تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په خیرات ور کولو سره احسان اچول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 13, 2021
  0

په خیرات ور کولو سره احسان اچول

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دالله تعالى سبحانه ارشاد دی:


" لَا تُبْطِلُوا۟ صَدَقَـ ْتِكُم بِٱلْمَنِّ وَٱلْأَذَىْ "(۲۴_البقره)


يعني:(هرکله چي صدقه او خیرات وکړي، وروسته يي په احسان اچولو او تکلیف ورکولوسره مه باطلوي.)


او په بل ایت کي فرمایي:


" ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَ‌ٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَآ أَنفَقُوا۟ مَنًّۭا وَلَآ أَذًۭى." (۲۶۲ - البقرة)


(يعني: اجر او ثواب دهغو کسانو لپاره دی کوم چي دالله په لاره کي مال مصرفوي، بیا له دي وروسته احسان اچول او تکلیف رسول نه وي )
له دوهم آیت څخه داهم بریښي چي، د احسان اچولوممانعت فقط دصدقاتو سره خاص نه دی بلکه هر څه چي د عبادت، طاعت، او نیکي په لاره کي مصرف شي، هغه که په خپل ځان وي یا پر خپل اولاد او ښځي باندي وي.


 یا پر خپلو دوستانو قریبانو باندي وي. د ټولودغه حکم دی چي، په احسان اچولو سره د خیراتولوثواب ختمیږي.


دیوداسي سړي په وړاندي خپل داحسان یاصدقی ذکر کول چی دهغه په وړاندي د بیان کولوڅخه هغه خوښي نه کوي پرکوم چاچي احسان کړی شوي وي، داهم په "منا ولااذي "كي داخل دي (زواجر ،۱۵۳مخ . ۱ټوک)


له دې امله علماء کرامو فرمایلي دي :په سوغات یاصدقه ورکولوسره ددعا غوښتنه کول، یا ددعا امید کول هم مناسب نه دي. ولي چي دغه هم د خپل احسان یو ډول عوض اخستل دي چي ورڅخه دثواب د باطلیدلو خطره شته. " (زواجر )


په (۱۷) نمبر کي چي کوم حدیث بیان شوی دی ددي په سخت وعید کی احسان اچوونکي هم داخل دي. له دي وجهي ډبرو علماؤ احسان اچول په کبیره ګناهونو شمیرلی دی. (زواجر ) 


الله تعالی دي مسلمانان، ددي بي ګتي اوبي خونده ګناه څخه وژغوري. آمین


ماخذ: بي خونده کناوي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته