تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هرکله چي له بیرې او غم سرمخ سي !نولمونځ کوه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2021
  0

هرکله چي له بیرې او غم سرمخ سي !نولمونځ کوه 

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ﴿البقرة: ١٥٣﴾


ای مؤمنانو په صبر او لمانځه له الله تعالی نه مرسته وغواړئ.» هرکله چي له وېرې سره مخ سې، غم درباندې برید وکړي، له ځنډ پرته لمانځه ته پورته سه ،په دې سره به ستا روح ته ارام ورسېږي، غمونه اوپرېشانۍ به دې ټولې له منځه لاړې سي، نبي عليه السلام به هم د يوه کار د سختی یا بوج کېدو پر مهال لمانځه ته مخه کوله، هغه به بلال رضي الله تعالی عنه ته ویل: بلاله! په لمانځه موږته ارام راوبښه؛ نولمونځ د هغه لپاره د سترگو یخوالی او د زړه ارام و .


ما د پخوانیو ولسونو تاریخ کتلي دی، هغوی هم خپلې ستونزي په لمانځه اوارولې.


صلوة خوف (د وېرې لمونځ )د دې لپاره مشروع سوی دی، چي داد و یري په حالت کي وسي، د دي لپاره چي امن راسي او مسلمانان پر دښمن برلاسي سي.


هغه ولسونه چي پر روحي ناروغیو اخته دي، دوی ته پکار ده چي له جومات او لمانځه سره خپل تړاو جوړ کړي په دې سره به د دوی ټوله پرېشاني له منځه لاړه سي او ناروغي به يې پر روغتيا بدله سي، آرام او ډاډ به ورته تر لاسه سي.


له ځان سره په خپل گرېوان کې سوچ وکړو؛ نو پینځه وخته لمونځ زموږ لپاره ډېر لوی نعمت دی چي په دي سره موږ ورځې په اوږدو کي ټول ترسره شوي گناهونه بخښل کېږي او د الله په وړاندې مو درجې لوړېږي؛ نو له دې امله دا زموږ د ډېرو داسې ناروغیو درمل هم دی، چي له دې پرته بل درمل نه لري، دا زموږ په زړونو کي د الله تعالی پر ذات د یقین کچه زیاتوي، زړه مو له ایمان څخه ډکوي، د الله تعالی پر تقدیر خوښي رابخښي، خو څوک چي له جوماتونو څخه لرې وځي او لمونځ ته شا کوي؛ نو د دوی ژوند به د تل لپاره تنگ، سخت او له غمونو او بدمرغيو ډک وي.


فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ ﴿محمد: ٨﴾ 


نو د هغو لپاره هلاکت دی او الله تعالی به د هغو عملونه برباد کړي.»


ماخذ: دنېکمرغۍ لارې


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته