تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یوه ښه پلورونکی د بریالیتوب رازونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 30, 2021
  0


 د یوه ښه پلورونکی د بریالیتوب راز


رالیږونکي : الیاس وحدت / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د تاریخ په اوږدو کې یو شمېر پلورنکي تل په هڅه کې وو، چې د چل او زور له لارې پېرودونکي د خپلو خدماتو او تولید اتو پېرودنې ته اړ کړي.
 خو نن د پېرودونکو د پوهاوي لوړتیا او مارکیتي سیالۍ د پراختیا له کبله د راکړې ورکړې بڼه اوښتې ده. په پلورنه کې بریالیتوب له پېرودونکي سره د ښو او وړ اړیکو ټینګولو له لارې پیل کېږي او اړینه ده چې پلورونکي له خپلو پېرودونکو سره د يوه سلاکار، ښوونکي او آن د يوه ونډه وال په شان چلند وکړي، ځکه چې يو کسب پلورنکی هغه وخت په خپله دنده کې بریالی کېدای شي، چې د پېرودونکو اړتیاوې د خپل کار له لومړيتوبونو څخه وګڼي او که پوهېږي چې پېرودل شوي توکي نشي کولای د پېرودونکي اړتیاوې پوره کړي، بايد هغه توکي پېردونکي ته ونه پلوري.


له نننۍ سیالۍ څخه ډک مارکېټ کمپنۍ او پلورنځي اړ کړي دي، چې د پلورنې موضوع ډېره کوټلې (جدي) ونیسي او د توکو او چوپړونود څرنګوالي تر څنګ په پلورنه کې نورو فکټورونو ته چې د بریالیتوب لامل کېږي هم پاملرنه وکړي ځکه چي  د یوه سوداګريز شرکت راتلونکې د مارکېټ موندنې په وړتیا او پلورنه پورې تړلې ده.


 مسلکي پلورونکي ته په کار ده چې له پېرودونکو سره نږدې او ټینګې اړیکې وساتي او د هغه د سلاکار او لارښود رول ولوبوي، ځکه که پلورونکي له دې نزاکت او ځیرتوب څخه کار واخلي او وکولای شي په وړ چلند سره پېرودونکي ته ډاډ ورکړي چې پلورل شوي توکي هماغه توکي دي چې دی يې په لټه کي دي،کولای شي په ښه توګه د توکو د پلورلو ځواک ترلاسه کړي او ځان په یوه غوره موقعیت کې راولي. او د سیالو په وړاندې غوره والی له پېرودونکو سره د راکړې ورکړې ښه زمینه برابروي.


پېرودونکي له هغه پلورونکو څخه چي  نشي کولای له دوی سره د دوی د اړتیاوو په برخه کې سمه مرسته وکړي، مخ اړوي او داسې پلورونکو ته مخه کوي چې وکولای شي د دوی اړتیاوې پوره کړي او مرسته ورسره وکړي. 


دیوه پلورونکي بریالیتوب د پېرودونکو په بریالیتوب پورې تړلی دی نني پېردونکي نور د هغو کړتنو (ډېرې خبرې کوونکو) پلورونکو سره چي يوازې د خپلي  بټوې ډکولو په فکر کې دي، مینه نه لري.


 د بېلګې په توګه که يو څوک د لومړي ځل لپاره له تاسو سره مخ کېږي او غواړي له تاسو څخه کوم شی و پېري او تاسو يې نه پېژنئ، هغوی ته وایي چې د دې توکي بيه یوازې ستا لپاره دومره ده نه د ټولو لپاره، خپله څرګندېږي چې دا يوه درواغ خبره ده او دا ټکی تاسې پېرودونکي ته دروغجن ورپېژني ځکه هغه پوهېږي چې هېڅ داسې اړیکه نشته چې پلورونکی ده ته کمښت ورکړي نو لازمه ده چې له ستونزو پرته په ساده ډول خبرې وکړي او له غولوونکو او دروغجنو جملو څخه ډډه وکړي، ځکه چي پېرودونکي له پلورونکي څخه د ګډون، زړه ملۍ او مرستې تمه لري ترڅو له هغه سره د ستونزو د اواري او د هغه د اړتیاوو د پوره کولو په اړه مرسته وکړي په دې مانا چې د يوه مسلکي پلورونکي په صفت داسې عمل وکړي چې پېرودونکي په بشپړو مالوماتو او خوښۍ سره توکي له تاسو څخه وپېري. لکه څنګه چې مخکې مو هم یادونه وکړه د يوه مسلکي پلورونکي موخه دا ده، چې له پېرودونکي سره د يوه مؤکل په توګه چلند وکړي چې دا کار له پېرودونکي سره د وړ اړیکو په
ټینګولو کې مرسته کوي لکه د یوه ډاکټر اړیکه د هغه له ناروغ سره ، که خپل تګلوری مسلکي او وړ نه کړي په حقیقت کې مو په خپل زیان عمل کړی د پلورنې په ټولو برخو کې بریالي پلورونکي هغه کسان دي چې په ډېر ځير سره کار کوي او ټول جزیات په خپله ګټه کاروي، خپل پېرودونکي پېژني او هغه څه چې ترسره کوي يې په رښتينې توګه يې له حالاتو سره سم ترسره کوي په رښتينولۍ سره کار کوي ځکه چې پېرودونکي ټګمار او دروغجن پلورونکي شا ته پرېږدي او ترڅو چې ډاډ ترلاسه کړي چې دا یو رښتینی او مسلکي پلورونکي  دی، راکړه ورکړه ورسره نه کوي او په پایله کې کېدای شي پلورونکي له ماتې سره مخ کړي هر کله چې تاسو پلورونکي یاستی باید پوه شی چې دا ستاسو تګلاره او چلند دی چې په څه ډول د کار له جزیاتو سره مخ شی او دا کار په خپل وار سره تاسو ته د پېرودونکي د کتنې په تګلاره او دا چې له تاسو سره معاملې ته مایل دی، اغېزه کوي مارکېټونه، سیالي او اقتصاد د ژوند د نورو اړخونو په شان تل د بدلون په حال کې دي او له هغه سره موازي پېرودونکي هم بدلون مومي، چې په پایله کې به د دوی غوښتنې ډېرېږي او توپیر پیدا کوي او له سیالیزو ربړونو فشارونو څخه په ښه توګه ګټه ترلاسه کوي نو په دې اساس پلورونکي باید د دې حالت منلو ته چمتو وي او له پېرودونکي سره داسې چلند وکړي چې ګوندې مخکې هم له دې حالت سره آشنا و، او په دې اړه يې چمتووالی درلود.


هغه کسان چې په دې تکیه کوي چې په پلورنه کې بریالیتوب له ښه بخت څخه دي، له یو ساده فکر پرته بل څه نه دي او باید په هغه تکیه و نه شي بلکې انسانان په خپله کولای شي د اړتیا وړ اندازې پورې بریالیتوب اونېکمرغي د ځان خوا ته کش کړي.


 په رښتينې توګه که دوی خپله پروسه تل وويني او څېړنه يې وکړي، کولای شي تېروتنې کمې کړي او کار په ښه توګه ترسره کړي یعنې د پلورنې د زیاتوالي لپاره تر ټولو غوره ملاتړ کوونکي تاسو خپله یاستئ، ځکه چې بریالیتوب داسې یو څیز نه دی چې له مارکېټ څخه يې وپېری او یا یې له هوا څخه ترلاسه کړی بلکې دا تاسو خپله یاستی چې کولای شئ لاس په کار شئ او خپلو کړنو ته پراختیا ورکړئ په دې اړه دوه څیزونه له تاسو سره مرسته کوي، چې يو يې په نفس باندې ډاډ دي  او بل يې په کار کې ټینګښت او مقاومت دي  نو دا دود باید په ځان کې پیدا کړي .


چي کله هر کار ترسره کوی دویم ځلي يې کتنه وکړي او هغو کمښتونو ته چې په کار کې مو شتون لري او په څه ډول کولای شئ حل يې کړئ، ځواب چمتوکړئ هغه پلورونکي چې ژمن دي د خپل چمتووالي لپاره منظم وخت په پام نیسي، يو ښه تصمیم يې نیولی. تاسو د خپلې سوداګرۍ حالاتو او فني ټکو ته پاملرنه وکړئ او د هغه په اړه باید پوه وئ، که داسې نه وي نو خپل مسلكي والي له لاسه ورکوئ په کار کې مسلکي والی داسې يو انځور دئ.


چې ډېری پلورونکي په ډېرې هڅې سره هڅه کوي ترلاسه يې کړي دا کار وخت ته اړتیا لري او لازمه ده چې تاسو مسلکي رسنۍ او هر ډول اړوند ګټور مطالب او کتابونه په منظم ډول ولولي. ځکه چې په ډېرو مالوماتو لرلو نه یوازې د پلورنې په برخه کې ګټور دي  بلکې دا کار پېرودونکي ته ستاسو پاملرنه ښيي. 


همدارنګه هغه توکي چې تاسو يې پلوری باید ویې پېژنئ او له هغه څخه د استفادې په اړه هم مالومات ولرئ ترڅو وکولای شئ د پېرودونکي ټولو پوښتنو ته د منلو وړ ځوابونه ولرئ. له دې پرته نه شئ کولای پېرودل شوي توکي په ښه توګه وپلورئ. که تاسو د پېرېدونکو غوښتنې په سمه توګه پوره کړئ او تل په خپل کاري ځای کې شتون ولرئ،


ښکاره ده چې دوی به ټول خپلوان او ملګري وهڅوي چې له تاسو څخه پېرودنه وکړي او ستاسو پېرودونکي ډيرېږي ځکه که تاسو داسې کار ته چمتو وئ او وخت ورکړئ چې نور يې نه ورکوي، کېدای شي دا کار اغېزمن څرګند شي او تاسو له نورو څخه مخکښ کړي.


 ځکه چې نن ورځ وخت د ټولنې د زیاتو وګړو له ارزښتناکو او لومړیو څیزونو څخه ګڼل کېږي. دا په دې مانا نه ده، چې تاسو باید د اونۍ په اوږدو کې هره ورځ ۲۴ ګړۍ ساعتونه) کار وکړئ.


يو بل څیز چې ستاسو بریالتوب ته اړين دي هغه ستاسو ظاهري بڼه ده ، لازمه ده چې د هر کار لپاره ستاسو بڼه باید مناسبه وي، په دې مانا چې جامې مو پاکې او سپېڅلې وي، دفتر، د اسنادو بکس او کاري مېز مو پاک او منظم وي چې دا کار ستاسو علاقه او مینه څرګند وي. له خپلو پېرودونکو سره سم چلند کوئ او د توکو په اړه يې پوښتنو ته سم ځوابونه ووایئ او له هغوی سره په کوټلې او جدي توګه چلند مه کوي يو بل له هغو رازونو څخه چې د پلورونکي د بریالیتوب لامل کېږي، له پېرودونکي سره د خبرو او اړیکو لاره ده، ځکه له خلکو سره اړیکې يو اسان کار نه دي  کېدای شي په ډېر لږ ناسم پوهاوي سره پېرودونکي له لاسه ورکړئ همدارنګه د توکو د ستاینې په وخت کې زیاتی مه کوي ځکه هېڅ شي د توکو د ستاینې له لاپې (مبالغې) څخه زر د پېرودونکي د زړه سوړوالي او نه پاملرنې لامل نه کېږي یوه اضافي جمله کولای شي ستاسو اعتبار له لاسه ورکړي.


 که پېرودونکي له تاسو سره ښې اړیکې ولري او ستاسو له ادارې څخه چې تاسو يې څښتن ياستئ، ښه ذهني انځور ولري، ستاسو د پلورنې کار اسانېږي. 


ډېری پلورنځي زیاتې پیسې لګوي چې اعتبار ترلاسه کړي، نو په دې اساس تاسو هم هڅه وکړئ چې اعتبار خپل ځان او خپلې ادارې ته تر لاسه کړي ځکه هغه اداره چې اعتبار ونه لري، خلک ورته د شک په سترګه ګوري. پېرودونکي فکر کوي چې دا اداره په ځان ډاډ نه لري نو زه څنګه کولای شم ډاډ پرې وکړم نو تاسو ته لازمه ده چې د خپلې ادارې اعتبار پیاوړی کړئ حتی که له جدي ستونزو سره هم مخ شئ اضافي کمښت، د ډالیو ورکول، ځينې اضافي توکي په وړیا توګه ورکول او د اړتیا په وخت کې د یوه توکي بدلول په بل توکي هم کولای شي ستاسو د توکو د ډېرې پلورنې لامل شي.


تل هغه څه چې وایئ يې عمل پرې وکړئ او په خپل وخت هغه کار ترسره کړئ، د بېلګې په توګه که چا ته ژمنه ورکوئ چې په ۲ بجو دا کار کوي.


خامخا په هماغه وخت کې هغه کار ترسره کړي که کومه ستونزه مخې ته شي چې ونه شي کولای په ټاکلي وخت هغه کار ترسره کړئ، باید مخکې له مخکې له هغه کس سره اړیکه ونیسئ او په بښنې غوښتلو سره له هغه سره د بیا کتنې وخت وټاکئ او د وخت ټاکلو په وخت کې پام ونیسئ چې داسې وخت وټاکئ چې بیا بدل نه شي او تاسو وکولای شئ په وخت هغه ځای ته حاضر شئ ترڅو خپل اعتماد وساتئ او دا به ستاسو د بریالیتوب لامل کېږي په خپلو خبرو عمل کول که له پېرودنې څخه مخکې، د پېرودنې په جریان کې او که له پېرودنې څخه وروسته وي، ډېر اهمیت لري. د ستونزو پېښېدو دنه رامنځ ته کېدو لپاره هڅه وکړئ چې ټول کارونه په بشپړه او ځیر توګه پلان کړئ له دې سره سره کېدای شي بیا هم ستونزې رامنځ ته شي خو تاسو پلمه او چل مکوئ، هڅه وکړئ په چټکۍ او بښنې سره ستونزه اواره او د هغه له ډېرېدو څخه مخنیوی وکړي .


د پېرودونکي خبرو ته غوږ ونیسئ او د دې ټکي له لارې چې هو پوهېږم، د پېرودونکي د غوسه کېدو مخه ونیسئ او له هغه سره خواخوږي وښیئ او داسې انګېرنه رامنځ ته کړئ چې ګنې دی په حق دئ او که تاسو د دوی په ځای وای، همداسې غبرګون به مو له ځانه څرګنداوه. هغه وپوهوئ چې شخړې ته اړتیا نه شته او ستونزه کېدای شي په ډېره اسانه توګه اواره شي.

 

ماخذ : علمي اقتصاي لیکني 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته