو تود بحث يا سوال او جواب شروع دى، ابو المحجن الثقفي چي د قلا پر بام ولاړ دى او حضرت عمر رضی الله عنه  پر مځکه ولاړ دى په لوړ آواز او نارو يو د بل سره خبري کوي، ابو المحجن ورته وايي: تاسي څوک ياست؟ ستاسي جنګ نه دى زده، تاسي د جنګ خلک نه ياست، عمر رضی الله عنه  بيا ورته وايي: تاسي لکه کربوړي په غارکي پټ ياست چيري به را څخه ولاړ سى؟ قسم په الله يو کال به درته ولاړ يو ترڅو و را وتلو ته مجبوره سى. 

اوس ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د خېمې څخه را و وتى چي خلک په بارېدلو سره امر کړي او دلته د عمر رضی الله عنه  او ابو المحجن په منځ کي دغه سوال او جواب شروع دى، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  واورېدل چي عمر رضی الله عنه  ورته وايي: والله يوکال به دلته انتظار درته وباسو، ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ورته و ويل: داسي مه وايه يا عمر! الله جل جلاله  د طائف د فتحه كولو اجازه نه ده کړې، عمر رضی الله عنه  ورته وايي: تا دغه خبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل؟ ويل: هو،  ويل: نو باريږو؟ ويل: هو، مسلمانانو ته داسي امر وسو چي سبا باريږو. 

اوس چي د بارېدلو امر په مسلمانانو کي نشر سو ځيني د جهاد شوقيان ځوانان خاصتاً هغه کسان چي د حنين په ورځ تښتېدلي وه او پر هغه خپله تېښته غمجن او پښېمانه وه و خپلو ځانو ته يې قهر راغلى ؤ اوس غواړي چي د ثقيف او هوازن څخه خپله بدله او انتقام واخلي هغو و ويل: موږ نه باريږو ترڅو طائف فتحه نه کړو، نو دغه کسان و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله ويل: يا رسولَ الله! طائف مو نه دى فتحه کړى او ځو؟ موږ جنګ ور سره کوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: الله جل جلاله   يې د فتحه کولو اجازه نه ده کړې، دوى ټينګ وه ويل: ته مو تجربه که يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ښه دى ورسئ حمله پر وکړی. 

هغه احساساتي ځوانان سره يو ځاى سوه او د طائف پر قلا يې ډيره شديده حمله وکړه، خو د قلا د طرفه څخه په غشو ويشتل کېدل دومره غشي يې پر واورول چي ټوله يې زخميان کړه يو هم بېله زخمه نه سو پاته، ځوانان بيرته ټوله زخميان راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: سبا باريږو ان شاء الله ، خلک هم په دغه فيصله خوشاله وه او هيچا هيڅ و نه ويل، خلک د بارېدلو دپاره د سامان په تړلو مشغوله سوه  او رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځان سره خندل.

 په سهار کي مسلمانان را بار سوه او طائف نه سو فتحه اوس چي د مسلمانانو لښکر د طائفه څخه کوچ وکړی او رهي سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه الفاظ واياست: آيبون، تائبون، عابدون، لربنا حامدون. 

په لار کي بيا ځيني هغه اصحاب کرام چي په دې سره خواشیني او ناراضه  وه چي طائف ولي نه سو فتحه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او ويل: يا رسولَ الله! و ثقيف ته ښرا وکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نبي الرّحمه و فرمايل: «اللّهم اهدِ ثَقِيفًا وَائتِ بِهِم» يعني: الْهي و ثقيف ته هدايت وکړې او مسلمانان يې راولې، د ښرا په عوض کي يې دعاء ورته وکړه او واقعًا هم لږ موده وروسته الله جل جلاله  و ثقيف ته هدايت وکړی او د دوى ډله مدينې منورې او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د خپل اسلام د اعلانولو دپاره ورغله او اسلام ته داخل سوه.  دغه قصه به بيا پر خپل ځاى په تفصيل سره در ته بيان سي،

 ان شاءالله نور بیا....
 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته